fbpx

د امنیتي اندېښنو له امله د کورنیو چارو وزیر روزګان ته تللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۳۹۴): د روزګان د وروستيو نا امنيو په تړاو د کورنیو چارو وزارت وزیر نورالحق علومي نن د یو پلاوي په ملتيا دې ولايت ته سفر ورکړ.

نورالحق علومي، د لوی درستیز قدم شاه شهیم او ولسي جرګې غړو په ملتيا نن روزګان ته روان شو.

ویل کېږي چې نوموړی به د روزګان د وروستي بد امنیتي وضعيت په تړاو د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره له نږدې خبرې وکړي او هم به نوی امنیه قومندان معرفي کړي.

روزګان د پخواني قومندان مطیع الله خان له وژل کېدو وروسته تر اوسه پورې بې له امنیه قومندان څخه په ترينګلي امنیتي وضعيت کې راګير ولایت دی.

ویل کېږي علومي به جنرال ابدياني د روزګان د نوي امنیه قومندان په توګه معرفي کړي.

نوموړی په داسې حال کې د قومندان د معرفۍ او د دې ولایت د امنيتي حالت جاج اخیستو په موخه دې ولایت ته سفر کوي، چې تېره ورځ هم د روزګان ځايي مسوولینو په خاص روزګان کې د سنګر سیمې د اردو د ۳۷ کسیزې پوستې د تسلیمۍ خبر ورکړ.

د خاص روزګان ولسوال عبدالکريم کريمي وايي چې په دې ولسوالۍ کې نیمې میاشتې پرلپسې جګړې د دوی د عسکرو مورال ضعيف کړی او په خبره يې څوارلسو ورځو کې ورسره د ولایت له مرکزه هيڅ مرسته نه ده شوې.

په ورته توګه طالبانو د شالې ناوې په سیمه کې، دهراود ولسوالي او ګڼو نورو سیمو کې د پوستو د نیولو او عسکرو د وژلو خبرونه ورکړي دي.

پخپله علومي هم پرون – چهارشبنه – کابل کې يوې خبرې ناستې ته په ډاګه کړه چې مخالف وسله وال هره ورځ سلګونه بريدونه کوي، چې د ځينو يې مخه نیول کېږي او په ځينو کې هدف ته رسېږي.

علومي تر دې وړاندې د کندوز بد امنیتي وضعيت هم هغه ولايت ته په سفر مجبور کړ، خو د پوځي چارو د څارونکو په قول ورتګ يې په امنیتي وضعيت کوم مثبت اثر نه دی کړی.

تر اوسه روښانه نه ده چې د کورنیو چارو وزیر به څومره د روزګان ولایت نظامي مسوولینو ته د ډاډ وړ وګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د