
طالبانو د مذاکراتو په اړه د سولې شورا څرګندونې يو ځل بيا رد کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د سولې شورا غړي وايي، چې راتلونکو لنډو ورځو کې به د طالبانو استازو سره د خبرو اترو يوه ځانګړې ناسته ولري، مګر د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د سولې شورا د چارواکو څرګندونې په سختو ټکو غندلي او وايي، چې دا ډول څرګندونې هېڅ حقيقت نه لري.
د مجاهد په وينا د سولې شورا اداره غواړي، چې د داسې پروپاګندو او اوازو له لارې خپل ژوند اوږد کړي او له امريکايانو د ډالري تنخواګانو لړۍ نوره هم وغزوي.
طالبانو يو ځل بيا ټينګار کړی، چې افغانستان کې د ستونزې بنسټيز لامل امريکايي اشغال دی او تر څو چې امريکايي او ايتلافي اشغال وي، دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د يادونې وړ ده، چې سولې شورا له تېرو څو کالو طالبانو سره د خبرو اترو په نوم جوړه شوې اداره ده او د څارونکو په اند دغه اداره تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نه لري او هر لوړ پوړی او ټيټ پوړی غړی يې زرګونو ډالر تنخواې اخلي او د کار پايله يې نه ده معلومه.
څارونکي هم د ذبيح الله مجاهد د څرګندونو په تاييد وايي، چې د سولې شورا د خپلو تنخواګانو د ژغورلو لپاره طالبانو سره د خبرو اترو او مذاکراتو په اړه وخت پر وخت داسې اوازې خپروي، چې عملي ميدان کې هېڅ حقيقت نه لري.
طالبان له پيله همدا يوه خبره تکراري کوي، چې د امريکايي اشغال تر پايه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او له هغې وروسته دوی افغاني اړخونو سره پرتې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کولای شي.
د سولی شورا خو رښتیا هم هسی تش په نامه شورا ده او تر اوسه هیڅ لاسته راوړنه نلری مګر زاړه تصویرونه هر ورځ یی ښایی چی یو نیم په کی د شرم څخه مخ پټ کړی تر څو یی څوک ونه پیژنی. د سولی په شورا هسی وخت او پیسی ضایع کوی مګر یو خبره ده هسی افغانانوپه کی ښی دالری واخیسیتی