ادبي لیکني

زه او مؤمن آکا، ترهګر او مفکر

لیکوال: عماد الدین پژمان

ما ورته جومات ته چای راوړی ؤ ، څو نور تنکي زلمیان او ځوانان هم ورسره ؤ ، له څيرو ېې مالومیده چې ډير ستړي او بی خوبه دي ،د یوې نړیوالې راډیو غرمنۍ خپرونه ېې اوریده ، له سره تر پایه د جګړو ، وژنو ، ویرونو او مرګونو خبرونه ؤ ، په فلانۍ سیمه کې ۳۵ وسله وال ترهګر او په فلانۍ کې ۳۰ وسله وال ترهګر وژل شوي ؤ ،د کورنیو او دفاع چارو وزارتونو هم د سلګونو ترهګرو د وژلو لاپې کولې ، طالبانو هم ترې کمه نه ویله .

مؤمن آکا لکه چی په یوه ډه ډه وچ شوی وي ،بالښت بلی ډډې ته جوړ کړ،له شاجورونو ډکه ګردنۍ ېې تر سر لاندې کړه او پښې ېې وغزولې.

ماته ېې مخ راواړاوه ، ترخه موسکا ېې وکړه ،رانه ېې وپوښتل وراره! ترهګر پیژنې ؟ زه کشر وم ، د خبرو ډير جرئت می نه درلود خو دومره می وویل (کاکا همدا تاسو او طالبان به یادوي چې پاکستانیان ېې دهشت ګرد بولي)، وېې وخندل ،هو همدا یادوم ، خو ولې ورته ترهګر وايي ؟

په ذهن کې می ډير څه راورګرځیدل خو د مشر کاکا په وړاندې می ېې دویلو جرئت په ځان کی ونه لید ، کا کا له چایو ښه غټ غوړپ وکړ او په نسبتاً په ترخه انداز ېې وویل :

چی خپل حق غواړي هغوی نن ترهګر یادیږي

غوښتل می پوښتنه وکړم خو کاکا زیاته کړه دا میډیا او رسنۍ د خلکو په ماغزو حکومت کوي ، هغه چې سل مخه لري ، ریښتیا او درواغ ېې نه مالومیږي ، د کربوړي په څير په شنه ځمکه شین او په سپیره سپیره وي خو چې د پردیو ګټو ته لاس په نامه وي ، د هغو لپاره خپل خلک خپل ولس وژني تر ملي ګټو او ملي نوامیسو ورته تیر وي ، هغه نن ورځ مفکر بلل کیږي خو هغه چې د ځان حق د ځان حق بولي ، غواړي په خپل هیواد کې په خپله خوښه ژوند وکړي ، په هیواد ېې پردي واکمن نه وي ، غواړي خپل دین مذهب آين او کلتور وساتي ،غواړي نوامیس ېې خوندي وي نن ورته ختیځ او لودیځ ورته ترهګر وايي ، وژني ېې ، سپکوي ېې ، شکنجه کوي ېې ، زندانونه او هدیرې پرې ډکې دي .

وی وراره ، دا خبره ده چې د ترهګرۍ تعریف نه کیږي بلکه داسې یوه وسیله ېې ترې جوړه کړې چې هر وخت وغواړي خپل مخالفین ېې په وسیله ځپلای او وژلای شي .

زړه می راټول کړ ، زړه نا زړه می وویل ( کاکا خو وايي ترهګر خلک وژني چاودنې او انتحاري کوي او نه غواړي خلک په امن کې ژوند وکړي؟)

وې وراره که هرچاته ېې حق ورکړل شي ، هیواد ېې خوندي وي ، نوامیس ېې خوندي وي خلک لیونیان نه دي چې بی ځایه به خلک وژني ، وې همدا پردي شین سترګي دی چې له یوې خوا مو د ترهګرو تر نوم لاندې وژني او له بلې خوا عام بی چاره بی ګناه وګړي میرمنې او ماشومان وژني او په وینو لړلي لاس ېې زموږ په لمن پاکوي چې خپلو خلکو ته چې موږ ېې د حق اخیستلو لپاره وینې ورکوؤ هم مخ ونه لرو ، وې دا جګړه د ټوپګ ټانګ توپ او طیارې له جګړې ډيره سخته خطرناکه او اغیزمنه ده چې ډير لوستي او نا لوستي ېې په لومه کې ګیریږي .

ماخستن نا وخته ؤ ، د چورلکو پیکه غږونه او اوریدل کیدل پورته د غره د لمنې د کلیو خواته خال خال ډزې هم کیدې،په بستره کې می ځان نغښتی ؤ هوا سړه وه ، په زړه کې راتیر شول چې په مؤمن آکا او ملګرو ېې چاپه نه وي ؟

خبرې ېې را په زړه شوې ، یوه یوه می ېې په غوږ کې وکړنګیده ، فکرونو پسې اخیستی وم ، په یاد می راغلل چې امریکايي عسکرو زموږ په کلي کې وړیا راډيو ګانې ویشلې او د کلیوالو پرې جنګ ؤ نږدې ؤ یو د بل سرونه مات کړي ، په فکرونو کې ډوب وم چې د درنو چاودنو په غږ د کوټې له چت را توې شوې خاورې مې په سترګو کې ولګیدې ، په تیاره کې مې د خپل پلار غږ واورید چې ویل ېې خدایه خیر دې پيښ کړي ،زه هم ورووتم ، پلار او وروڼه مې له وړاندې په بام بوټۍ کې پټ ناست ؤ ، وړاندې د غره په کلي کې جګړه وه ، یوه او بله خوا مرمۍ الوتې ، چورلکو هم توغندي ویشتل موږ ېې د بام بوټۍ تر سوریو ننداره کوله او دعاوې مو کولې ، سبا خبر شوو چې مؤمن آکا په چاپه کې شهید شوی دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x