
سعودي عربستان: دمام کې د شيعه ګانو جومات ته څېرمه غبرګې چاودنې وشوې
نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان دمام ښار کې د جمعې لمونځ پر مهال د شيعه ګانو جومات ته څېرمه غبرګو چاودنو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د عربي رسنيو له قوله چاودنه د دمام ښار عنود کلي کې د شيعه ګانو پر يو جومات شوې ده.
رويټرز خبري اژانس د سعودي چارواکو له قوله وايي، چې چاودنو کې تر اوسه دوه تنه وژل شوي او لسګونو نور ټپيان دي.
ويل کيږي، چې د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي د مړو شمېر له دې هم زيات شي.
مرستندويه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې قربانيان روغتونو ته لېږدوي.
د يادونې وړ ده، چې تېره جمعه هم د سعودي عربستان قطيف ولايت قديح ښار کې د شيعه ګانو پر يو جومات چاودنې له شلو زيات کسان وژلي او له سلو زيات يې ټپيان کړي وو.
د قطيف چاودنې مسؤوليت اسلامي دولت منلی و.