شعـــــرونه

نظم: د لته غم دى دلته اوښـــــــکي دي ژړا وې

boy-crying-after-masskill-kandahar

نظم

د لته غم دى دلته اوښـــــــکي دي ژړا وي

دلته جوړ وېر  او ماتم دى مسکا‌‌‌‌ نسته  

د لته هر زړگى  په وينو کي ګلــګون دئ

 دلـــــــــــــــته مه راځه  سپرليه خندا نسته  

دلته کونـــــــــــډي  يتيمان دي په چغارو  

 د بابــــــــــــــک ناري وهى  خوبابا نسته  

 

زما خوندې  سرتور سرگرځي ميروکي  

زما ورينداره لوند په اوښکو ګريــــوان گرځي
 زما ماشوم ورور لاس نيولــــئ دئ پــــردي ته  

ټوله ورځ په تلاښ  ده يوغيران گرځئ

ستا مزه نسته سپرليه  دلـــــــته اور دى

 توردودونه دي غبار پر آسمان خــپور دئ                                                                                                                                                     

نه مومينه سته تر منځ نه موخپلوې نسته

 دلته هر سړى دخپل سر څه اور وژني

  دپښتون پرمينه جـــــــــوړه کړه بلا ده  

ورور و  ورور ته ياغي سوئ دئ ورور وژني

 خداى داسى څوک  پيدانسو په موږ کي

چي نفرت سنگساروي  شر اوشور وژني

  نه لاسونه دپېــــــــــــغلوټودلتـــه ســـــره دي

نه يـــــې پــــــه غاړه لونگــــــــــين دمرغلرو   

نه سپرليه   ستا راتلوته انتـــــــــــظار دي

 نه پيزوان يږدى پر شــــونډو دســـروزرو

 نې اوربل دئ پرسپين مخ راشه نه کړئ 

نه په پښتو لرې يايــــــــــــــــزيب دجواهرو

اوس زلمې موپه ســـــر وينو کې لمبيږې

هرګلاب مو له سرو وينو رنگ  اخيستى 

ستا خوښي به څه خوښي سپرليه ورکړي 

چي يي زړونو له کلونو زنگ اخيســــتي 

دلته مه راځه شرنگى دى دمـــــــــــــــرميو

هر يوگاڼې مو له تورو گړنگ  اخيستئ


محمد نبي سلطاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x