نړۍ

حماس: مصر دې د غزې خلکو لپاره خپل «الرفح»سرحد خلاص کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۳۹۴ل): فلسطين کې د اسراييلي ښکېلاک پر ضد جنګېدونکي حماس جهادي غورځنګ له مصري چارواکو غوښتي، چې د غزې د خلکو پر مخ خپل «الرفح» سرحد پرانيزي.

د حماس د سياسي دفتر مرستيال اسماعيل هنية وايي، له مصري وروڼو غوښتنه کوو، چې په ۲۴ ساعتونو کې بايد لږ تر لږه يو ساعت لپاره الرفح سرحد د فلسطينيانو پر مخ پرانيزي او د دوی لپاره محاصره، ستونزې، کړاوونه او دردونه بس دي.

اسماعيل هنيه دا څرګندونې تېره ورځ الرفح سرحد ته څېرمه د حماس سياسي دفتر د غړو په استقباليه پروګرام کې وکړې، چې د اسراييلي ښکېلاک په بريدونو کې يې پښې له لاسه ورکړې وې او ترکيه کې له درملنې وروسته غزې ته را ستانه شول.

هنيه زياته کړه، چې د الرفح سرحد قضيه يوازې د فلسطين امنيتي قضيه نه ده، بلکې مصري چارواکي بايد دا يوه سياسي،انساني قضيه او د فلسطيني مظلوم ولس حق وبولي، چې د اسراييلي ښکېلاک له لوري کړول کيږي او الرفح سرحد د غزې خلکو لپاره يوازنی سرحد دی، چې له دې لارې نورو هېوادنو ته وتلی شي.

اسماعيل هنية د خپلو خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ، چې د مصر امنيت دوی خپل امنيت بولي او هېڅکله به دوی پرېنږدي، چې څوک د مصر امنيت ته ګواښ پېښ کړي او له مصري چارواکو يې د وروڼو په توګه غوښتنه وکړه، چې د لوړ انساني معيار او مصر سره د فلسطيني تاريخي او سياسي اړيکو او ورولۍ له مخې بايد الرفح سرحد د هغو زرګونو فلسطينيانو پر مخ پرانيزي، چې له غزې بهر او غزه کې دننه زرګونو مجبور، ناروغان، کارګر او نور خلک د خپلو اړتيا لپاره غواړي، چې له دې لارې بهر هېوادونو ته سفر وکړي.

مصري رسنۍ وايي، چې له دوو مياشتو وروسته مصري چارواکو الرفح سرحد د دوو ورځو لپاره يوازې د هغو خلکو پر مخ پرانيستی، چې غواړي له خارجه غزې ته ولاړ شي او اوس هم زرګونو اړ کسان په دې تمه شپې ورځې سبا کوي، چې د خپلو اړتياو لپاره د الرفح سرحد له لارې نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

د حماس د سياسي دفتر مرستيال په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې د غزې ولس د اسراييلي ښکېلاک له ظلمونو، کړاوونو او بمباريو نه ويريږي او صهيوني يهودي ښکېلاکګر د حماس د توغنديزو بريدونه له ويرې په سمڅو کې ژوند کوي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ حماس خپل نوي توغندي د ازموينې په موخه د بحر پر لور ازمويلي، مګر اسراييلي چارواکي وايي، چې د حماس نوي توغندي د اسراييلو سويل اسدود سيمه کې پرېوتي دي.

د ياد توغندي له ازمويلو وروسته اسراييلي جنګي الوتکو د غزې الرفح سرحدي سيمې ته څېرمه پر ولسي ځمکو او د حماس نظامي څانګې «القسام» پر مرکزونو بريدونه وکړل، مګر مرګ ژوبله يې نه ده پېښه کړې.

حماس وايي، چې اسراييلي ښکېلاکګر د دوی د توغنديزو بريدونو له امله په وېره کې دي او لکونو اسراييليان په سمڅو او پټو ځايونو کې ژوند کوي.

د يادونې وړ ده، چې غزه د فلسطين هغه سيمه ده، چې د حماس جهادي غورځنګ پرې واکمن دی او له جغرافيايي پلوه دوو خواوو ته يې اسراييل او يوې خوا ته يې بحر دی او يوازنی سرحد يې مصر سره دی، چې د مصري چارواکو له لوري د غزې د محصورو خلکو پر وړاندې تړلی دی.

پر غزه د اسراييلي ښکېلاک د بريدونو او بمباريو پر مهال دغه يوازنی سرحد د پخواني ديکتاتور حسني مبارک او اوسني رژيم له لوري تړل شوی وي ا و عربي رسنۍ دا هم وايي، چې مصري چارواکي په پټه او ښکاره د اسراييلو ملاتړ کوي.

بايد وويل شي، چې د دکتور محمد مرسي د واکمنۍ پر مهال د غزې سرحد د فلسطينيانو پر مخ پرانيستی و او د فلسطيني، ټپيانو، مهاجرينو او نورو اړو کسانو لپاره شپه ورځ خلاص و او له همدې امله اسراييلو د مصري پوځ پخوانی مشر فيلډ مارشال عبدالفتاح السيي د خپل منتخب ولسمشر پر ضد کودتا ته وهڅاو او د کوتا لپاره يې د هغه هر ډول ملاتړ وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x