نظــر

دبې بنیاده سرمایي، بې قانونه لیږد، د عامه شتمنیو لوټول دي !!!

money-bagفلسفي بحث// مارچ ۲۰۱۲
ټول مادي خلقتونه او مادي نعمات دالا هي مقضي ارادې له مخې یو تر بله سره په متناسب او مکفي اندازه او پېمانه د هر چا د ضرورت ،خصوصیاتو او غوښتنو سره سم د معقولې او منطقي استفادې لپاره وجود لري او د اشخاصو ، ټولنو او حکومتونو بې ځایه او نامعقول تصرف ، بُخل او اسراف په کې ناروا او په هر څه خېټه اچول قاروني بد صفت ګڼل شوې اوپه بده سترګه ورته کتل شوې دې .

مادي نعمات د الاهي غني پېرزوینې ،عام خلقتي ضرورتونواو ټولنیز تولید او شتمنۍ په توګه ،هېڅکله خصوصي تعلقات او ملکیت نه شي منلې او نه دچا دحرص له مخې په هر څه خېټه اچولو ته ،نه ځای شته ، نه دلیل او نه ضرورت ،ځکه چې خدایي غني نعمات او پېرزوینه خلقت شموله ، لا یتناهي او پای نه لري او ځکه خو خصوصي ملکیت او تعلقات هم نه مني او نه ورته ضرورت لیدل کیږي . خدایي نعمات باید د خدا یي عدل ،انصاف او پېرزوینې له مخې په ټولو مخلوقاتو مساویانه او متناسب ووېشل شي او کله ،چې دغه زېرمې خصوصي تعلقات پېدا کوي ،په وېش کې یي ، هېڅکله الاهي عدل ، انصاف او پېرزوینه نه شي مراعات کېدلي او العیاذ با لله الاهي صفات او الاهي رحم وکرم ، دانساني حرص ،بې پېرزوینې ،تنګنظرۍ او حسادت تابع ګرځي اوخورا بد انسانان به د الاهي قایم مقام په حېث د ټول بشریت او مخلوقاتو سر نوشت ټاکي . حال داچې ددې جهان ټول خلقتونه او مادي نعمات د الاهي لوی علم له مخې متقابلا ً او مستلزما ً مکفي پېدا شوي او یواځې دالله د لوی علم او مقضي ارادي امکاناتو او عامه پېرزوینې په وسعت نظرسره ،کېدلې شي بشریت ته د هر اړخیز ذهني او جسمي پرمختیا او تکامل خټه برابره شي او دالاهي پېرزوینې او لایتناهي امکاناتو په بنیاد لا اقل د انساني مقدراتو په کچه بلا تشبیه دخپلې خوښې جنت نما دنیاګۍ جوړه شي .انساني مقدرات که فردي دي او که ټولنیز خورا محدوددي او په هېڅ وجهه او ټولو نهایي امکاناتو سره هم هېڅکله د الاهي مقضي ارادې او علم جوګه نه شي ګڼل کېدلې او نه بشري علم پوهه او درک دلوی جهان او حتا زمونږ د کوچنۍ نړۍ د ټولو خلقتونو په قانونمندیو محاط ګڼل کېدې شي او نه یي د افادې قابلیت لرلې شي . نو ځکه مونږ په قاطعیت سره ویلې شو ،الاهي خلقتونه چې د الاهي لوی علم د قانونمندیو له مخې قانونمند پېدادي ، نه یواځې انساني ،بلکه د ټولو الاهي مخلوقاتو عامه شتمني ده او هېڅکله خصوصي ملکیت اوتعلقات په ځان نه شي منلې .دا لوی جهان ، ټول خلقتونه او مادي نعمات الاهي پېرزوینه ،رحم اوکرم اود عامه بشري شتمنۍ په حېث یواځې په ټول بشریت پورې اړه لري . په دې جهان کې ځمکه ، اوبه ،هوا ،نبات ، حیوان ، انسان او نور موجودات او حتا د نبات یوه کوچنۍ پاڼه هم ، چې دالاهي علم له مخې قانونمند پېدادي ، یواځې د همدغه الاهي علم له مخې متناسب او متوازن قانونمند بدلون او تکامل موندلې شي .انساني مداخلې ،چې د بې شمېره نیمګړتیاوو ، تحریفاتو ، ځان غوښتنو ، حرص او شخصي نفساني خواهشاتو او غوښتنو څخه متأثرې دي ،د خلقتونو او موجوداتو د پېدایښت پایښت او تکامل تناسب او توازن به له منځه وړي او طبعاً به د موادو په کمي او کېفي ترکیب کې تناقصات او تناقضات رامنځته کیږي . نو دغه حریص او خورا بد انسانان چې په زرونو او ملیونونو انسانان یي دهغوۍ د شتمنیو د غصب په خاطر وژلي او په راتلونکي کې به لا نور هم قوت پېدا کوي،که چېرې د الاهي نظام تکویني او تکاملي پروسې د هغوۍ د حرص او نفسي غوښتنو څخه متأثرې کیږي ، څه ډول به د
۲
الاهي عدل ،انصاف او عامه پېرزوینې څخه ، چې دالاهي رحم وکرم مظاهرګڼل کیږي ، نماینده ګي وکړي ؟ شک نه شته ، هغه شتمنۍ چې دانساني فهم ،درک او مقدراتو په امکاناتو سره ، د ځانګړي زیار او زحمت محصول دې ، دشخصي ملکیت په حېث د هر ډول تعرص او تیري څخه مصئون اومبرا دي او شخصي تصرف په کې جایز ګڼل کیږي .
خصوصي سرمایه هېڅکله حقیقي او رښتینې ارزش نه وو او نه کله اشخاصو دغه ډول بې حسابه تورې سرمایي په رښتینولۍ او صداقت تر لاسه کړې شوې دي . هره ذخیره شوې سر مایه په حقیقت کې ،تل د ناروا پدیدي په حېث ،په ناروا د ناروا مقاصدو او اهدافو لپاره په کار اچول شوې او د راتلونکي لپاره یي هم پلانونه لا ډېر غیر انساني او وحشیانه بریښي . ډېر خلک داسې فکر کوي ، چې ګوندې سرمایه د ژوند د بقاء او
خوشبختۍ وسیله ده . په همدې دلیل ځیني کسان هڅه کوي په اصطلاح دخپل ژوندبقاء او خوشبختي د ملیونو انسانانودډلئیزو وژنو اود شتمنیود غصبولو په واسطه تضمین کړي، او دا اصل په پام کې نه نیسي ، چې ټول انسانان د خپل چاپریال په ساتنه او استفاده کې یو شان حقوق ، وجایب او مسئولیتونه لري او سرمایه نه یواځې چا ته د ژوند او خوشبختۍ ضامن نه شي ګرځېدلې ، بلکه اکثر وخت دانسانانو د مرګ عامل او سبب هم ګرځي . دمخه مونږ دا خبره هم وکړه ، همغسې چې داجهان متقابلاً او مستلزما ً مکفي پېدا دې ، د ذرې په اندازه په خپل جوړښت کې زیاتوالې او کموالې هم نه شي منلې ، یعنې هر انسان او هر بل مخلوق نه کم او نه زیات د خپلو مقدراتو په اندازه د استفادې وړ چاپېریال او دنعماتو زیر مې لري او د ذرې په اندازه د خېر و شر اجنبي تصرف او تجاوز په کې جایز نه ګڼل کیږي .په دې خاطر د نورو د حقوقو د غصبولو په بې بنیاده بهانه خپل راتلونکې ژوند او خوشبختي تضمینول ، دنورو مخلوقاتو د ټولو حقوقو د غصبولو او لوټولو په معنا دي . هره ذخیره د خپلو مقدراتو په هغه ابعادو کې جایز ده ، تر کومه ځایه ، چې د بل په حقوقو تعرض نه وي شوې ،حال داچې دوۍ دنورود ټولو حقوق غصبولو په خاطر د ملیونو انسانانو ژوندهم ورڅخه اخلي . اصلي پوښتنه داده ، په کوم حق او دلیل دوۍ دغه ناروا او غېر نساني اعمال سرته رسوي ؟ دوۍ دي ،چې په زرونو او لسګونه زره کیلو متره لیرې د ځانونو لپاره د امن ساحې غواړي ،دوۍ دي ،چې په غلا او جبر پردۍ شتمنۍورڅخه اخلي ،دوۍ دي ،چې هېڅ ډول بېن المللې منل شوو او د دوۍ له خوا وضع شوو قوانینو ته غاړه نه ږدي . ایا یواځې انسان او با لخصوص دغه څو کسان دي ، چې ددغه ډول نورو موجوداتو په نسبت زیات امکانات او وسایل په واک کې لري ،نه یواځې خپل ځان او هغه هم نه د لنډې مودې لپاره، بلکه خپل ټول کهول او ټبر د ټول عمر لپاره بایدبیمه کړي او حق لري ،زرګونه کېلومتره لیرې پردۍ سیمي او ملکونه ، د خپل امن دساحو او یا نورو رنګارنګ نومونو په پلمه په خپل واک کې وساتي او حتا د همغه ملکونو په ځمکني او هوایي تګ او راتګ باندې قطعي بندېزونه ولګوي او یا لا اقل په خپل واک کې یي وساتي . دا خبره همغې ته ورته ده ،چې هوسۍ د زمري څخه لر په سیند کې اوبه څښلې ، زمري ورته ویلي وو ، څله ماته اوبه خړوې او په دې بهانه یي پرې حمله کړې وه .
دافغانانو اولادونه که که په شپو شپو هم نهار ویده شي نژدې ګاونډې یي پرې نه خبریږي ،خو شته او دولت ددې لپاره غواړي ،چې دېره او حجره وچلوي او پراخه موړ دسترخوان ولري . افغانان اولادونه ، څاروي او پټې یو شان او په یوه نامه مال بولي او پرته له تفکیک څخه یي یو شان د وطن او ناموس دساتنې په لار کې قربانوي .
رحمان با با وایي :
ددلبرو صدقې لره یي غواړم *** داسې نه ،چې په دولت پسې زهیر یم
قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دې ***پټ ددرست جهان پاچا ظاهر ګدا یم

۳
خوشال با با وایي :
چې یي ته په خېټه وخورې حبطه شي *** د مجلس سره چې خوړ شي خوان هغه

خود سرمایي د لیونیانو سترګې رښتیا هم ،چې قناعت نه شي لرلې یواځې دګور خاورې مړولې شي .
بشري ټولنو ،چې په لومړیو وختونوکې یو له بله جدا ، د ځانګړو کورنیو په بڼه وجود درلود ، مال ، دولت او تولید یي شریک او د نعماتو ویش ، دکورنیو د غړو تر منځ مساویانه ، عادلانه او منصفانه وو . خو دا چې د نفوسو زیاتوالې او د علم ،تخنیک او دکار دتخنیکي وسایلو پرمختګ متوازن او متناسب نه وو ، نو دخوراکي موادو د کموالي او یا نشتوالې په نسبت پخپله د لویوکورنیو د غړو او یا د ګاونډیو لویو کورنیو او طایفو تر منځ د حسادتونو او دښمنیو له مخې ذات البېني شخړې او جنګونه منځته راغلل ، زورورو د کمزوروجایدادونه غصب او د کورنیو غړي یي غلامان او په جبري شاقه کارونو وګمارل . له همدغه مرحلې څخه د بادار او غلام ، فیو دال او دهقان ، سرمایدار او کار ګر او یا په کل کې د دارا او نادار نظامونه او طبقات په دښمنانه تقابل کې جوړ شول . د سرمایداري نظام دنسبي پرمختګ سره په ټولنه کې د عادلانه مناسباتو د ټینګېدو لپاره لازمي او کافي شرایطو وجود درلوداو ممکنه وه د عادلانه نظامونو بنیادونه په عادلانه مناسباتو سره وتړل شي .د علم ،تخنیک او صنعت کافي پرمختګ ددې جوګه وو، چې د بشري ټولنې د ضرورت وړ کافي مواد تولید او په همدغه بنیاد په ټولنه کې منصفانه قانوني ــ حقوقي سولئیز مناسبات ټینګ او دعادلانه تولید او ویش نظام ، په پښو ودروي او په بشري ټولنه کې د جنګونو له وقوع څخه د تل لپاره مخنیوې وکړي . خو د هغه چا،چې د سرمایي په ګوړه خوله خوږه شوې وه ، دسرمایداري حکومتونو سره په تباني کې دهر ډول زور او صلاحیت څخه هم برخورداره وو ، نه یي غوښتل د زور او صلاحیت له موقف څخه راښکته شي ، خصوصا ً ، هغه وخت چې اروپایي سرمایداري هیوادونو امریکا ،اسیا ،افریقا او لاتین امریکایي ملکونه دخپل حاکمیت لاندې راوستل ،ټولې شتمنۍیي ترې غصب او هغه څه چې د انتقال وړ وو ،خپلو ملکونو ته انتقال اود ټولې نړۍ بشري قوه غلامانه د دوۍ په خدمت کې وګمارل شوه ، چا به له دغه موقف څخه راښکته او چا به عدل او انصاف ته مجبوره کړي وای ؟ دوۍ په هر ډول خود خواهانه او خاینانه
بدعتونو ،چې له لاسه یي پوره وو،صرفه نه کوله او هغه څه چې دوۍ تصاحب کړي وو ، خپله شخصي شتمني ګڼله . حال داچې عامه لاسته راوړنې عامه شتمنۍ او شریک ټولنیزجایداد ګڼل کېږي او دوۍ ،چې په دغه مال او شتمنۍ په نارواخېټه اچولې وه، په کبیره او صغیره ګناهونومحکوم او د جزا سزاوار د ي .
همغسې چې په افغانستان کې د وروستیو پېښو جنګي جانیان ،د بشر د حقوقو ناقضین او « بېګناه مجرمان »،
ددې په خاطر چې محاکمه نه شي ، واک پرېښودلو ته نه حاضریږي او په همدغه خاطر خپل ناروا حاکمیت د ناروا نا مقدس اتحاد په قوت ساتل غواړي او له خپل یابو څخه د ښکته کېدو نه دي ، نړیواله سرمایداري مافیا هم په هېڅ قیمت حاضره نه ده خپلې غصب کړې سرمایي او ناروا حاکمیت له لاسه ورکړي .
دمخه مونږ وویل ،چې مادي نعمات الاهي رحم وکرم او دټولو لپاره یوشان ټولنیزه شتمني ده او خصوصي ملکیت او واک هېڅکله پر ځان نه شي منلې او باید د ټولنې د مختلفو طبقو ،قشرونو ، ډلو ټپلو او افرادو تر منځ عادلانه ، منصفانه او په متناسب ډول ووېشل شي . دسرمایي لېونیان برعلاوه ددې چې دغه ډول شرایطو ته غاړه نه ږدې او دکار دشرایطو د اسانتیا ، دکار د وخت د کموالې ، د کار داجورې د زیاتوالې او نورو
۴
امتیازاتو کې بهبود نه راولي ، برخلاف د استثمار زولنې او شرایط ورځ په ورځ درنیږي او په اصطلاح مفت خواره باید په رنځ، درد او ولږه سره د مرګ تر سلګۍ هغه وګالي ، حال دا، چې اصلي مفت خواره او پارازیت خو همدوی دي ، چې د استثمار کچه او دفقر او مړښت تر منځ تناسب یي هر کال حد اقل د اعشاري ارقامو په تناسب لوړیږي . د پیام افغان تلویزون د مړښت او فقر تناسب څه موده دمخه دا ډول اعلان کړې وو : په ۱۸۳۰م کال کې ۳: ۱ ، په ۱۹۵۰م کال کې ۳۰ :۱ ¸ په ۲۰۰۰ م کال ۷۵ : ۱ او په راتلونکي کې دغه تناسب یواځې ۱۰۰۰ : مرګ جوړېدلې شي .
محترم لوستونکي نننۍ اقتصادي بحراني وضعه او شرایط پخپله تخمینولې شي ،چې څه ډول د بې شمېره مالیو ، بیمو او ډول ډول نورو لارو چارو په وسیله یي ترې یوه مړۍ ډوډۍ اواوبه خو اخیستي دي او هغه ورځ هم لیرې نه ده ،چې دهوا د تنفس په خاطر یي مرۍ هم ور وتړي . زه داروپا او امریکا خلک یادوم ،چې په اصطلاح په خپل عالي شعور ،پوهه ، دموکراسۍ او ډول ډول نورومتقابلو برابرو بشري سوسیال دموکراتیکو حقوقو او وجایبو سره په دغه ډول مضیقه کې شپې ورځې تېروي او لکه د مسمریسم شوو موږکانو غوندې د مار د ګوزار انتظار باسي .
ما دمخه په دې باره کې هم ډېر بحثونه کړي ، چې په دې جها ن « ا ُنیورسیوم » کې خو لاڅه ،چې زمونږ په دې کوچنۍ نړۍ کې هم د هېڅ شي کمبودي نه شته ، دمخه مې هم دالاهي رحم وکرم او عامه پېرزوینې او وفور دنعماتو یادونه وکړه ، رښتیا هم ،چې په دې نړۍ کې د هېڅ ډول نعماتو کمبودي وجود نه لري ، کمبودي اصلا ً ددوۍ په ذهن ، ددوۍ په وجدان ، ددوۍ په قضاوت ،ددوۍ په اخلاقو ، تربیه ، . . . ، چې نه شي زغملې خپل حق حقدار ته وسپاري او حقدار هم تورې بلا وهلي ،او خپل حق نه شي غوښتلې .
د سرمایولېونیان ټول ارزشونه د خپلو ناچله پېسو په ارزش ارزوي او په دې نه پوهیږي ، چې هر ارزش لکه مینه ، محبت ، شرف،عزت ،آبرو ،وجدان ،وطن ، ناموس ، پت ، حیا ،علم ،پوهه او ډیر نور ارزشونه ، نه په پېسو خرڅېدلې او نه اخستل کېدلې شي . ارزشونه کېدې شي یواځې په بالمثل ارز ش بدل شي . څه موده پخوا یوه امریکایي ملیونر د تلویزیون له لارې اعلان کړ ې وو، چې که هغه ته څوک خپله ښځه ولیږي ، دې به یو ملیون ډالر ورکړي . د سل زره څخه زیات کسان حاضر شوي وو ،چې دغه شرط ومني . حال داچې په افغانستان کې د ناموس د پت او عزت د ساتلو په خاطر خلک خپل سرونه قربانوي . لکن په غرب کې ټول ارزشونه دپېسو په خاطر بې ارزشه او قربانیږي .ژوند د همدغه ارزشونو په خاطر ارزش لري او نه یواځې باشعوره انسان ،حتا حیوانات ، پرنده ګان ، خزندې او نور موجودات دډېرو ارزشونو په ارزش د پلرنۍ ، مورنۍ، سیمي او خپلوۍد میني او محبت احساس لري او دخپل ټاټوبي څخه دفاع کوي . د همدغه ډول ژور احساس ، میني او محبت لرونکي متعهد انسانان دي ،چې تر اخریني سلګۍ او اخرین څاڅکي د ویني پورې د دفاع په سنګر کې پاتیږي او په رښتینولۍ سره د ټولو تعهداتو څخه دفاع کوي .هغه کسان ،چې د پېسو په مقابل کې ، چې د ژوند وسیله ده ، د وطن دفاع کوي ، کله چې ژوند په خطر کې واقع کیږي ، پېسي بیا ارزش نه لري او دا ډول کسان حتما ً خپل سنګرونه خوشې کوي . په افغانستان کې تر نن ورځې پورې دستور دادې ، چې هر څوک د خپل سنګر په څنګ کې خپل قبر هم کني او یو دبل له غېرت څخه هم خپل سنګر نه پرېږدي او مونږ عملا ً ددې شاهد یو ، یو کم تعداد افغانان چې د ټولې نړۍ د سترو قوتونو په مقابل کې جنګیږي ، خارجي قوتونو ونه شو کولې دهغوۍ مقاومت مات کړي او اوس وتلو ته مجبور شويدي .په غربي نړۍ کې ، څرنګه چې ټول ارزشونه د پېسو په مقابل کې خرڅیږي او اخستل کیږي ، نو هغه کسان ،چې د پېسو د پېداکولو په خاطر په وظیفي ، مقام ، چوکۍ پسې ګرځي ، حاضر دې له خپل هرډول ارزش څخه ددغه مقام ،وظیفې او چوکۍ په مقابل کې تېر او

۵
هره پستي عملا ً په خپل ځان تجربه کړي او حتا خپل ملي ، وطني او اولسي ارزشونه د پېسو په بدل کې خرڅ کړي .دوۍ حتا ، ددې په خاطر ،چې یوه مقام ته د کاندیدو په وخت کې د رایو اکثریت وګټي ، دانساني اخلاقو
او کراماتو څخه ،چې حیوانات هم پرې شرمیږي ، یعنې هوموسکسوالییز م څخه هم ډډه نه کوي . دوۍ ،چې د پېسو دپېداکولو په خاطر په داسې بې ننګۍ سره مقام او وظیفه تر لاسه کوي ، په کوم ننګ به ملي ، وطني او اولسي ننګ، عزت او شرافت وساتي ؟
پخوا په افغاني ټولنه کې دغه ډول بې ننګه کسان هېڅکله نه په سترګو کېدل او یواځې کله نا کله په کوم لېوني کس به د جاسوس او مخبر شک کېده ، خو دنړیوالو قوتونو په راتګ سره ، دجمهوري ریاست له دفتر څخه نیولې تر وزارتونو ،پارلمان او بل هردفتر کې د جاسوسانو او خاینانو دټېل ناټېل په سبب عبور ومرور مشکل شوېدې او هر څوک دپارلما ن د ترېبیون او همداسې دخپل اداري مقام له موقف څخه ، دنورو هیوادونو په جاسوسي ارګانونو پورې د تړلتیا او پټ او ښکاره کومکونو په ترلاسه کولو د جمعي رسنیو له لارې په بې شرمانه جرئت سره اعترافونه کوي . نن هغه وخت هم نه دې رارسېدلې او عېني او ذهني شرایط د پوخوالي هغه کچې ته نه دي رسېدلي ،چې ددې نړۍ نژدې ۲۰۰ لوی اووړو هیوادونوننني غیر مجانس او غیر عادلانه مېخانیکي تجمع څخه یو عادلانه او منصفانه انتر ناسیونالیزم ،فدرالیزم او یا سراسري نړیوال واحد حکومت او دولت جوړ شي . طبعاً ددغه نړیوال ارګانیک انتګرېشن او اداري ،قانوني، حقوقوي او اقتصادي ګلوبالایزېشن د قوام او عادلانه منصفانه نظام د جوړښت او خصوصاً انساني ذهني امادګۍ لپاره لا لوی زماني بعد په مخکې پروت دې .
تیر تاریخ هم ددې شاهد دې ،چې دوۍ د خپلو سرمایو د تجمع په خاطر له هېڅ ډول انساني ،حیواني او ډول ډول نورو موجوداتو د نسل کشۍ ،قتل عام او تباهۍ څخه ډډه نه ده کړې او دغوښې ،هډوکي ،پوټکي ،وړۍ اوپه نورو بهانو او پلمو سره یي له منځه وړې او نن یي د نسلونو د بقااو وراثت دتسلسل دتړلو په خاطرنښې نښانې نه په سترګو کیږي . همدوی دي ،چې د بې مفهومه سرمایو د تجمع په خاطر یي د بشري ټولنو تر منځ همېشنې انتاګونیزم او دښمنانه تقابل رامنځته کړې او ورور دورور او پلار د ځوې په مقابل کې یي په نه پخلاکېدونکي تضادونو کې سره کښېنولي دي .
همدا نن د نړۍ نیم نفوس د ډیر مړښت او نیم نور له ډېرې ولږې او په کل کې ټول ددغه تضادونو او دښمنیو قرباني دي، رنځ او دردونه ګالي او مري اوهمدا بېګاه شپه ( ۹ دمارچ ،۲۰۱۲ م کال )د افریقې له یوې سیمي څخه د ۹ ملیونو انسانانو د تورو هډوکو یو ګدام ، چې غني ملکونه لري ، د مرګ په حال یو دبل له پاسه پراته وو او خپلې اخري سلګۍ ته یي انتظار ګاږه ، وښوده او پرته له دې چې کوم چا پرې د خپلې برترۍ نمایش جوړ کړې اوسي او یا بل چا دنیاوالوته د زړه سوې پرلپسې کومه بله احساساتي صحنه ترسیم کړې وي ، د بې احساسو په دې بدرنګه نړۍ کې ، نوره څه ګټه لرلې شي؟.
هو ! یواځې ټولنیز عدالت او انصاف او شعوري منطقي کړه وړه ،د ۲۱ پېړۍ په دې هر اړخیزه امکاناتو سره ، مظلوم انسان ته نجات ور کولې شي او په نړیواله کچه د سولئیز ګډ ژوند دشرایطو د برابرېدو ضامن کېدلې شي . زه نه پوهیږم ، ددغه عالي انساني ارمان د سرته رسېدو په لار کې کوم مانع وجود لري،چې هم عام مشکل حل شي او هم هر سړې په دغه نظام کې دشخصیت ، صلاحیت او مسئولیت خاوند او دټولو لپاره دیوه با
صلاحیته او با کفایته منلي نظام او حاکمیت لاندې د عامه خېر ښېګڼو په خاطر صادقانه کار وکړي او په مشترک تفاهم ، تعاون او مکلفیت سره ټولې چارې سرته ورسوي ، او ټول انسانان یو تر بله سره د ورورۍ ، دوستۍ او خواخوږۍ احساس او پېزوینه ولري .

۶
مونږ دا منلي شو ،چې : ۱) هر هیواد او اولس دې د خپل لویوالي او کوچنیوالي او استعدادونو په تناسب حقوق ، وجایب او مسئولیتونه ولري ؛ ۲ ) دهر چا د استفادې کچه ، کمیت او کېفیت هم دهرچا دمقدراتو ، پوهې او استعداد په تناسب فرق ولرلې شي ؛۳ ) همغسې چې هر څوک د کار او زیار حق لري ،مناسب خوراک او څښاک هم الاهي پېرزوینه ده او د هر چا د ضرورت په اندازه یي هر انسان مستحق ګڼل کېږي ؛۴ )هر امتیاز
هر چاته ، یواځې د ټولیزو ښېګڼو او احسان په بدل کې په ټولیزه اراده سره ورکول کېدلې شي ؛۵ ) ځانګړي امتیازات په ځانګړي ډول ،هیچاته د هیچا له خوا ، د منلو وړ نه دي ؛۶ )هېڅوک حق نه لري ځان ته د انسان او
نورو ته د حیوان په ستر ګه وګوري اوپه شاقه خدمت او بیګار دې مکلف او مؤظف و ګڼي .
زه په هغه لارو چارو ،چې دوۍ پرې تر اوسه پورې په ناروا خپلې سرمایي ډېرې کړي او ساتلې دي ،بحث نه کوم ، ځکه دغه ظلمونه او ناروا کومه پټه خبره نه ده ،خو د سرمایو دغه لېونیانو ته حتما ًدا ویل غواړم ،چې د نن ورځې شرایط د پرون په څېر نه دي او نه دنن ورځې انسان د پرون ورځې په شرایطو ژوند کول منلې شي
.ارتباطي او اطلاعاتي وسایلو او وسایطو ، اولسونه ډېر سره نژدې او په مساوي موقف کې درولي او تضادونو او مخالفتونو د هرې ټولنې دننه په تارو پودکې قوام پېدا کړې او دهرې کورنۍ د دروازې تر شا په لومړۍ درجه احضاراتو سره انتظار باسي اوهره ټولنه به لکه د هالېند دهیواد په څېر د مدوجزر په یوه څپه د اوبو لاندې کیږي اواوسنې نړیوال غېر عادلانه نظم به هم همزمان لحظوي تعادل پېداکوي .ددغه زلزلې د اپي سنټر (مرکز) تشخیص به هم مشکل وي ، فکر کوم نور د بې مفهومه سرمایومتمر کزه ډېرولو او ساتلو لپاره نه فرصت شته او نه ضرو رت . دا عامه لاسته راوړنه ده اودهرچا دکار د استعداد په تناسب باید عام تعلق او مناسبت پېدا کړي . که انساني استعدادونه ددې جوګه وې ،د همدغه سرمایداري نظام په نسبي پرمختیا سره به دغه مشکل الاهي قانونمندیو ته په مراجعه سره حل شوې وای . زیات ګمان او عقیده په دې ده ،چې انسان دتل لپاره د خپل نفس د حرص او لویي غوښتنې د تر نګړ بندیوان پاتې شي ،ځکه د الاهي قوانینو عام ارګانیک انتګرالي تداخلي پوهه او درک هم اسان کار نه دې ، تر ټولو اسانه لار ماته دا ښکار ي ،چې بشریت الاهي رضا او قضا ، الاهي احکامو ، اوامرو ،هدایاتو او عدل او انصاف ته مراجعه وکړي .
موجوده حقایق او واقعیتونه ددې ګواه دي ، چې سرمایداري نړۍ حاضره نه ده د سرمایداري نظام عمده تضادونو ته د حل لار ولټوي . هغوۍ تل هڅه کوي د خپل حاکمیت دبقاءپه خاطر دهېڅ ډول خاینانه او وحشیانه دسیسو څخه هم ډډه ونه کړي . په دې وروستیو کې دوۍ هڅه کوي بشري تاریخي تکاملي بهیر په ټپه ودروي اویا په خپله خوښه هغې ته تغیر ورکړي ، په دواړو حالاتو کې دا به په اصطلاح دتاریخي جبر ، خوزما په آند د الاهي مقضي ارادې او قضایي جبر په مقابل کې د جاهلانه او کورکورانه بغاوت کولو په معناوي . دوۍ په حقایقو باندې د سترګو پټولو په خاطر تل علمي تیورۍ او قانونمندۍ تحریفوي، خو دا کرت یي نه بخښونکي بدعت ته ملا تړلې او هغه داچې غواړي په خپلو کاذبو مهارتونو او صلاحیتونوسره لومړې ، سرمایداري نظام د بنیادي مادي ارزشونو ، یعنې کارګري دوران جوړوونکې طبقې او متوازن علمي تخنيکي پرمختګ څخه بې نیازه او بې محتوااو وروسته د انحصاري تولیدي پروسې ،سراسري نړیوالو او موضیعي جنګونو او دتورو بې بنیاده سرمایو د اکسپورت له لارې ټول نړیوال د بې شمېره ډول ډول بحرانو نو له لارې په خپل کنترول او بېرحمانه جبري قیوداتو کې وساتي .
دوۍ دخپلو ګټود حراست او دنورو د شتمنیو د غصب په خاطرد هر ډول دسایسو او لاروچارو څخه لکه د نورو کسانو په تجارتي مالونو تعزیرات لګول ، بانکي حسابونه کنګل کول او خپل مالونه د ازاد بازار د شرایطو په بهانه ،زور ،جبر او نېرنګونو سره له ګمرکي محصولاتو بچ کول اونور دا ډول مسایل ددوۍ لپاره معموله او
۷
عادي خبره ده ، چې دامریکا او چین تر منځ مخالفتونه په همدغه مسایلو همېشه دوام لري او وردزبان مسئله ګڼل کیږي .حال داچې دا ډول انساني بدعتونه په ملي او بېن المللي مناسباتو ، قوانینو ،اصولو او مقرراتو کې نړیوال نظم له منځه وړي او په مقابل کې یي جبران او کفاره لازمي او حتمي شرط ګڼل کیږي . خو له بده مرغه دغه جبران او کفارې ته نه څوک مجبور کړې شوي او نه چا ورته غاړه ایښي ده ، بلکه ددغه عملونو عاملینو تل هڅه کړې دخپلو صغیره ګناهونو کفارې په کبیره ګناهونو سره په اصطلاح تلا في او جبیره او دپخوا په څېرپه خپل تجاهل العارفانه جهالت سره خپلو نارواوو او خیانتونو ته لا په لوړهندسي پارابولیک تصاعد سره ، دخپل حرص او نفس د بندیوان په څېر ، جبراً د زوال د عطف د ګړنګ په لور ځغلي . دوۍ خپله اراده ، عقل ، فهم ،درک ،شعور ،حواس او نور هرڅه له لاسه ورکړي ، په حقه د حوادثو په جال کې ګروګان پاتې دي او په دغه متلاطم طوفاني سمندرکې «که هرڅو دوۍ غواړي ګرګه پریږدي ، اوس ګرګه د دوۍ د خوشې کولو نیت نه لري »او حتما ًبه یي د نابودۍ د تامبېړ «صخره» سره تمبوي .
نن چې کومې عظیمي تورې سرمایي راټولې شوي او په ټوله نړۍ کې یي ناوړه تکاثف ،عطالت او بې عدالتي را منځته کړې ،ټول ددغه نظام د بې شمېره قانون شکنیو،نارواوو ،بې قانونیو ،چور ،چپاول ،غلا اوداسې نوروغیر انساني اعمالو ،چې قلم یي له لیکلو څخه عاجز دې ، محصله ده او اوس ،چې دوۍ کال په کال غواړي دغه عظیمي سرمایي دوه او درې چنده زیاتې کړي،دسلیم عقل خاوندان ددغه محاسبو سنجش او ارزونه کولې شي ،چې څومره نور شنیع او غیرانساني اعمال باید تر سره کړي ،.
نن ټولې ناروا سرمایي ، ناروا سرمایداري حکومتونه ،سرمایداري اردو ،پولیس او دبې امنیتۍ ادارې او په کل کې ټول سرمایداري نظام په تنګاتنګ متقابل تباني کې یواځې د ځان ساتنې په څوکیدارۍ کې ولاړ ، خو په حقیقت کې په خپل منځ کې هم لکه د سپي او فقیر یوتر بله د سترګو په کسو کې تر نظر لاندې ساتي،چې که سپي موقع پېداکړه حتما ً به د فقیر کند ( پېوندي تن پټې )ته خوله اچوي او که فقیر موقع پېداکړې وه حتمآ ً به خپل ډانګ د سپي په سر واروي او هغه وخت چې د پلار او زوي د دوئیل (تن په تن جګړه ) پایلې معلومیږي ،د سرمایي نامقدس ائتلاف به د دوئیل مېدان ته راووځي او لکه د ګور د چینجو په څېربه یو بل سره خوري . حال داچې دا جهان ابدي دې ، الاهي نعمتونه او پېرزوینې ابدي دي او د امکاناتو او مقدراتو د پرمختیا او پراختیا په تناسب به لا کثرت او تنوع پېداکوي . نه حرص ته ضرورت شته او نه خساست ته !
خو ددې ټولو خبرو سره سره ،بیا هم دوۍ حاضر نه دي ، سرمایداري نظام،د مادي ارزشونو د بې محتوا کولو له پروسې څخه تیر شي اود« رنه دکارت » د بې مضمونه فلسفې په اقتباس ، چې غوښتل یي د جهاني هندسې د تحلیلي افادې په بنیاد ټول علوم د مادي ارزشونو څخه بې محتوا او د متماتیکي فورمولبندیو په استمداد یي فورمولبندي کړي ، د بې مضمونه او د مادي ارزشونو څخه بې حتوا سرمایداري نظام پلویان هم غواړي په سپينو کاغذونو ،خو د ډالرو سره «سر په سر بیه لرونکوتوکو سره » خپل بې مفهومه قمار ته دوام ورکړي اوسرمایداري نظام د ټولو مادي ارزشونو څخه بې محتوا او په دې ساده خبره نه پوهیږي ، کله چې مادي ارزشونه نه اوسي ، نو ژوند دڅه لپاره ؟

ډاکټر حرکت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x