هندي رسنۍ او دهغې اغېزې پر افغاني ټولنه

لیکونکی: اظهارالحق (مصلح)

دا یو مسلم حقیقت دی چی په اوسني وخت کی رسنۍ د انسانی ژوند يوه اړتیا ګرځیدلی ده او په انساني ژوند باندی ډیره زياته اغیزه لري او هیڅ داسی يو ټولنه نشته چی له رسنیو څخه استفاده نه کوي، او دغه رسنۍ د بېلا بیلو ټولنو احزابو او شرکتونو له خوا کنترولیګي ، چی یوه له دغه رسنیو څخه هندي رسنۍ ده چی پدی وروستیو کی یی په ټوله نړۍ کی ډیر زیات شهرت موندلی او په خاصه توګه د هندي بالي ود فلمونه او سریالونه په ټوله نړۍ کی کتل کیږي او په تیره بیا په افغانستان کی هم ډیر زیات مینه وال لري.
هندي رسنۍ یوه له هغه رسنیو څخه ده چی په ډیره کچه پکی خپل مذهب عقایدو او کلتور ته هڅونه کیږي او پر افغاني ټولنه یی چی یوه اسلامي با غیرته او حیاناکه ټولنه ده هم ډیری منفي اغیزی کړیدي چی ځینی یی په لاندی ډول دي:
1_ عقیدوي او مذهبي اغیزه:
په هندي فلمونو او سریالونو کی په ډیره کچه هندي عقایدو ته بلنه کیږي چی زمونږ په ځوان نسل یی ډیره بده اغیزه کړیده ، د مثال په ډول:
1.د الله نه سیوا په نورو شیانو قسم کول: لکه نعوذ بالله ځما دی ستا په سر قسم وي ،ځما دی ستا په مينه قسم وي،او یا ستا دی په خپلی مور قسم وي ،او دغه شی نن سبا ډیر عادي ګرځیدلی دی دخلکو لپاره حال دا چی دا ډیره لویه ګناه ده.
2.فالونه نیول او یو پر بل تعویذونه کول:دغه شی په هندي فلمونو او سریالونو کی ډیر زیات لیدل کیږي چی پکی دکورنۍ غړي یو پر بل کوډي کوي ترڅو یو چا ته ځان نږدی کړي او یو کس له بل څخه جلا کړي، او یا دبیلا بیلو کارونو د تر سره کولو نه مخکی فالونه نيول که چیری داسی وشول نو ځه به دا کار ترسره کړم او که ځیری داسی وشول نو ځه به دا کار نه ترسره کوم،او دغه فکر کټ مټ ځمونږ ټولنی ته انتقال شوی ،او ډیر داسی ليدل شوي چی کله د یوه هلک یوه انجلې خوښه وي نو هغه ځي او د انجلې په کورنۍ کوډي کوي تر څو یی تر لاسه کړي،حال دا چی کوډي کول دا یو د اسلام څخه وتلی کار دی .
3.په ستورو عقيده لرل:دا هم یو کفري عمل دی چی نن سبا په ورځپاڼو کی هم چاپ کیږي ،نن ورځ به ستاسی څنګه وي او دهغی لاندی بیلا بیل ستوري وي، لکه سرطان او اسد او فلانی او فلانی،او یا وایی چی څوک په فلانۍ ورځ یا په فلانۍ میاشت کښی زیږیدلی وي نو دهغه فکر به داسی وي او خوي به یی داسی وي چی دا ډول عقاید ټول د دغه رسنیو له لاری زموږ افغاني ټولنی ته را انتقال شوي دي.
2_ اخلاقي اغیزه:
اخلاق چی د اسلام سپیڅلی دین بنسټ دی خو متاسفانه چی نن سبا د مسلمانانو اخلاق هم ددغه رسنیو له یرغل څخه په امن کښی پاتی ندي،اود دمشر کشر توپیر ورک شو د مور او پلاراحترام نشته نارینو د ښځو او ښځو د نارینو لباسونه خپل کړل پیغلو پړوني له سره وغورځول او د نا محرمو سره چکرو اوخوړنځایو ته ځي او کله چی یی یو څوک خوښ وي نو له مور او پلار سره مشوره نه کوي او خپل سر ودونه کوي ، په لارو کوڅوکښی د خلکو خویندی او لوڼه زورول کیږي.او داسی هم پیښ شوي چی د ښوونځي له مخی څخه ا نجونی په زور تښتول شوی او بیا واده ته اړ کړی شوي ، چی دا ټول کارونه په هندي فلمونو کی ډیر زیات لیدل کیږي.
3_ کلتوری اغیزه:
دهندي فلمونو او سریالونو له مهمو عناصرو څخه یو هم کلتور ته بلنه ده او ددی اغیزه ډیر ژر ځمونږ په ځوانان نسل کښی لیدل کیږي ،په کلتور کښی ډیر شیان شامل دي د مثال په توګه:
1 لباس :په هندي رسنیو کښی داسی لباس ښودل کیږي چی داسلام څخه بیخي خلاف وي ،چی ډیر تنګ لنډ او لوڅ وي، او ځمونږ ځوانان او پيغلی یی داسی خپلوي لکه دا چی ددوۍ د پلار نیکه لباس وي،نن چی په کوم فلم یا سریال کښي کوم لباس ولیدل شي سبا ته ځوانانو او پیغلو اغوستی وي او په بازارونو کښي لیدل کیږي.
2. د ویښتانو سټایل:دا هم په ټولنه کښی ډیر زیات لیدل کیږي چی کله په یو فلم لوبغاړی د ویښتانو کوم سټایل غوره کړي نو سبا ته ځمونږ ځوانانو هم هغه سټایل جوړ کړی وي لکه تیری نام سټایل چی په یو وخت کښی یی ډیر زیات شهرت موندلی وه.په تیره بیا ځینی داسی سټایلونه جوړوي چی ورته ګوری نو خندا به درشي او هغه به د انسانانوپوری هیڅ تړاو نه لري بلکه دحیوانانو سټایل او د حیواناتو په نوم نومول کیږي لکه د چرګ سټایل(cock style) او داسی نور.
3. دودونه:نن سبا ځمونږ دودونه او رواجونه ټول هندي ډوله شوي دي په ودونو کښی داسی رواجونه لیدل کیږي چی نه له اسلام او نه له افغانیت سره کوم تړاو لري،د مثال په ډول:۱ په واده کښی هلک او ناوی یو ځای کښینوي اود کورنۍ نور غړي او میلمانه ورته ګډا کوي او عکاسي کوي ،د واده مخکی نکریزی وړل کیږي او د موسیقۍ سره ګډا کوي، د نکاح نه مخکی هلک او انجلۍ چی تر دی وخته پوری غیر محرم وي یوازی چکرو او بازارونو ته ځي.۲ د مختلفو ورځو لمانځل:لکه د ویلنټاین ورځ د ماشوم کلیزه او داسی نور.

اسلامی رسنئ islamic media الاعلام الاسلامي

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد داود
میلمه
محمد داود

شما باید از مزهب دیگر نه ترسید، بلکه عقیده خود ار فوی تر بسازید.

ډاکتر احمدی
میلمه

محمد راور رور هم سمه وایی