ورزش

زیمبابووي بیا هم د پاکستان په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان او زیمبابووي لوبډلو تر منځ وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه د پاکستان په بریا پای ته ورسیده. دغه لوبه کې زیمبابووي په شپږو ویکټو ماتې وخوړه.

پاکستاني لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د ډګر ساتنې پریکړه وکړه. زیمبابوي د سیکندر رضا غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۸ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د زیمبابووي لوبډلې لپاره چیبابا په ۱۰۰ توپونو د ۱۱ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۹۹ منډې جوړې کړې او د شعیب ملک په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

سیکندر رضا دغې لوبې کې په ۸۴ توپونو د ۸ څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۱۰۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د پاکستان لپاره توپ اچوونې په برخه کې وهاب ریاض او یاسر شاه دوه دوه ویکټې واخیستې.

پاکستاني لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې د اظهر علي غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف په ۴۷.۲ اورونو کې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

پاکستاني لوبډل مشر اظهر علي په ۱۰۴ توپونو د اته څلوریزو په مرسته ۱۰۲ منډې جوړې کړې او د موپارېوا په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

حارث سهیل هم دغې لوبې کې په ۴۹ توپونو د شپږ څلوریزو په مرسته ۵۲ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره کرېمر غوره توپ اچوونکی ثابت شو. کریمر خپل ۱۰ اورونو کې ۵۲ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

دغه لوبه د پاکستان لپاره ډیره مهمه وه ځکه چې د کرکټ نړیوالې ادارې پاکستان ته ګواښ کړی و چې که چیرې له دغو لوبو څخه یوه لوبه هم وبایلي نو په چیمینز ټرافي سیالیو کې به د لوبې چانس نه ورکول کیږي.

پاکستان د زیمبابووي په خلاف درې شل اوریزې او دوه یوه ورځنۍ لوبې وکړې چې ټولو لوبو کې يي د زیمبابووي لوبډلې ته ماتې ورکړه خو زیمابووي لوبډلې هم د پاکستان په خلاف پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x