د عسکرو تیښته او تسلیمي ګډ حکومت ته لویه ننګونه ده

میوند سادات

طالبانو په وروستیو کلونو کي په خپلو تشکیلاتو کي د دعوت، ارشاد،جلب او جذب کمیسیون هم تاسیس کړی دی، د یادشوي کمیسیون دنده داده چي د کابل حکومت په ملکي او پوځي ارګانونو کي لوړ پوړو او ټیټ پوړو چارواکو، عسکرو او منسوبینو ته لار پرانیزي چي د حکومت او یرغلګرو ځواکونو سره دکار کولو څخه لاس واخلي، یا د اسلامي امارت سره یو ځای شي او یا خپلو شخصي ورځنیو چارو ته ادامه ورکړي .

طالبان هره میاشت پرخپله ویبپاڼه ددغه کمیسیون له ادرسه وامارت ته دتسلیم شوو قوماندانانو او افرادو راپور خپروي ، په دغه ډول راپورونو کي د تسلیم شوو کسانو نوم، د پلار نوم، دنده، دتسلیمدو وخت، ځای،د راوړو وسایلو او وسایطو نوعیت او راقام په جدولي شکل وړاندي شوي وي .

له څه وخت راهیسي چي زه وطالبانو ته د وراوښتو کسانو راپورونه لولم، په هر میاشتني راپور کي په پورته ذکر شوي تفصیلي شکل د سلهاوو عسکرو او مختلفو ادارو د کار کونکو د تسلیمدو او دخپل کار دپرېښودو خبر ورکول شوی وي .

د طالبانو د عزم عملیاتو دپیل سره که له یوې خواد هیواد له لر اوبر څخه حکومتي چارواکي دپراخو سیمو، ولسوالیو او حتی ولایتونو د سقوط خبرونه ورکوي، له بلي خواد کابل حکومت د لسهاوو اوسلهاوو پوځیانو، پولیسو او اربکیانو د تسلیمۍ راپورونه خپریږي، یوازي په تېره اونۍ کي رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي چي په سلهاوو حکومت پلوه وسله وال د طالبانو سره یوځای شوي او خپل وسایل یې ورته سپارلي دي .

د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ کي ۷۱ تنه د اردوعسکر، پولیس اواربکیان د طالبانو سره یوځای شويدي،دوی ۷ ټانګونه، ۸رینجر، ۱ سراچه موټر، ۲ کرولا موټر، ۱۰موټر سایکلونه، ۱ هشتادو دو، ۵ ثقیل ماشیندار، ۳ ار،پي،جي راکټ، ۲۰ میله کلاشینکوفونه، او یو زیات شمېر مهمات طالبانو ته سپارلي دي .

د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کي قوماندان نصر الله غارک د ۲۵۰تنو مسلحو افرادو سره د طالبانو سره خپل پیوستون اعلان کړی، د نوموړي قوماندان دفعالیت ساحه په داسي سیمه کي وه چي ۴ زره کورنۍ پکي ابادي دي او ددغه قوماندان له ډاره همدې خلګو له طالبانو سره همکاري نشوای کولای ،خو اوس دغه سیمه ټوله د طالبانو تر ولکې لاندي راغله،او خلګو یې د طالبانو سره د ملاتړ ژمنه وکړه ،پر یاده شوې سیمه د طالبانو د تسلط سره دوې مهمي لاري چي شینکوټ،تیوره او دولینه ولسوالۍ دغورله مرکز سره نښلوي هم د طالبانو تر کنټرول لاندي شوې .

د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کي قوماندان صدیق له ۲۰ تنو وسله والو افرادو سره د طالبانو سره ملګری شو، نوموړي وعده وکړه چي د ژوند تر پایه پوري به د طالبانو سره کومک کوي .

د تسلیمیو وروستی خبر دادی چي دارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کي داردو ۳۷ تنه عسکر طالبانو ته اوښتي دي، دخاص ارزګان ولسوال عبدالکریم کریمي وایې چي همداد ولسوالۍ یوه مهمه دفاعي پوسته وه،داسهي ده چي دوی ټول طالبانو ته اوښتي دي خو دالا معلومه نه ده چي مخکي هم همدې تسلیم شووعسکرود طالبانو سره اړیکي درلودې اوکه یې په دغه سیمه کي د څوارلس ورځنۍ جګړې تاب رانه وړ او طالبانو ته واوښتل .

د حکومت پلوه وسله والو همداپه دومره لوی شمېر کي خوا اړول چي پورته یاد شول یوازي د تېري اونۍ پیښي دي، که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي لاډیري سیمي به بیله جګړې څخه د طالبانو تر ولکې لاندي راشي، دا د افغان ولس لپاره ښه زیری دی چي بچیان یې بې له جنګه او ویني تویدني څخه د یرغلګرو له ملاتړه لاس اخلي او دطالبانو سره یوځای کیږي، طالبان وروڼه نور هم باید دعوتي چارو ته زور ورکړي ترڅو هغه کسان چي داشغالګرو په تبلیغاتو غولیدلي دي بې له جګړې له مخالفته را وګرځوي، ددعوت یوه بله لویه ګته داده چي تسلیم شوي کسان په دنیا کي د ذلت له مرګ څخه خلاص شي او په اخرت کي د هغو وعیدونو څخه وژغول شي چي د کافرانو سره د ملګرتیا په هکله صادر شوي دي .

ګډ حکومت له خورا ډیرو جدي ننګونو سره مخ دی، له یوې خوا یې د طالبانو دعزم په نوم د پیل شوو عملیاتو شدت او ګړند بهیر ملا ورماته کړې، له بلي خوایې اردو او پولیسو له لیکوپه زرهاوو عسکر یا له خپلي دندي پښې سپکوي او یا له طالبانو سره یو ځای کیږي .

د روان کال په مارچ کي د سیګار په نوم موسیسې چي افغانستان کي دامریکایې مرستو څارنه کوي په خپل راپور کي وویل چي « په تېر کال کي داردو له لیکو څخه ۱۵۰۰۰ پوځیان تښتیدلي دي » .

د ګډ حکومت پرکمزورو اوږو او متناقض اسکلیټ باندي په دومره لویه کچه د عسکرو تیښته او مقابل لوري ته اوښتل خورا ستر ګوزار دی،هغه هم په داسي یو حالت کي چي حکومت تر اوسه پوري نه دی توانیدلی چي خپل داخلي اختلافات حل کړي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د