افغانستان

د الماني مرستندويه ټولنې کار کوونکی د تښتوونکو له منګولو ازاد شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د جرمني مرستندويه مؤسسې يو کار کوونکی له څلوېښت ورځو بند وروسته د تښتوونکو له منګولو ازاد شو.

د جرمني بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې څلوېښت ورځې وړاندې د جرمني مؤسسې «GIZ» يو کار کوونکی له کندزه بلخ ولايت ته پر لار و، چې د نا څرګندو کسانو له لوري وتښتول شو.

خبر پاڼه زياتوي، چې د جرمني مؤسسې کارکوونکی د الماني عسکرو په مرسته د تښتوونکو له منګولو خلاص شوی دی.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند سوان چيبلي رسنيو ته وويل را خلاص شوی جرمنی دمګړی مزار شريف کې د المان قونسلګيرۍ کې دی او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

الماني چارواکو تر اوسه د تښتونکو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x