fbpx

«د زندان خوږې او ترخې» کتاب چاپ شو

د زندان خوږې او ترخې» کتاب، ښاغلي مولوي صیب عبد الحنان مجاهد په ۲۷۶ مخونو کې لیکلی دی، چې په ۱۱۰۰ ټوکه کې په ښکلي صحافت کې له چاپه راوتلې دی.

په دې کتاب کې د کابل د استخباراتو د ۹۰ او ۱۷ ریاستونو د شپږ میاشتني زندان هغه خاطرې د بېلګې په ډول راوړل شوي چې ښاغلي لیکوال په یادو ریاستونو کې د مظلوم بندي په توګه په خپلو سترګو او غوږونو ليدلي او اورېدلي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې کتاب کې د زندان یوازې هغه خوږې او ترخې راغونډې شوې چې لیکوال ته مهمې ښکارېدې او په ذهن کې يې پاتې وې او له زندان څخه وروسته د انټرنېټ له لارې د یوې مسلسلې ليکنې په ډول خپرې شوې دي .

ښاغلي لیکوال د زندان د ځینو په زړه پورو خاطرو ترڅنګ ډېرې ترخې خاطرې په روانه او سليسه پښتو په داسې ښکلي انداز کې ليکلي چې سړی هیڅ د ستړیا احساس نه کوي، او لوستونکي سره ترپایه د لوستلو مينه پاتې وي.

په کابل کې له ځينو کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کیدلی شي.

اړيکه: [email protected]

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فیض محمد پسرلی
مدیر
فیض محمد پسرلی

بې شکه، یو کتاب یې ما ترلاسه کړی دی. ډير خوندور لیکل شوی، داسې ژبه استعمال شوی چې سړی مجبوروي ډير ولولي.
یو مهم شی چې زما په دې کتاب کې خو ښ شو، هرې موضوع ته جلا عنوان ټاکل دي. دغه کار سره کتاب داسې شوی لکه کیسې چې لولې، خوند یې څو چنده زیات شوی. هر څوک یو عنوان لولي، بل ته یې تمه پیدا کیږي. بیا هم کتاب ډير خوندور دی، تر ټولو مهم دادی چې بې طرفه غږیدلی، چا ورسره زندان کې ښه کړي، ښه یې یاد کړي، بد یې کړي بد یې یاد کړی دی.

ahmadzai
میلمه
ahmadzai

د مطالعی لیواله یو ان شاالله چی ترلاسه به یی کړو،ملګرو دا( ۱۱۰۰) ټوکه بیخی ډیر ندی ،د زندان خوږې او ترخې» کتاب، ښاغلي مولوي صیب عبد الحنان مجاهد په ۲۷۶ مخونو کې لیکلی دی، چې په ۱۱۰۰ ټوکه کې په ښکلي صحافت کې له چاپه راوتلې دی