ورزش

سپ بلاتر پنځم ځل لپاره د فیفا (FIFA) نړیوالې ادارې مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۴ل): د فوټبال نړیوالې ادارې ټاکنو کې دوه کسه چې یو يي د دغې ادارې پخوانی مشر و او د اردن شاهزاده علي بن حسین برخه واخیسته. علي بن حسین له استفا ورکولو وروسته سپ بلاتر د ټاکنو ګټونکی اعلان شو او د پنځم ځل لپاره د دغې ادارې مشر وټاکل شو.

دغه ټاکنو کې سپ بلاتر خپل سخت رقیب علي بن حسین ته ماتې ورکولو سره یو ځل بیا د دغې ادارې مشر وټاکل شو. د ټاکنو په لومړۍ پړاو کې سپ بلاتر ۱۳۳ او علي بن حسین ۷۳ رایې ګټلې وې.

په لومړۍ پړاو کې سپ بلاتر د انتخاباتو ګټلو لپاره یوازې ۷ رایو ته اړتیا درلود. بلاتر د انتخاباتو ګټلو لپاره ۱۴۰ رایو ته اړتیا درلود خو علي بن حسین له استعفا ورکولو سره د ټاکنو له دوهم پړاو څخه مخنیوی وکړ.

د فیفا نړیوالې ادارې قانون پر بنسټ هر هغه څوک چې له درې برخې رایو څخه دوه برخې خپلې کړي د دغې ادارې مشر په توګه ټاکل کیږي. فیفا نړیوالې ادارې د ټولو رایو شمیر ۲۱۰ دی چې سپ بلاتر له دغې جملې څخه ۱۳۳ رايې ګټلې وې او یوازې ۷ نورو رایو ته اړتیا درلود.

سپ بلاتر له ټولو هغو کسانو څخه چې نوموړي ته يي رایه ورکړې وه مننه وکړه او همداراز له خپل سیال علي بن حسین څخه هم مننه وکړه. هیره دې نه وي چې سپ بلاتر د پنځم ځل لپاره د فیفا نړیوالې ادارې مشر وټاکل شو.

د فوټبال نړیوالې ادارې فیفا له ۲۰۱۱ز څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې ۵۷۱۸ میلیونه ډالره عاید درلود چې له دې جملې څخه ۵۳۸۰ میلیونه ډالره د فوټبال په مختلفو برخو مصرف شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د فیفا ادارې ځینې جګپوړي چارواکي په مالي فساد تورن شوي. د چهار شنبې په ورځ هم د امریکا یوې قضا تر پریکړې وروسته د دغې ادارې دوه تنه کارکوونکي په سویس کې ونیول شول.

ځینې کسان د مالي فساد پړه هم د فیفا نړیوالې ادارې پر مشر سپ بلاتر اچوي خو بیا هم نوموړی وتوانید چې له ۲۱۰ څخه ۱۳۳ رایې ترلاسه کړي او د پنځم ځل لپاره د دغې ادارې مشر وټاکل شي.

بلاتر په ټاکنو کې تر بریا وروسته نړیوالو سره وعده وکړه چې کوښښ کوي په دغه اداره کې د مالي فساد مخه ونیسي او مالي فساد کوونکي کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x