شعـــــرونه

را ګوري ستوري

شاعر: سيد الهام
څو يې تيارې شړلي نه وي  نه مړه كيږي ستوري
څومره چي زور كوي تيارې هومره سپينېږي ستوري
نه تنها ستړو قافلو ته وركې لارې ښئي
پر شيطانانو لكه تندر داسي لوېږي ستوري
نږ دې وي زړه مي له كوګله ور پسې منډه كړي
دا چي روان وي شاته ګوري او خنديږي ستوري
ولي به موږ ورته د حورو مېلمانه نه وايو
ايمان رڼا ده او رڼا باندي رڼيږي ستوري
پرون لا ښه وو د نظر تنده مي ماته وه پرې
نن مي  د زړه په شنه  آسمان  راته  ځليږي  ستوري
 
د كرۍ ورځې انتظار يې قرباني وګڼه
شپه ده مخ پټ نكړې سپوږمۍ وبه در ديږي ستوري
استشهادي برېښناوې يو په بل پسې را درو مي
الهامه ! تښي توري ورېځي ليدل كيږي ستوري
                         سيدالهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x