دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام او ساينس کی (۳۴)

لیکوال: عبد الغفار جبیر

د مصر په المنار مجله کی ديوې انګرېزۍ ښځې انګېرنه او حجاب:

د انګلستان ښځو خپل عفت اوعصمت له مینځه یووړ، اوډېرې لږداسی ښځې به وی چی خپل عفت اوحیائې نه ده خرڅه کړې، اویاهم دناوړواعمالواوخسلوپه ډنډوکی غوټه نه دی؛ دوی دومره ازادانه ژوندکوی چی حیا، عفت اوعصمت نه پېژنی، اوکه په یوه جمله کی ئې درته رالنډه کړم ، نودوی دانسانیت ددایرې څخه وتلی دی اودحیوانیت وداېرې ته داخلې شوی دی؛ دوی اوس ترحوانانولاهم بدترې شوی اوپه لعنت دی۔
زماپه مسلمانوښځوباندی ډېرقصدکیږی، چی څومره ښه ژوندلری، په حجاب کی ګرځی، دخاوندانوترفرمانونولاندی دمینې اومحبت شپې اوورځی تېروی، اوښه خولاداچی دعصمت پلورولوڅخه پاکې دې؛ چی داډېردویاړځای دی اوداهم درته وایم چی دانګلستان دښځوعفت اوشرف یواځی اویواځی اسلام ساتلای شی اوبس۔

دلويديځ فليسوف ((هملټن)) دحجاب په هکله داسی وايی:

اسلام دښځې په هکله هرڅه واضح اوروښانه ویلی دی ، چی داهرڅه دښځې دعزت دساتلوپه موخه سره دی، اوښځه ئې دبې عزتۍ اوضرررسولوڅخه ژغورلې ده، اسلام دښځې وساتنې ته ځانګړې توجه کړېده؛ ځینی مفکرین په دی انددی چی حجاب یوتنګ نظری ده، بلکه زماپه عقیده داحجاب دښځې لپاره دغیرت، مروت اوویاړیوه ښکلې نمونه ده اوبایدداترویج شی، ولسونه اودولتونه په دې کی باید پوره ونډه دزړۀ له کومی واخلی۔
مېرمن عايشه جوزف دحجاب په اړه ليکی:

موږچی په استرلیاکی دښځوپرستونځوڅه لیکو، څیړنې پرکوو اویائې دښځوڅخه پخپلوغوږواورو، هغه دطلاق مسئله ده؛ چی دادهلاکت، بې اعتمادۍ اوبې باورۍ جال ورځ په ورځ غوړیږی۔ حجاب هغه یواځنی شی دی چی دیوه فامیل اوټولنې ولونه ټینګوی اومحکم ئې ساتی اوبرعکس بې پردګې هغه شی دی چی دټولنې داټینګ تناوونه شلوی اوټولنې داښکلې خیمه له مینځه وړی؛اوحتی خاوند اوښځه سره بې باوره کوی، په اسټرلیاکی په هغوځایو، سیمواوکلیوکی چی حجاب وی هلته طلاقونه لږاوڅومره چی بې حیایی، بې پردګې اوبربنډتوب په یوه سیمه کی وی هلته طلاقونه دومره بې شمېره دی چی اندازه ئې نه کیږی؛ حتی چی یوه بربنډه ښځه می ولیدل چی دائې (64) میړه وو، اوداټول دطلاقونتیجه ، داسلام نشتوالی اودحجاب نه کول دی۔

طبعی خبره ده چی په کومه سیمه کی حجاب وی هلته مسلمانان میشت دی، اواسلام پرعفت اوحجاب ډېر ټینګارکړیدی، اوپه عمومی ډول سره دمسلمانوفامیلوترمینځ اعتمادشته؛ طلاق هغه مهال واقع کیږی چی کله دیوه خاونداوښځې ترمینځ دعفت اواعتمادپرده جنازه وکړی اوله مینځه ولاړه شی۔

داڅومره دبې حیایۍ، بې عزتۍ اوپوچه خبره ده چی دښځې څخه خپل بنسټیزکارونه لکه دکورکار، داولادروزنه، فامیل جوړونه،دخاوندچوپړ، دټولنې تناوونه ټینګول ، تعلیم کول اوداسی نور۔۔۔داهرڅه ورڅخه پاته شی اودشهوت په ساحل کی ولامبی۔ ددې لعنتی ژوندڅخه دی ټول مسلم اُمت الله جل جلاله وساتی۔ امین

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسو ورور عبد الغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x