بغداد کې په ۲ هوټلونو د موټربم بريدونو ۱۱ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د عراق په پلازمينه بغداد کې په شيريټون او بابل هوټلونو د موټر بم بريدونه شوي، سيمه ييز پوليس وايي دواړه بريدونه بيګا شپه څه کم ۱۲ بجې يو په بل پسې ترسره شول.

لومړی بريد په بابل هوټل وشو چې له امله يې ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړ او دوهم بريد په شيريټون هوټل لږ وروسته ترسره شو چې ۶ تنه پکې ووژل شول او د ټپيانو شمېر لسګونو ته رسېږي.

د عيني شاهدانو له قراره دواړه بريدونو د موټرو په هغو تمځايونو کې ترسره شوي چې خاص او مصؤن دي، دوی وايي بريد کونکي توانېدلي چې د چوکيدارانو له غفلت څخه په استفاده خپل له چاودېدونکو توکو بار موټر له شته پاټکونو تير کړي.

عيني شاهدان وايي چاودنې دومره زورورې وې چې غږ يې تر ډيرو لري پرتو سيمو واورېدل شو.

دواړه هوټلونه په خوار مصؤن او امن ځايونو کې موقعيت لري، دلته ډير د بهرنيو رسنيو او کمپنيو کارکونکي او مشران اوسېږي.

په دې بريدونو سره بريد کونکو عراقي حکومت ته وښودله چې دوی د پلازمېني بغداد هرې محصني او استراتيژيکي سيمي ته ځان رسولی او بريدونه ترسره کولی شي.

د بريدونو پړه تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخيستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د