
فوټبال: افغان ملي لوبډلې د لاوس لوبډلې ته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۴ل): افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې خپل لومړۍ رسمي لوبې کې د لاوس لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه سیالۍ د روسيي د نړیوالو لوبو مقدماتي لوبې دي.
د افغانستان ملي لوبډلې او لاوس تر منځ دغه لوبه د کابل پر وخت څلور بجې پیل شو چې په پای کې افغانستان دغه لوبه دوه ګوله وهلو سره وګټله.
د دغې لوبې په ۲۱مه دقیقه کې د ملي لوبډلې تکړه او پیاوړی لوبغاړی فیصل شایسته لومړۍ ګول وهلو سره ملي لوبډله له سیالې لوبډلې څخه مخکې کړه.
د لوبې لومړۍ نیمايي په وروستیو شیبو کې شبیر یوسفي دوهم ګول په وهلو بریالی شو او په دې ډول ملي لوبډله له سیالې لوبډلې څخه دوه ګوله مخکې شوه.
د لوبې په دوهمه نیمايي کې هیڅ یوه لوبډله د ګول په وهلو بریالی نه شو او دغه لوبه د ۲-۰ په توپیر د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده.
ملي لوبډله د روسيي په نړیوالو سیالیو کې به له جاپان، سوریه، کامبوج او سنګاپور له لوبډلو سره به لوبې کوي. دغه ګروپ کې جاپان د افغانستان لپاره تر ټولو سخت رقیب ګڼل کیږي ځکه چې دغې لوبډلې په نړیوال جام کې هم لوبې کړي.
د ملي لوبډلې لخوا لوبیدوونکي لوبغاړي:
۱- فردین کوهستاني (دروازه ساتوونکی)
۲- مصطفی حدید
۳- ضمیر داودی
۴- جلال شریعتیار
۵- انوش دستګیر
۶- ارش هاتفی
۷- اباسین علی خیل
۸- عصمت شینواری
۹- شبیر یوسفی
۱۰- مصطفی ځاځی
۱۱- فیصل شایسته
هیره دې نه وي چې دغې لوبې کې د ملي لوبډلې ځینې تکړه او پیاوړي لوبغاړي لکه منصور فقیریار او اسلام الدین امیري ته د لوبې چانس نه وو ورکړل شوی.