نړۍ

په ترافيکي پېښه کې ديارلس مصري عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د مصر پلازمېنې قاهرې سويل بني سويف ولايت کې د مصري پوځيانو بس د ټکر له امله ديارلس مصري عسکر او درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د مصر امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه پېښه کې دريالس تنه نور ټپيان شوي دي.

له قاهرې خپرېدونکې الاهرام ورځپاڼې په ټويټر پيغام کې راغلي، چې د عسکرو بس د بني سويف ولايت شوشا کلي کې يوې لارې سره ټکر شو، چې له امله يې ديارلس عسکر او درې ولسي وګړي وژل شوي او ديارلس نور ټپيان دي.

ويل کيږي، چې پېښه تېره شپه ناوخته د موټر د زيات رفتار له امله رامنځته شوې ده.

د څارونکو په وينا مصر کې ترافيکي پېښې د نړۍ په پرتله ډېرې زياتې پېښيږي او لامل يې هم د موټر چلوونکو نه احتياط او تېز رفتار ښودل شوی دی.

قاهره کې طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې ۲۰۱۱ز کال راهيسې مصر کې ۷۱۱۵ ترافيکي پېښې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x