
سپکاوی
عراقی ادیب او شاعر: احمد مطر
لوی هیوادونه په دې آند شول
چې باید نوبتونه بدل کړي
پریکړه وشوه چې والي بدل کړي
په ځای یې خر وټاکي
د پريکړي د لاسلیک په مهال
د نړۍ ټولو خرو په یوه خوله انکار وکړ
موږ د ټولي نړۍ خره
هر ډول ستړیا قبلوو
پر موږ سپرلي قبلوو
وهل ډبول قبلوو
آن دار او زیندۍ منو
خو د استعمار مزدوري او چوپړ په کلکه ردوو
زموږ خرتوب دا دروند پیغور نه مني!