د ذوالنون المصري ، او عابد/ رېښتينې کيسه

ژباړه : حمدالله دانشمند

له ذوالنون المصري – رح … – نه روايت دی وايې : يوه ورځ د حجاز
په لوري يواځي په سفر ووتم ، څه مزل مې وکړ دادی په يوه لويه بيديا ور سم
شوم ، خوراکي توکې راسره تمام شول ،(د لوږې او تندې له امله ) د مرګ
سره لاس اوګرېوان شوم ، که ګورم يوه درخته (ونه ) مې لري په صحرا کې په
نظر شوه چې ځوړنده تاندې نږدې خاښلې ، او ډېرې پاڼې يې لرلې ، له ځان
سره وايم دې درختې ته به ورشم تر سايې لانده به يې دمه شم ترڅو الله
جل جلاله خپله فيصله ځما په پار تر سره کړي !.

کله چې درختې ته نږدې شوم غواړم چې سايې ته يې ورشم ، د اوبو “کوزه” مې
يوې تاندې و نېوه پاتې اوبه کوم چې ژوند مې پرې بچ کاوه ؛ هم د زمکې
خوراک شوې ، دالته مې نورهم مرګ يقيني وګاڼه ، تر سايې لاندې مې ځان
واچاوه د ملک الموت (عزرائيل عليه السلام ) د راتګ شېبې شمارم چې خپل
روح په واک کې ور کړم !، ناڅاپه مې يو درمن غږ (زګيروی) تر غوږ شول ،
ويل يې : ای ځماڅښتنه ، ای ځما مولی! که په درد را نه راضي کېږې نو
نور يې هم زيات کړه ، ای مهربانه الله (ج)!،

ور وخوځېدم د زګېروي لوری لټوم که ګورم يو ښايسته سړی په رېګ پروت دی
مرغان ترې تاو دي په مښوکو غوښې ترې توږي ، سلام مې ور واچاوه ، راته
يې کړه : ای ذوالنونه ! خوراکي توکي دې تمام شول ، او اوبه دې توی شوې نو
دې مرګ يقينې وګاڼه ، ځه تر سر ورته کېناستم ، د ده د ژړا ، او د ده د
درمن حالت ، او زګيروي له امله ځما هم په ګريوان اوښکې را ماتې شوې .

ډېر وخت نه وو تېر شوی چې په وړاندي مې يوه له خوراکي توکو ډکه کاسه
کېښودل شوه ، نوموړي عابد په خپله پونده زمکه ووهله چې يوه چينه تر
شيدو سپينه ، او تر عسلو خوږه د زمکې پر سر راڅرګنده شوه ، راته يې وويل
: ذوالنونه ! اوس خپله لوږه ، پرې قر اره ، او تنده پرې ماته کړه ،
(ذوالنونه !) هرو – مرو به مکې مکرمې ته ورسېږې خو ځما يوحاجت دی که
دې تر سره کړ الله (ج ) به اجر ، او ثواب درکړي ، وايې : ماورته کړه :
هغه څه ؟ ، وېل : هغه دا چې کله ځه مړ شم ، نو غسل راکړه ، خښ مې کړه ،
له مرغانو ، او درنده ګانو مې پټ کړه ، او لاړ شه ، کله چې د حج
اداکړ هرو – مرو به د بغداد ښار ته ورسېږې د “زعفران” دروازې له
لوري به ور د ننه شې ، و به وينې چې هلکان به په لوبو بوخت وي ، رنګ –
رنګ جامې به يې په تن وې ، خو يونوی ځوان به و مومې چې د الله له
ذکر نه بغير به يې بله مشغله نه وې ، يو ټوکر به يې په تن ، او بل به
يې په اوږو وې ، په مخ به يې دوه تور خطونه د زياتو اوښکو له امله جوړ
وې ، ياد ځوان ځما ځوی ، او د زړه ټوټه دی ، ځما سلام ورته وايه!.

ذوالنون ـ رح – فرمايې : کله يې چې خبر بشپړ کړ سمدستي مې ترې واورېدل
ويل يې : أشهد أن لا اله إلا الله، وأشهد أن محمدا رسول الله، يوه
نعره يې له خولې ووته روح يې خپل مالک ته حواله کړ – الله دې رحم پرې
وکړي – ، ذوالنون – رح – فرمايې : داسترجاع کلمه مې وويله ، له ما
سره يو قمېص ووچې تل به د سفر پر مهال را سره وو، هغه مې و وينځل ، کفن
مې ور کړ ، خاوري مې پرې واړولې ، د مکې مکرمې په لور و خوځېدم ، کله چې
د حج له مناسکو فارغ شوم ، او د مدني جانان د روضې زيارت مې هم وکړ، د
بغداد په لور مې مخه شوه ، د بغداد ښار ته له يادي دروازي ور د ننه شوم
د اختر ورځ وه هلکان په لوبو بوخت وو ، رنګينې جامې يې په تنو وې ،
آخوا – دېخوا مې سترګې و غړولې نوموړی هلک مې په نظر شو چې د الله په
ذکر يې خوله خوزېدله ، په مخ کې يې پرېښانې له ورايه ځلېده ، دوه (۲) تور
خطونه يې پر مخ د تړمو اوښکو له کبله جوړ وو له ځان سره يې زمزمه کول :

الناس كلهم للعيد قد فرحوا … وقد فرحت أنا بالواحد الصمد*
الناس كلهم للعيد قد صبغوا … وقد صبغت ثياب الذل والكمد*
الناس كلهم للعيد قد غسلوا … وقد غسلت أنا بالدمع للكبد

ژباړه : خلک واړه د اختر د خوښيو په لټه کې دې … او ځه په يو الله
(ج) چې واړه مخلوق ور ته اړ دی ؛ راضي ( خوښ) يم *
خلکو ټولو د اختر لپار جامې رنګ کړې … ما رنګ کړي دي د ذلت ، اوتکليف
زړې جامې *

خلکو واړه د اختر لپاره خپل ځانونه وينځلې … ما په اوښکو د مشقت له
امله خپل تن پريمنځل *

ذوالنون – رح.. – وايې : سلام مې ور واچاوه ، راته يې “وعليک …
” ووايه ، او زياته يې کړه : ځما د بابا له لوري راغلي استاذي ته
مرحبا (ښه راغلاست )وايم وايې : ورته کړه مې چا خبر کړې چې ځه ستا د
بابک استاذی يم ؟! وېل : هغه چا خبر کړ م چې راته يې وېل : ستا
پلار همده (تا) په صحرا دفن (خښ)کړ .
ای ذوالنونه ! ستا په فکر ګواکي ځما پلار تا په بيديا خښ کړ ؟ ، په
الله قسم چې ځما پلار و ‘سدرة المتهی ‘ ته يو وړل شو ، لکن له ما
سره لاړ شه ځما و جدې (نيا) ته د تسل لپاره ، نوموړي هلک تر لاس و نيولم
د خپل کور په لور يې سم کړم ، کله چې ځه و در وازې ته ور ورسېدو ، په
ورو – ورو – يې دروازه و ټکوله که ګورم يوه سپين سرې بوډۍ را په
دروازه را څرګنده شوه ، کله يې چې ستر ګې په ما و لګېدې ويې ويل :
مرحبا دي وې هغه چا ته چې په کتو يې ځما د( نازولي ، او ځما د سترګو
يخوالي ) له مخ نه ګټه تر لاسه کړې ، ورته مې وويل : چاخبره کړې
چې ګواکې ستا ځوی ما لېدلی دی؟ ، دې راته ووې : هغه چا راته خبر
راکړ چې په دې يې هم خبره کړم : چې تا ورته کفن ور کړی ، او ستا کفن
بېرته تاته درکول شوی دی . اې ذوالنونه ! ځما دې دخپل خدای په عزة ، او
جلال قسم وې چې ځما د ځوی په زاړه ټوکر الله و ملائکه ووته په “ملا
الاعلی” کې فخر کوي .

بيا يې وويل : ذوالنونه ! ماته بيان وکړه چې څنګه دي ځما ځوی ، او د
سترګو يخوالی ، او ځما د زړه مېوه پرېښودل ؟ ما ورته وويل : چې په
لوېه بېديا کې مې په مېنځ درېګونو ، او کاڼو کې پرېښود کله يې چې دا
واورېده نوموړی هلک يې خپلې سينې ته ور نږ دې کړ رانه غائبه (ورکه)
شوه له نظره مې ووته ، پوه نه شوم چې اسمان ته بالا و لاړاست ، او که
لاندي ځمکې ته شېوه سواست له يو لور نه اواز را و شو وايې : ای
ذوالنونه ! ځان مه ستړی کوه ، دهغو لټون ملائکه وو هم وکړ پيدا يې نکړل
، ورته کړه مې چېرته لاړل ؟، وايې : شهيدان د کفارو په تورو وزل کېږي ،
او د الله دوستان د هغه په مينه و هغه ج … ته ځان رسوي هغه د نور په
سوارليو سپاره د ستر باچا کوم چې په هرشي / هرچا بر لاسی دی و رېښتينې
مجلس ته ولاړه
ذوالنون -رح – فرمايې : چې کله مې خپله ټوکرۍ کې و کتل هغه کفن کت –
کت نغښتی د تېر په څېر په ټوکرۍ (توښه دان) کې پروت وو . ( رضي الله
عنهم و نفعنا ببرکاتهم امين يا رب العالمين )

ماخذ “بحر الدموع”

تبصرې (7)

  • دنن ټکی آسیا محترمو چلونکو ته اول سلام او وروسته له سلامه می ورنه خواهش ده چی اول دی یو مطلب ګوری بیا دی نشر ته سپاری دا قیصه خو ټوله په خرافاتو او اسرائیلیاتو ولاړه ده او صریحا د اهل سنت والجماعت دعقیدی خلاف ده له لوستونکو نه می هم خواهش دی چی باور په ونکړی د مسلمان ماخذ باید قرآن، صحیح حدیث(سنت) او د خیر القرون د فقهاو فهم له دی دواړو مراجعو نه وی داسلام په زدکړه کی له دی دواړو ماخذو (قرآن او سنت) نه علاوه بل ماخذ نشته او هر بل ماخذ مردود ده وسلام علی من اتبع الهدی

  • دا هسي دروغ او خرافات دي, نن تكي اسيا هم اسلامي مبادئ او أصول نه لري, هره موضوع خبره وي...

  • ځما ليکنه يواځې او يواځې د هغه چا لپاره ده چې مذاهبو اربعه " وو ته ژمن , او د کرامت منونکي وې او بس . ښاغلي مبصرين دي خبر وې.

  • محترم دانیش صاحب کرامت مونږ هم منو او مذاهبو اربعه ته مونږ هم ژمن یو ولی کرامت د ولی په اختیار کی نه وی داد اهل سنت متفق علیه عقیدوی مسله ده چی هیڅوک پدی کښی اختلاف نلری او له معجزه سره یی فرق هم په همدی کی ده ولی تا پدی لیکنه کی کرامت د ولی په اختیار کی اچولی کوم روایات چی د احادیثو په کتابونو کی راغلی په یوه دهغو کی هم کرامت دولی په اختیار کی نده بلکه له اختیار نه یی خارج ده لکه دحضرت عمر او ددوه صحابو د شپی د عصا قیصه وسلام علی من اتبع الهدی

  • وروره دلته دكرامت خبره نه ده, بلكه علم غيب ويل شوي, او دعلم غيب مالك صرف او صرف د الله رب العزت ذات دي...

  • حامد صيب ,په ډېر درناوي !تاشو نوموړې کيسه په اسرائيلياتو , او موضوعاتو مشتمله بللې حال دا چې دا نه د مخکنو امتونو قصه ده , او نه کوم حديث دی چې ته يې په اسرائيلياتو او موضوعاتو کې مدغمه وې , بلکې دا کيسه "ابو الفرج ابن الجوزي " رحمه الله - ذکر کړي کوم چې دامت په مخکښو , او پېوړو کسانو کې شمارل کېږې ,ښايې ستاسو وړتيا , او تقوی ديانت وه هغوی ته په نشت حساب وي . د حنيف صيب په ګډون مو تبصره , او رد هم په نوموړي عالم دی کوم چې د دې فاني پر مخ يې ټول حقاني علما و کتاب " بحرالدموع " ته د يو مقبول کتاب په نظر ګوري . الله جل جلاله دي اوکړي چې خفه نشئ !.

  • یاره ډیر سخت خرافات او حتی دشرک خبری یی کړی پکی زه حیران دیته یم چی مسلمان ولی دومره غافله او له خپل دین نه ناخبره دی چی هر ځه ورته مخی ته رازی او بس په پټو سترګو یی قبلوی. ښکاره د شرک خبری او دکفر خبری شوی پکی او بیا لا ناشر ننګه هم تری کوی افسوس پکار دی. شرک شرک وی دشرک خبری سړی شرک ته رسوی ولو که هغه هر علامه او هر چا کړی وی. برعکس توحید توحید وی دتوحید خبره که یهودی درته وکړی هم منل کیږی او قابل اعتبار وی.