روغتیا

لاندې طریقې مو د خولې او پښو بد بويي له منځه وړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۹ل): ټول بدن نه بلکه د بدن ځینې برخې بد بوي تولیدوي. د تنګ او تړل شوی بوټانو له امله د نارینه پښې بد بوي کوي او خوله بیا د ځینې خواړه او معدې مختفې ناروغۍ له امله بد بوي کوي.

د بدن د مختلفو برخو بد بوي له منځه وړلو لپاره هیڅ ډول کیمیاوي درمل شتون نه لري خو یو څو کورني ټکي پام کې نیولو سره د خولې او پښو له بد بویي څخه ځان ژغورلی شئ.

اوبه: له زیات نه زیات اوبه وڅښئ. د بدن د اړتیا وړ اوبه څښل د خولې د بد بوي یو له غوره درملو څخه دی. کله چې بدن د اوبو له کموالي سره مخ شي نو په خوله کې د لاړو جوړولو وړتیا کمزوری کیږي او همدا په خوله کې د بد بوي لامل ګرځي.

ويټامین سي: مالته، لیمو او نور ویټامین سي لروونکي خواړه خوله تازه ساتي او په دې ډول د خولې د بد بوي په مخنیوی کې ډیره زیاته مرسته کوي.

مڼه: کله چې مڼه د غاښونو په وسیله پرې کوو نو خوله کې د لاړو جوړولو عملیه ګړندی کیږي کوم چې په طبیعي ډول د خولې له پاکولو سره د خولې بد بوي هم له منځه وړي.

د دار چیني چای: دار چيني له نورو بې شمیرو ګټو سربیره د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره هم یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي. د دار چیني چای د انسان خوله او نفس تازه ساتي نو له همدې امله په ورځ کې یو ځل د دار چیني چای څښل مه هیروئ په ځانګړی ډول هغه کسان چې د خولې له بد بوي څخه کړیږي.

پودینه: پودینه د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي چې له همدې امله د غاښونو مختلفو کریمونو کې هم په زیاته کچه استعمالیږي. که د خولې بد بوي له منځه وړل غواړئ نو په خواړه کې د پودینې استعمال مه هیروئ.

نظافت: د پښو بد بوي له منځه وړلو لپاره باید نظافت ته خاصه پاملرنه وشي. خپل پښې وچ او پاک وساتئ. له غسل وروسته د ګوتو تر منځ شته فاصله هم وچ کړئ. یوه جوړه جرابې د اوږدې مودې لپاره مه استعمالوئ. جرابې له ویستلو وروسته ووینځئ او بوټان مو ازادې هوا ته کیږدئ.

د بد بوي له منځه وړوونکی پوډر: د پښو بد بوي له منځه وړلو لپاره د بد بوي له منځه وړوونکی پوډر استعمال کړئ او خپل بوټان تازه هوا او یا هم لمر ته کیږدئ.

د ازادو بوټانو استعمال: تنګ بوټان هم د پښو د بد بوي لامل ګرځي نو له همدې امله داسې بوټان استعمال کړئ چې په پښو کې مو ازاد وي او تازه هوا ننوتلو لپاره خالي ځای ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد صدیقی

ستاسو معلومات ډیر ګټور معلومات دی مونږ تری ډیر خوشاله یو او نوره کامیابی هم درته غواړم

خالد صدیقی

مننه ستاسو د زحمتونو څخه چی مونږ ته مو دومره اسانتیا برابره کړی.
یو هیله درڅخه لرو چی د ځوانانو لپاره د تعلیم په باره کی ډیر مطالب نشر کړۍ تر څو زمونږ ځوانان د ګران افغانستان سره مینه پیدا شی.او د خپل دی دردیدلی او کړیدلی ګران هیواد افغانستان لپاره خدمت وکړی
په اخیر کی دا چی ژوندی دی وی د افغانستان ملی اردو زړه ور او په وطن مین ځوانان

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx