افغانستاننړۍ

نړیوال اسلامي پوهنتون څخه ۹۰ افغان محصلین فارغ شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون څخه نېږدې ۹۰ تنه افغان محصلین فارغ شول چې نن یې په ویاړ په دغه ښار کې نمانځغونډه جوړه شوې وه.

ددغه پوهنتون یو تن محصل شهاب الدین نن ټکی اسیا ته د فیسبوک له لارې وویل چې یاد محصلین د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو څخه د لسانس او ماسترۍ له مرحلو فارغان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې یاد محصلین د اصول الدین، شرعیات او قانون، نړیوالې اړیکو، عربي ادبیات، ژورنالېزم، اقتصاد، انجنیري، کمپیوتر ساینس، اداره او تجارت، سافټویر انجنیري، چاپېریال پوهنه، تعلیم و تربیه، بایو ټيکنالوژي پوهنځیو څخه فارغان شوي دي.

د نړیوال س
د نړیوال س

د شهاب الدین له قوله دغو محصلینو ته په پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحادیې لخوا نمانځغونډه جوړه شوې وه چې د پوهنتون رییس په شمول، ديپلوماتان، بهرني او افغان استادان ورته رابلل شوي وو.

«محصلینو ته د فراغت ځانګړی یونیفارم راوړل شوی و، په لومړي ځل د افغان محصلینو لپاره په دا ډول لوړه کچه پروګرام نیول شوی و، محصلین ډير خوښ و».

د ضیاء الرحمن په نوم بل تن محصل نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه پروګرام ته ديپلوماتانو، د افغان محصلینو د اتحادیې رییس صلاح الدین ایوبي په شمول یو شمېر کسانو ویناوې وکړې.

د افغان سفارت ديپلوماتانو په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې محصلین دې باید د هېواد خدمت وکړي او د ملت سترګې ځوانانو ته دي.iiui student5

د اتحادیې رییس وویل چې دا د ویاړ ځای دی چې د پوهنتون څخه په دومره لویه کچه محصلین فارغیږي، هغه ویل دی تمه لري چې یاد محصلین به د دین او د وطن خدمت وکړي.

د غونډې په ویناوالو کې د افغان محصلینو د اتحادیې پخواني رییس عبدالله سعید وویل چې محصلین دې د خپل مسلک اړوند وظیفو ته ولاړ شي او کوښښ دې وکړي چې په خپلو مسلکونو کې مخکې ولاړ شي.

«هر محصل باید هغه څانګه کې کار وکړي، کوم چې دده مسلک دی. نه دا چې د اقتصاد محصل د پوهنې په وزارت کې د ژباړو په برخه کې کار کوي او د قانون محصل په بانک او اقتصاد وزارت کې کار کوي».iiui student8

په غونډه کې هغو محصلینو ته چې په خپلو صنفونو کې په لومړۍ درجه بریالي شوي وو، د افغان سفارت لخوا رواړل شوې ځانګړې ډالۍ ورکړل شوې.

همدا راز د افغان محصلینو اتحادیې لخوا تازه چاپ شوې مجلې «ويښتابه» پنځمه ګڼه د مجلې د مسوول مدیر اکرام الدین کامل لخوا مېلمنو ته او ټولو فارغو محصلینو ته ډالۍ شوه.

په عین حال کې محصلینو د غونډې ګډونوالو ته خپلې ښې او بدې خاطرې چې په دغه څو کلن ژوند کې یې لیدلی وې، وړاندې کړې.iiui student7

د ضیاء له قوله په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د فارغو شوو محصلینو د نمانځنې لپاره دا ډول ستره غونډه دایریږي.

نړیوال اسلامي پوهنتون د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په زړه کې پروت دی. په دغه پوهنتون کې د شاخوا ۳۰ هېوادونو محصلینو سربېره سلګونه افغان نارینه او ښځېنه محصلین لوړې زده کړې کوي.IMG_2567 IMG_2609

iiui students

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x