درې کسان درې نېکۍ

ژباړن : عطا محمد میاخېل

یوه ورځ درې کسان په ګډه د چکر او تفریح په موخه له کوره بهر شول، په دې وخت کې ډېر سخت باران پیل شو، هغوی په غره کې یوه سوري ته پناه یوړه. له غره څخه یوه ډېره ستره تیږه را وښویېده او د سوري خوله یې بنده کړه، هغوی خواشیني شول، یو بل ته یې وویل : که چېرې په ژوند کې مو کومه نېکي ترسره کړې وي، نو الله (ج) ته یې واسطه کړئ، چې خدای (ج) رحم وکړي او موږ له دې سوري څخه وژغوري.

د هغوی له ډلې څخه یوه وویل : ای الله (ج) ! ته تر ټولو ښه پوهېږې، چې زه د تره په لور مې مین وم او هغه له ما سره د بد کار د تر سره کولو له پاره نه چمتو کېده، یوه ورځ یې پیسو ته اړتیا پیدا شوه، نو ماته راغله، ما ورته وویل : په یوه شرط پیسې درکوم، چې له ماسره دا بد کار ترسره کړې، هغې ونه منله؛ څوـــ څو ځله راغله، خو په پای کې اړه شوه. کله چې یو بل ته نږدې کېدو، نو د تره لور مې ستا له وېرې ورېږدېدله او وې ویل : تاته لازمه نه ده، چې دا کار ترسره کړې او زه دا کار حرام ګڼم. یا الله (ج) ! ته پوهېږې، چې ما ستا له وېرې دا کار ترسره نه کړ او ستا د رضا له پاره مې څو برابره پیسې ورکړې، همدا وو، چې تیږه د سوري له خولې لږ لرې شوه .

بل وویل : ای الله (ج) ! ته پوهېږې، چې مور و پلار مې شیدې غوښتلې، کله چې ما شیدې راوړې، نو هغوی ویده ول، نو تر سهاره هغوی ته معطل شوم، سره له دې چې وزې له کوره څخه بهر وې او د لېوانو او وحشي حیواناتو خطر هم زیات وو او ما دا کار یوازې ستا د رضا له پاره ترسره کړ. دا سوری زموږ پرمخ پرانیزه، تیږه لږ نوره هم له سوري څخه لرې شوه.

بل وویل : یا الله (ج) ! ته پوهېږې، چې یوه ورځ یوه کاریګر له ما سره ښه کار کاوه، کله مې چې د هغه مزد ورکړ، نو هغه ونه مانه، غوسه شو او ما د هغه پیسې په کروندو او نورو کارونو کې په کار واچولې، د هغه پیسې زیاتې شوې او په هغو پیسو مې یو غویی او یو اوښ واخیست. یوه ورځ هغه کاریګر اړ شو او د خپل مزد له پاره راغی او ماهم ستا د رضا په خاطر هغه غویی او اوښ ورته ورکړل. یا الله (ج) پر موږ رحم وکړه، هماغه وو، چې خدای (ج) د هغوی د نېکیو په خاطر، چې ترسره کړې یې وې، هغوی د غره له سوري څخه وژغورل .