ما ولي اسلام قبول کړ؟ (۹)

ژباړه او غورچاڼ: عبد الغفار جُبیر

شُکر چي په اسلام مشرفه شوم.!!!

كريمه سلک رازي (Karima Slack Razi)

ما د شهادت کلمه په ۲۰ دسپتمبر۱۹۹۱ کي وویله، ما د اسلام درې کاله مطالعه وکړل، اسلام د ټولو ښې ګڼویوه ټولګه ده، ماپه پټوسترګوایمان نه دی راوړی، داسلام دقبلیدوڅخه مخکي چي به ماداسلام تصوروکړنونژدې به وه چي بې هوښه شم، خوالحمدلله کله چي مي مطالعه وکړل سترګي مي خلاصي شوې اوداسلام نورانیت اوحقانیت راباندی غلبه وکړه نومسلمانه شوم.

داسلام څخه مخکي:

زموږپه هیوادکي یواځي عیسائیت په عمومي ډول سره خلکوپیژندی، دنورومذهبونوسره نااشناوه، زه خپله په دې تکل کي وم چي زه بایدالهی دین ومنم،هغه دین ومنم چي داخلاقوضابطه ولري، روحی سکون پکښې وي، دژوندتګلاره پکښې ساده اوهوساوي،دخلکوسره تعاملات پکښې ستونزمن نه وي، داچي وپوهنتون ته راغلم نووماته هرڅه ښه معلومیدل، له څومسلمانانوسره می ولیدل چي یوله هغوڅخه زمااستاذشریف ؤ، شریف استاذډېري ښه خبري کولې، الفاظ يې له معانیؤڅخه ډک وه مابه له ځانه سره ویل که چيری زه دده وعمرته ورسیږم ایازه به په دې وتوانیږم چي دده په شان خبري وکړم؟ چي داراته یوه معماوه.

له شریف څخه وروسته مي له نورومسلمانانوسره هم ولیدل چي دوی پرعقیدې ډېرټینګ وو، اخلاصمندوو، رښتني وو، له چاڅخه يې بدنه راتلل، تل خوښ وه، روحی سکون يې درلودی، وهربدکارته يې بدوایه ، له دوی سره زما دالیدنه په ۱۹۸۷ کال کي وه.

له دې څخه وروسته مي له عمران سره ولیدل، دازمادورور ملګری ؤ داهغه کس دی چي زه واده ورسره کوم، کله چي زمااودده سره توافق راغی نوده راته وویل چي زمااولادبه مسلمانان وي، داچي دی ساینس پوه، ذهین اوښه سړي ؤماورته وویل که چيری دي اولادستاپه شان پوهه ولري نومسلمانان دي شي، ماددې لپاره چي دخپل خاوندطبعیت معلوم کړم نومي داسلام مطالعه پیل کړه.

تر ټولو مخکي ما ښځه په اسلا م کي مطالعه کړه، په کتاب کي به سوال لیکلی واوبیابه ځوابونه ورسره لیکلی وه، ولي ښځه بایدحجاب وکړی؟ ولي ښځه په کورکي کښیني؟ ولي یوکس څلورښځۍ کولای شي؟ داهرسوال که زمالپاره ستونځمن ؤخووبل لورته هرسوال څوځوابونه درلودل دبیلګي په ډول سره په اسلام کي څلورښځي، داهغه وخت روادي چي ښځې بې سرپرسته ګرځي اوخپله ډوډۍ نشی پیداکولای لکه دیوه لوی جنګ پرمهال، نوپه داسی وخت کي چاره په کارده، اوپه واقعیت کي ماتراوسه داسی مسلمان نه دی لیدلی چي څلورښځې لري. اوبل داچي په ۶ میلادي پیړۍ کي چي څومری وحشت اودهشت ؤدښځوپه هکله هغه ترزغم وتلی واواسلام راغی څومری لوړحیثیت يې ورکړ، اوداچي مخکي تراسلام یوه کس حتی ۳۰ ښځي هم درلودلای شوای نوځکه اسلام هغه وحشت ختم کړ اوترڅلوروپوری يې اجازه ورکړه اوبس.

له دې څخه وروسته مي دقرآن کریم اودسیرتوکتابونه پیل کړه په دوه نیموکلونوکي می دقرآن کریم پوره مطالعه وکړل،زه به وقرآن کریم ته حیرانه وم چي څنګه دژوندهرڅه پکښې نغښتی دي، ایاداسی هم کيدای شي چي دقرآن کریم مطابق ژوندتیرکړل شي؟ ټوله هغه اشتباهات مي له منځه ولاړل چي غیرمسلمانانوبه لیکلی وه چي داکتاب (قرآن کریم) الهي کتاب نه دی اومحمدصلی الله علیه وسلم پخپله لیکلی دی، زه ورته حیرانه شوم چي ۱۴۰۰ کاله مخکي دومری عقل، پوهه اوزکاوت دادانسان له وس څخه وتلی کاردی بلکې داالهي کلام دی، بیامي دشهادت کلمه وویله اوپه اسلام مشرفه شوم، داسلام هرقانون مي دستوردی، دالله جل جلاله له امرڅخه راضی یم،دازه نه یم بلکې زماخدای زماسره ښه وکړل چي زه يې هدایت کړم.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د