افغانستان

طالبانو له امریکاسره په قطرکې پیل شوې خبرې ترنامعلومې نیټې پورې ودرولې

tayab-aghaطالبانو په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې له امریکایانو سره یې په قطر کې لومړنۍ پیل شوې خبرې  ترنامعلومه وخته درولې . طالبانو څه موده وړاندي  دقطر په هیواد کې  له نړیوالو سره دازادانه اړیکو نیول په موخه په رسمي توګه دیوه سیاسي دفتر پرانیستل اعلان کړل،ددې دفتر له لاري له امریکایانو سره یو لړ لومړني تماسونه هم ونیول شول .هغه مهال دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې ،ابتدایي تماسونه نیول شوي ،

په یولړ موضوعاتو تفاهم شوي او همداراز دبندیانو دتبالې دموضوع وړاندیز مطرح شوي،مقابل لوری امریکا یې چارواکوپه عیني وخت کې په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر پرانستل تاید کړل او ادعا یې وکړه چې  دافغانستان دمسلې دحل کولو پر سریې له طالبانو سره مثبتې خبرې کړې.

طالبانو په اوسني تازه خپره شوې اعلامیه کې دخبرو دتوقف  پړه په امریکا ور اړولې، زیاتوي  مقابل لوري وخت ضایع کوي امریکایان غواړي چې دوخت په تیریولو سره خپلې پټې موخې ترسره کړي ،په اعلامیه کې ویل شوي امریکایانو له دوې سره په لومړیو تماسونوکې پر کړیو وعدو وفا ونکړه  ،نوله همدې امله،   د امریکا ددې بدلیدونکي  او غیر ثابت موقف په نظر کي نیولو سره ،  دوئ له  امریکا سره دخبروتوقف ته مجبوره شو  باید ووایوچي د خبرو  د خڼد  اصلی سبب هم د امریکی متزلزل، بدلیدونکی او غیر واضح موقف دی نوځکه دتوقف مسئولیت هم ددوئ په غاړه دی.

دااعلامیه چې دطالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره کې نشر شوي او طالبانو دویاند له لوري دایمیل له لاري رسنیو ته لیږل شوې نن ټکي اسیا هم یوه کاپي ترلاسه کړې چې په لاندي ډول یې بشپړ متن  نشر ته سپاري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

له امریکاسره دخبرودتوقف، دقطر ددفتر او په هغه کې  دسیاسي فعالیت  په اړه  داسلامي امارت اعلامیه

څه موده وړاندي  د۱۴۳۳ کال دصفر المظفر په ۸ نیټه  چې ۲۰۱۲ کال دجنوري دمیاشتې له ۳ نیټې سره سمون خوري اسلامي امارت په رسمي توګه په قطرهیواد کې له نړیوالو سره دتفاهم او له یرغلګرو امریکایانو سره  دځینو مشخصو موضوعاتو دمطرح کولوپه منظور دقطرهیوادله حکومت سره  دسیاسي دفتر په پرانستلو موافقه وکړه.

ددغه سیاسي دفتر دپرانیستلو اصلي انګیزه دا وه چې اسلامي امارت وکولای شي ترڅو له نړيوالو سره په آزاد مټ او له خطره لرې تماسونه ټينګ کړي او هم يرغلګر جهت په مخامخ توګه په دې پوه کړي چې موږ له مبارزې لاس اخيستونکي نه يو اوترهغو مو په آرام نه پريږدو ترڅوچې خپل وروستی عسکر مو هم زموږ له خاورې نه وي ايستلی او افغانان مو نه وي پريښي چې دخپلې خوښې اسلامی حاکميت ځانته جو ړ کړي اوهم په مخالف لوري دا بهانه هم ودرووچي بارباربه یې ویل چي دمجاهدینوادرس موږته معلوم ندی ترڅوموږتماس ورسره ونیسوپه دې توګه به یې ځان بری الزمه ښود همدارنګه موغوښتل چې مخامخ ټولوجهتونوته داخبره وکړو چې موږپه راتلونکي کې له هرچاسره هغه تعامل ته تیاریوچې دوه ازاد هیوادونه یې په خپل مینځ کې سره کوي او هرلوری خپل نافذه قوانین په نظر کې نیسي اوغوښتل موچې دنړیوالوله ذهنونوهغه خبرې هم لیري کړوکومې چې زموږدښمنانو په موږپسې کړي دي او زموږتصویر یې نړۍ  ته داسې ښکاره کړی چې ګنې اسلامي امارت له نظامي وړتیاماسیواپه  سیاسي ، ادار ي اواجتماعي ډګرونو کې پلانونه اوتوان مندي نلري اویاداچې اسلامي امارت  نورو هیوادونوته ضررپیښوي  ، په داسې  حال کې چې اسلامي امارت  په دې برخو کې خورا رڼه پالیسي ،وړتیا اواوږدمهاله پلانونه  لري .

 په دې سلسله کې  داسلامي امارت سیاسي استازو له یرغلګر دښمن سره په قطرکې دهغه سیاسي دفترپه پرانستلو کوم چې داسلامي امارت اوقطرحکومت تر منځ واردمخه موافقه ورباندې شوې وه   او په هغه کې داسیرانودتبادلې په سر لومړنۍ خبرې پیل کړې . په دې برخه کې امریکایانوداسیرانو دتبادلې په عملي کولواوزموږدسیاسي دفتر دمخالفت د نه کولو موافقه هم وکړه ؛خو دوخت په تیریدو سره مقابل لوري په خپلو وعدو وفا ونکړه اوامریکايي لوري په دي جریان کې  یو لړ داسې بې اساسه  تبلیغات  هم پیل  کړل چې  ګواکې  داسلامي امارت استازو له دوي سره دافغانستان  دعمومي  لانجې په اړه هراړخیزمذاکرات  پیل کړي ،له دې سره هم مهال  حامد کرزي چې د امريکايانو له اجازې پرته  یوه سیاسي خبره هم نشي کولی له کوم سند پرته  ادعاوکړه چي کابل ادارې اوامریکا له طالبانو سره په ګډه مذاکرات پیل کړي  داپه داسې حال کې  چې  اسلامی امارت له پورته یادشویو دووخبرو(ددفترپرانستنې اودبنديانوتبادلې  ) نه علاوه په نورو موضوعاتو هیڅ ډول  مذاکرات ندي کړي اونه هم له چاسره نورکوم شرایط  منل شوي  اونه هم دکرزي له اداري سره خبري شوي  بل داچي پورته یادي شوې هغه خبري چي تفاهم ورباندي شوی و  لاد امریکا له لوري   عملي شوې نه وې چي د امریکا استازي په وروستۍ لیدنه کې،اسلامي امارت  ته یو لړ شرائط وړاندې کړل، هغه نه یوازي داچې تردې مخکي، ددواړو طرفونو ترمینځ پرې تفاهم  نه و شوی ، بلکي د مخکیني تفاهم په خلاف هم  وو. له همدې امله،   د امریکا ددې بدلیدونکي  او غیر ثابت موقف په نظر کي نیولو سره ،  اسلامی امارت د امریکا سره دخبروتوقف ته مجبوره شو  باید ووایوچي د خبرو  د خڼد  اصلی سبب هم د امریکی متزلزل، بدلیدونکی او غیر واضح موقف دی نوځکه دتوقف مسئولیت هم ددوئ په غاړه دی.

ددې لپاره  چې هم  خپل مسلمان ولس،  هم  یرغلګردښمن  او هم ټولې نړۍ ته  داسلامي امارت موقف واضح وي اسلامي امارت  په قطرکې دسیاسي دفتر پرانیستنه یواځې له  بهرنۍ نړۍ سره دتفاهم  او په هغه کې  له یرغلګر وامریکایانو سره  په لمړي سرکې دبندیانو تبادلې  په سر خبرې کول غوښتل  ،خوداسې ښکارې چې  یرغلګرامریکایان اوګوډاګیان یې  داسلامي امارت  له دغه  اقدام څخه  په ناوړې استفادې سره نوراهداف ترلاسه کول  غواړي  او ددغو ناوړه اهدافو دترلاسه کولو لپاره  موضوع ځنډوي او   هسې  وخت  ضايع کوي .

لهذا اسلامي  امارت  وپتېيله چې په قطرکې  له امریکايي  لوري سره خپلې  پیل کړې  خبرې سر له نن تاریخ نه  ترهغو متوقفې  کړي ترڅوچې  امریکايي لوري دنوموړو مشخصو موضوعاتو په سر دبحث کولو لپاره   خپل  موقف ښکاره   او  دوخت له ضیاع  پرته   دشویو وعدو په اړه دعملي کولو  تیاری  نه وي ښودلی  ،همدارنګه‎ د افغانستان مسئله  دوه بعدونه لري یو یې خارجي بعد او بل یې داخلي بعد دی . خارجي بعد یي په امریکایانو پوري اړه لري او داخلي بعد یي په افغانانو پوري . ترڅو چي خارجي بعد نه وي   انجام  شوی چي  دهغه   دعملي کیدو توان  یوازي له خارجیانو سره دی، داخلي بعد ته ورننوتل بي معنا او د وخت ضیاع  ده. له همدې امله ،  اسلامي امارت د کابل له ادارې سره خبرې بې فایدې بولي . 

له دې سره په څنګ کې اسلامي امارت ددښمن دناوړه دسیسو په مقابل کې خورا ښه امادګي ،لوړه حوصله ،اوږدمهاله جهادي پلانونه اودخپل مؤمن اولس پراخ ملاتړلري ،اسلامي امارت په افغانستان کې دبهرنیو پوځیانو موجودیت دټولې  سیمې  لپاره خطر بولي اودیوې لحظې لپاره یې نه په اوسني شکل زغملی شي اونه یې هم دخاصو مؤقتویا دایمي اډوپه شکل ،اسلامي امارت یوځل بیا په ټوله نړۍ اوپه خاص ډول دسیمې په هیوادو غږ کوي چې دټولې سیمې دثبات اوکرارۍ لپاره داشغالګرو ځواکونوپه شړلو کې داسلامي امارت  ننګه اوملاتړ وکړي .

والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۳/۴/۲۲هق

2012-03-15 م

۱۳۹۰/۱۲/۲۵ش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x