ادبي لیکني

پښتو نمانځونکو!

لیکوال: خوشال درانی

ژبه د پوهېدو را پوهېدو وسیله ده. په نړۍ کې ډېر کم قومونه دي، چې د خپلې ژبې غم ورسره نشته، نور ټول لګیا دي، چې خپله ژبه غني کړي او خپلې ژبې ته کار وکړي. پر خپله ژبه خبرې وکړي، لیکل پرې وکړي، زده کړې پرې وکړي او خپلو ماشومانو ته یې هم وښايي!

په نړۍ کې داسې ملتونه هم شته، چې د خپلې بودیجې پنځه ویشت سلنه برخه د خپلې ژبې د پرمختګ لپاره کاروي. ژباړې کوي، کتابونه لیکي او غواړي چې ژبه یې ژوندۍ پاتې شي، چې ښه بېلګه یې زموږ ګاونډي هېواد ایران دی.

ایران په کال کې سل میلونه ډالر د کتابونو د چاپ، ژباړې او د فارسي د پرمختګ لپاره لګوي. هر لیکوال، هر ژباړن ته ځانګړی معاش ورکوي او د کتاب نیمه ګټه هم ژباړن او لیکوال ته ورکوي.

که څوک وغواړي، په فارسي کې د اسلام، کورني ژوند، ټولنیز ژوند، سیاسي ژوند، طب، ساینس او هر ډول کتابونه پیدا کړي، پیدا کولی یې شي. هغوی کارکوي او د خپلې ژبې د پرمختګ لپاره شپه ورځ هلې ځلې کوي.

زموږ ژباړونکو ته د ژبې پرمتخګ یوازې د ناولونو ژباړه ښکاري او په کال کې د اردو څخه سلو زیات ناولونه ژباړل کېږي. په دې ناولونو کې داسې کتابونه هم دي، چې لوستونکی یې په لوستو شرمیږي او ژباړونکي یې هم پرې خپل وخت او هم د نورو وخت ضایع کوي.

زموږ د ژباړونکو بله ستونزه داده، چې په خپل مسلک کې ژباړه نه کوي او هر څه ته لاس اچوي. یو ژباړن به وي، هغه به په طب، ارواپوهنه، سیاست، ادب، کرنه او نورو برخو کې ژباړه کړې وي، چې د ژباړې او هم د علم له اصولو له مخې یې دغه ژباړه ناکامه او غیر مسلکي ده، ځکه هر علم خپل اصطلاحات لري او یوازې د ژبې پر زده کړه، له هغه اصطلاحاتو سره نشي اشناکېدلی.

که زموږ ژباړونکي په خپل مسلک او څانګه کې ژباړه وکړي، لرې نه ده، چې په څو کلونو کې به موږ هم په هره برخه کې کتاب ولرو او خپلې اړتیاوې به مو تر یوه حده پوره کړې وي.

نړۍ جال او پښتو

اوس نړۍ ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده. د پښتو د کتابونو غټه ستونزه داده، چې اوس هم تر زرو زیات کتابونه نه چاپیږي او دغه زر کتابونه یوازې او یوازې په یوه سمت کې ویشل کېږي او د هېواد نورو ولایتونو او له پلې هاخوا پښتنو ته نه رسېږي. که چېرې هره خپرندویه ټولنه خپل کتابونه وېبپاڼو ته ورکړي او هغوی یې خپلو وېبپاڼو ته پورته کړي، نو د نړۍ هر ګوټ ته به د پښتو کتابونه ورسېږي او د هېواد نه لرې پښتانه به هم د کتابونو له کمښت سره نه مخ کېږي.

معیاري پښتو لیکدود

د پښتو او پښتنو بله غټه بدمرغي داده، چې تراوسه یو معیاري پښتو لیکدود نه لري او هر څوک چې زړه یې وغواړي هماغسې لیکل کوي. نه د اطلاعاتو کلتور وزارت او نه هم د علومو اکاډمۍ پر دوی کوم بندیز لري. که چېرې موږ یو معیاري لیکدود ولرو او په یوه ډول لیکل وکړو، هم به مو بهرنیو ته د پښتو په زده کړه کې اسانتیا راوستي وي او هم به له کورني جنجال څخه خلاص شوي یو.

پښتو یوازې په یوه ورځ لمانځلو پرمختګ نه کوي. راځئ د ژبې د بډایه کولو لپاره خپلې ژبې ته دیني، سیاسي، علمي او فرهنګي کتابونه وژباړو او خپله ژبه بډایه کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x