د زندان کيسه

خالد حسن

څوارلس میاشتي مي پوره شوي،چې د صلیبیانو په پنجرو کې یوې بلي ته په نقلیدو تیري شوي؛په لومړیو دریو میاشتو کې خورا مسلسل تحقیقات روان ؤ،له دریو میاشتو تیریدلو وروسته دغه لړۍ ختمه شوه،له یو نفرې اطاقو څخه شل نفرې پنجرو ته را وستل شوم.
له نورو زنداني ملګرو سره د زندان شپې او ورځي تیروو،زما تحقیقات بند شول،ذهن مي ارامي پیدا کړه د قرآن کریم او کتاب په لټه کې شوم .
د قفس نور ملګري به يې کله نا کله تحقیقاتو ته بیول ، خو زما تحقیقات له یوې مخي ودریدل؛د بندیانو په نزد د تحقبقاتو بندیز له ځان سره ښه او بد دواړه امیدونه درلودل.
ښه خوا يې دا وه چې دوسیه یو لاس ده ، شناخت نه ده شوی،له شا د جاسوسانو راپورونه نشته.
بده يې دا وه چې دوسیه وزني ده ، د جاسوسانو لخوا مهم معرفي شوی يې،او…. ګوانتنامو ته د انتقال خطر ده.
له دې هر څه سره سره مهربان خدای په خپله فیصله دومره قانع کړې وو،چې ګواکي زندان نه بلکې له مشفقو استادانو ډکه مدرسه ده،چې په طبعې او غیر اختیاري ډول ارامتیا ور کې محسوسیږي.
د مين فلور (د شپاړس پنجرایز محبس نوم ده)په څوارلسم نمبر قفس کې ؤ،چې عسکر
زما نمبر واخیست،هلته به بندي ته په نمبر غږ کیده؛ور پاڅیدم چې په زوره چیغي مه وهه ملګري ویده دي،څه وايې؟
عسکر را ته کړه IR: آی آر د تحقیق لپاره کاریده ، ور سره روان شوم تحقیق خوني ته يې ورسولم،سترګي يې را خلاصي کړي په چوکۍ کيناستم ، محقق او ترجمان راغلل ډیر په ورین تندې يې خبري را سره شروع کړي.
د زندان د مشکلاتو په اړه يې وپوښتل څه مشکل خو نه لرئ؟
ما ور ته وویل: زندان خپله مشکلاتو مور ده ، چې زندان نه وي مشکلات به هم نه واي،بیا يې وویل دا څومره غټي عینکې د په سترګو دي دا خو ستا له انداز سره نه دي مناسبي زه به ډیري ښې سپکي عینکي درته جوړي کړم.ما ویل سمه ده خو له دغو سره هم په تکلیف نه یم. او ……….
باالأخره خپل مقصود ته را وګرځیده: ښه اوس ستا خپله قیصه وکړه چې څه دي کول او څنګه ولي و نیول شوي؟
ما د پخواني تحقیق په یاد ساتلو سره دم په قدم هغه قیصې ور ته را تازه کړي،چه ده له مخکې په دوسیه کې مطالعه کړي وي.
دی را ته وايې دا خو هاغه خبري دي چې ستا په دوسیه کې نورو مستنطقینو لا له وړاندي لیکلي دي،ماته رښتیا ووایه زه راغلم چې له تا سره کومک وکړم او تا خلاص کړم.
ما ویل ښه خبره ده دغه دوسیه لیږ په غور وګوره در ته جوته به شي چې ما ټول حقائق ویلي کومه بې بنیاده خبره پکې نشته.
محقق چې په دې پوه شو چې لوبه ناکامه شوه یو وار په غصه شو؛وايې ته په ښو نه پوهیږي زه تاته په خاص ډول راغلم،ستا دوسیه او تصویر مي ولیده ډیر زړه مې درباندي وسوځیده خو زه خبر نه وم چې ته ډیر ناپوه يې.
دوسیه يې له دیوال سره وویشته انسانیت يې پریښود حیوانیت ته يې مخه کړه کوکي بغاري يې شروع کړي چوکۍ يې یو له بل سره وویشتي بده ورځ يې شروع کړه.
بیر ته راغی را ته وايې ته لمونځ هم کوي قرآن هم وايې خو موږ ته رښتیا نه وايې؛نو تاته يې څه ګټه وکړه.
د قیامت په ورځ به دي له ګریوانه ونیسم د خدای حضور ته به دي ودروم او در ته وبه وایم چې ما خلاصولي خو تا په ځان رحم نه کاوه.
چې ځان يې ښه ستړی کړ بیا را ته وايې چې دومره در ته وغږیدم ښې خبرې او نصیحت مي در ته وکړ یوه نوي خبر را ته وکړه.
ما چې په ذهن کې لا له وړاندې ډیر څه د جوابونو لپاره ذخیره کړي ؤ خو تبرکاً مي هغه د عمر مختار خبره ورته وکړه.
ما ویل ما ته خپل دین مه را ښیه زه له کوره په زندان کې خوشحال یم.
دا خبره نه وه سم په زهرو لړلي خنجر ګوزار ؤ،سمدستي ورباندې پوه شو،وايې ښه دعمرمختار شاګرده په زندان کې به دي ږیره سپینه شي ، ته به دلته يې زه پنځوس کاله وروسته راځم …
***
نه پوهیږم چې تر څه مي ولیکله.

تبصرې (1)

  • ما شاءالله ډیره جالبه او تاریخي کیسه ده دغسې خاطرې د فیسبوک په ځای باید په پاڼو کې خوندي شي ځکه په فیسبوک باور نشته او همیشه له ډیلیټ سره مخامخ وي او پاڼې خوندي ارشیف لري