افغانستان

د بادغيس د سولې شورا غړی ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د بادغيس ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د سولې شورا يو مهم غړی اختر محمد ووژل شو.

د بادغيس د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمد قيوم انګار رسنيو ته وويل، چې اختر محمد د قادس ولسوالۍ قرچغي کلي اوسيدونکی و او تېره شپه خپل کلي ته څېرمه د دوستانو کره مېلمه و.

د انګار په وينا طالبانو تېره شپه د اختر محمد د کوربه پر کور چاپه ووهله، اختر محمد يې ځای پر ځای وواژه او د هغه دوه ملګري يې له ځان سره بوولي دي.

چارواکي وايي، چې د اختر محمد دواړه ملګري هم د سولې شورا غړي دي.

قيوم انګار وايي، چې دوی د تښتول شوو کسانو پلټنه پيل کړې، د دوی کوربه يې نيولی دی او د پېښې په اړه يې ترې پوښتنې پيل کړي دي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x