ادبي لیکني

زه پښې یبله وم..

ژباړه: حامد افغان

قاضي: ستا ظلم له حده زیات او جرم دي لوی دی، ته د هیواد او ولس غدار او خاین یې، قسم درکوم قسم، حق به وایې حق.
تورن: قسم کوم،
قاضي: په قران لاسونه کیږده،
تورن: ایښي مې دي صیب،
قاضي: رښتیا تا په فلانۍ نیټه او فلانۍ ورځ په ګڼ بازار او د خلکو په منځ کې نارې وهلې چې: وطن له بوټونو سره برابر دی؟!!
تورن: هوکي،
قاضي: دا نارې دي د کارګرو او زیارکښو د لیکو په مخکي وهلې؟!
تورن: هوکي،
قاضي: د اتلانو د څلیو په وړاندي؟!
تورن: هوکي،
قاضي: د شهیدانو په هديرو کې؟!
تورن: هوکي،
قاضي: د مجاهدینو او د هغوی د کورنیو په مخکي؟!
تورن: هوکي،
قاضي: د باندنيو سیاحانو او توریستانو په مخکي؟!
تورن: هوکي،
قاضي: د ورځپاڼو او رسنیو د دفترونو په وړاندي دي دا نارې وهلې؟!
تورن: هوکي

قاضي: هیواد د ماشومتوب خوب دی، د مشرتوب یادونه او د ځواني هيلي ده، د یرغلګرو هدیره ده او د هر دښمن د سترګو ازغی ده، هر هيوادوال له هیواده ځان، مال، اولادونه او هرشی قربانوي او ستا په نظر هغه د بوټ حیثیت لري؟!! ولې؟! ولې؟!
تورن: قاضي صیب زه پښې یبله وم…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x