
د انټرنېت د کاروونکو شمیر ۳.۲ میلیاردو کسانو ته رسیږي
نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۴ل): د نړیوالې ادارې د راپورونو پر بنسټ په نړۍ کې د انټرنېټ د کاروونکو شمیر مخ پر زیاتیدو دی او دغه شمیر به د ۲۰۱۵ز کال تر پایه ۳.۲ میلیاردو کسانو ته چې د نړۍ د اوسنۍ نفوس تقریبا نیمايي دی ورسیږي.
یوې نړیوالې ادارې د سروې له مخې د روان کال تر پایه پورې به د نړۍ ۷.۲ میلیارده نفوس څخه به راتلوونکي ۷ میاشتو کې ۳.۲ میلیارده کسان انټرنېت ته لاس رسی ولري.
د نړیوالې ادارې سروې له مخې د انټرنېټ ۲ میلیارده کاروونکي په پرمختګ کوونکي هیوادونو او پاتې ۱.۲ میلیارده کسان په پرمختللي هیوادونو کې ژوند کوي.
له دغه ۳.۲ میلیاردو کسانو څخه ۸۹ میلیونه يي یوازې د سومالیا او نیپال په څیر وروسته پاتې هیوادونو کې ژوند کوي او په ورځنۍ ډول انټرنېټ استعمالوي.
د دغې راپور پر بنسټ د نړۍ ۷ میلیارده کسان ګرځنده موبایلونه لري. یعني د نړۍ یوازې ۰.۲ میلیارده کسان ګرځنده موبایل نه لري.
په امریکا او اروپا کې ۸۷ سلنه خلک د موبایل له خدمتونو ګټه پورته کوي په داسې حال کې چې دغه شمیر په وروسته پاتې هیوادونو کې ۶۹ سلنه ده.
په ځینو سیمو کې د موبایل او انټرنېټ د کاروونکو شمیر ډیر لږ دی. د مثال په ډول د افریقا په وروسته پاتې سیمو کې یوازې ۱۷.۴ سلنه کسان د موبایل له خدمتونو ګټه پورته کوي.
د دغې راپور په یوې برخې کې ویل شوي چې په ۲۰۰۰ز کال کې ټوله نړۍ کې د انټرنېټ د کاروونکو شمیر یوازې ۴۰۰ میلیونه وه چې اوس دغه شمیر اته چنده زیاته شوې.