نظم – عمري

محمد علي عمري

هغه ږغ اوري هرځای په هرمکان کې
آن دننه په زړګي دهرانسان کې

له هرځای څخه نیولې ترهرځایه
د ده علم باندې شته دئ په هرآن کې

د قدرت لاس یې هرځای ته رسېدلئ
سترخالق دئ باچهي یه په جهان کې

اې زاهده په خلوت یې لټون مه کړه
هغه شتون لري دننه ستاپه ځان کې

هغه هرچاته ږغیږي په آسانه
ږغېدل یې سرترپایه په قرآن کې

کوم ایمان چي له حسد کرکې خالي وي
د ده نورځلیږي هغه پاک ایمان کې

پرنړۍ چي دتیارې پلو راخورکړي
سترګي ښځي کړه په ستورو او اسمان کې

خوکوم وخت چي لمرته ووایي راخېژه
مرغان هرخواته چوڼیږي په څه شان کې

چي هېرکړئ چا خالق داسمانونو
وي سرکوزئ به دژوند په هرمیدان کې

لاس کړه پورته عمری هغه دې ویني
ګوره ګوره پاته نشې په ګومان کې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د