روغتیا

عسل «شات» په اوبو کې څښل د ګڼو ناروغيو مخنيوی کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۴ل): په نبوي احاديثو کې د عسلو د اهميت او ګټو په اړه ګڼ فضايل او ګټې ذکر شوي او اوسنۍ طبي څېړنې هم د شاتو په اهميت بحثونه او څېړنې کوي.

نوې طبي څېړنې ښيي، چې په تشه ګېډه يا له خوبه وړاندې شات په اوبو کې څښل د وزن کمولو، د بندونو درد او پړسوب له منځه وړلو تر څنګ د ګڼو ناروغيو په مخنيوي کې رغنده رول لري.

عسل په اوبو کې څښل د بدن رنګ ښکلی کوي، بدن کې مېکروبونه له منځه وړي او ډاکټران وايي، چې هره ورځ يو قاشوغه شات په يو ګيلاس اوبو کې څښل وزن کموي، ذهني وړتيا زياتوي، بدن د لوږې احساس کموي او د بندونو درد او پړسوب هم له منځه وړي.

د شاتو طبي ګټې

ډنمارکي څېړنې ښيي، چې شات په اوبو کې څښل د غړو او پلو دردونه ختموي، د وينې غوړ «کوليسټرول» نورمال ساتي او بدن له بکټرياوو څخه ژغوري او په ځانګړې توګه دا ګټې يې هغه مهال نورې هم زياتيږي، چې په تشه ګېډه وخوړل شي.

زموږ ډ‌ېر خلک او کارکوونکي د ستړيا د مخنيوي لپاره ډول ډول انرجي بوتل څښي، مګر د ستړيا د له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره لار عسل په اوبو کې څښل دي او دې سره د ذهن او بدن فعاليت قوي کيږي او تل تر و تازه وي.

بايد وويل شي، کوم خلک چې د ستړيا د له منځه وړلو لپاره د انرجي په نوم بوتل څښي جانبي عوارض يې ډېر زيات وي او تر ټولو خطرناک يې د زړه حمله ده.

شات په اوبو کې ګډ څښل د يادو ناروغيو تر څنګ د حساسيت د له منځه وړلو، د سينې او تنفسي نظام د ښه کولو او بدن له هر ډول زهرجنو موادو څخه پاک ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

رسو ل الله صلي الله عليه وسلم واي .. عليكم باشفأين القران والعسل ..ترجمه.. به دو دوايانو دخبلومرضونه علاج وكري يو به قران الكريم اوبل به عسلو .. عسل به يخو او بو كي يخ تبعيت لري يعني كه دجا زياته كر مي كزي او فكر كوي جي عسل كرم دي نو بيا به يخو اوبو كي تري شربت جوره ول يخ تبيعت لري دكر مي مكل ضد دي او به كر مو اوبو كي كرم تبيعت لري يعني كه سوك ديخني نه يريزي واي جي يخ مي ونه وهي نو بيا دي دكر مو اوبو عسلي شربت نو شيجان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x