افغانستان

هلمند: پر ليون پينيټا وژونکی بريد شوی

هلمند: د امريکا د دفاع  ليون پينيټا هغه مهال له يوه وژونکي بريده روغ ووت چې  دهلمند په باسشن نومي پوځي بيس کې يې الوتکه پر ځمکه کيناستله.
دتفصيلاتو ترمخه يوه افغان ځوان هغه مهال په برتانوي پوځ پوري تړلی حربي موټر د ليون پينيټا له الوتکې سره وجنګاوه،کله چې هغې د بيس په  نا اواره رن وې باندي له منډي وروسته ځان پارک کیدا ته چمتو کاوه.
امريکايي ورځپاڼي نيويارک ټايمزپه هلمند کې د امريکاي قومندان جنرال ګورجانوس له خولې ليکلي دي چې دغه پوځي موټر وار دمخه د اتلاف دځواکونو له يونټه غلا شوی وو او دموټر د غلا پرمهال د ډزو په ترڅ کې د يونټ ګڼ شمير پوځيان ټپيان شوي هم وو. خو د نوموړي په وينا افغان غله (چې غالباََ طالبان به يې موخه وي) د موټر په تښتولو بريالي شوي وو.

د نوموړي په وينا يوه افغاني ډريور چې دغه موټر يې چلاوه خورا په تيزۍ سره د ښاغلي پينيټا د الوتکي له مقابل لوري ور روان وو چې په پايله کې يې موټر د الوتکي له يوه څرخ سره ومښت او د اور لمبې پرې تاو شوې. ددغه جنرال په وينا دوی لومړی فکر کاوه چې دا به د اتلاف د ځواکونوموټر وي چې ښايي د رن وې د محافظت په موخه به ګزمه کوي، خو کله چې موټر له الوتکي سره وجنګول شو نو دوي پوه شول چې دا موټر په حقيقت کې ديوه ستر تخريبي عمل په موخه له الوتکي سره وجنګول شو.
په دغه پيښه کې موټر په کلي ډول ويجاړ او افغان ډريور سخت سوځيدلی چې دا مهال په يوه نامالومه ځای کې تر درملني لاندي نيول شوی دی.

د نيويارک ټايمزپه وينا ښاغلی پينيټا دغه مهال سخت وارخطا مالوميده. نوموړی چې د پنجوايي پيښي ځورولی وو، له دغې غير مترقبه پيښي سره نور هم حواس وبايلل.

دښاغلي پينيټا دغه ناڅاپي سفر څو مياشتي وړاندي پلان شوی وو خو له بده مرغه پداسې مهال کې يې ترسره کړ چې له يوه لوري امريکايي ځناورانو په پنجوايی کې شپاړس تنه بېګناه ملکي وګړي پخپلو وينو کې ولمبول او له بله پلوه افغاني ډريور دښاغلي پينيټا له الوتکي سره د موټر د جنګولو له لارې هغه ته خورا سخت پيغام ورکړ.
ورځپاڼه د امريکا دپوځ د امنيتي سرچينو په حواله ليکي چې هلمند ته د پينيټا د سفر پر مهال يوه بله بده پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې امريکايي عسکر د خپلو قومندانانو د اوامرو پرخلاف هغې خيمې ته له وسلو سره راغلل چيرته چې ښاغلي پينيټا دوي ته وینا کوله.
دپوښتنو ګرويږنو پرمهال امريکايي عسکرو څرګنده کړه چې دوي ځکه له خپلو وسلو سره خيمې ته راغلل چې هلته څو تنه بې وسلې افغان پوځيان هم ترسترګو کيدل او دوي ډاريدل چې هسې نه د پينيټا د وينا په مهال هغوي ډزي پيل نکړي.

ورځپاڼه ليکي چې په حقيقت کې امريکايي پوځ په افغانستان کې له سختې وارخطايي سره مخ دی. د پينيټا له الوتکي سره دافغان ډريور د موټر ټکر کول داسې څه دي چې له پامه نه شي غورځول کيدای.
دغه ډريور لومړی له اتلافي پوځي يونټه موټر غلا کوي او بيا له ټولو امنيتي کمربندونو تيريږي او ځان د پينيټا تر الوتکي رسوي….
بله داچې داسې ښکاري چې دغه ډريور د پينيټا له راتګه خبر وي ځکه خو يې په خورا مناسب وخت کې دهغه د وژلو قصد وکړ.
امريکايي جنرالانو دغه پيښه پوره لس ساعته وروسته واشنګټن ته مخابره کړه.
د سپيني ماڼۍ وياند خبريالانو ته ويلي چې دوي نه پوهيږي چې افغان ډريور دغه کار په قصدي ډول کاوه که څه رواني ستونزه يې لرله!

سرچينه: په نيويارک ټايمز کې د خبر دلوستلو لپاره دلته ټک ورکړﺉ

http://www.nytimes.com/2012/03/15/world/asia/panetta-visits-afghanistan-following-massacre.html?_r=1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x