
د بلوچستان مستونګ کې د دوو بسونو ۱۹ مساپر وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان بلوچستان ايالت مستونګ سيمه کې نا څرګندو وسله والو د مساپرو پر دوو بسونو بريد کې لږ تر لږه ۱۹ مساپر وژلي دي.
د بلوچستان کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي رويټرز خبري اژانس ته وويل، چې دغه مساپر د بلوچستان پشين څخه کراچۍ ته روان وو، چې مستونګ سيمه کې پرې ناڅرګندو وسله والو بريد وکړ.
د سرفراز په وينا بريدګرو د پاکستاني عسکرو يونيفورم پر تن و او د دوو بسونو پر سپارليو يې ناتاره ډزې وکړې.
د بلوچستان کورنيو چارو وزير زياتوي، چې په دغه بريد کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او يو ټپي دی.
د بلوچستان ايالتي چارواکي وايي، چې په دواړو بسونو کې ۲۵ تنه سپاره وو، چې بريدګرو پنځه پرېښي، ۱۹ يې ووژل او يو يې ټپي کړی دی.
د بي بي سي خبريال طاهر خان په خپلو ټويټر پيغام کې ليکلي، چې وژل شوي کسان د پشين سيمه پښتانه وو.
د بلوچستان اعلا وزير عبدالمالک بلوڅ د يادې پېښې له امله بلوچستان کې درې ورځنی ماتم اعلان کړی او له ټولو سياسي ګوندونو يې د يو والي غوښتنه کړې ده.
مستونګ د بلوچستان په نا امنو سيمو کې شمېر کيږي او له دې وړاندې هم په کې څو څو ځله د مساپرو پر بسونو بريدونه شوي، مګر دا لومړی ځل دی، چې پښتانه مساپر پر دغه لاره وژل کيږي.