د نن طاغوت پیژندل

ابو انس مجاهد

بسم الله الرحمن الررحیم

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين, نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين أما بعد محترمو وروڼو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، د نن موضوع د طاغوت پیژندلو په هکله ده، موږ ټول باید هڅه وکړو چې طاغوت و پیژنو  او دهغوئ د فساد او شر نه ځانونه په امان کې کړو. طاغوت یو عربي لفظ دی چې اصله معنی یې د خاین او دروغجن ولسمشر، حاکم، یا واکمن ده.

خو د طاغوت نه مراد دا هم دی، کله چې یو انسا ن د نفسیاتي عقیدی پربنسټ د مادیاتو څرنګوالي ډاډمن کړی وي او د الهی قدرت نه بیزاره او مخ اړه وي ، یعنی د پیسو، تیږو، عکسونواو خلکونه دومره متاثره وي چې د هغوئ د غلبی لاندی راغلي وي او نور الله تعالی ته  باور او ایمان نه لري.

خو د نن ورځې طاغوت پیژندل لګ څه ګران دي ولی داسی واکمنان ډیر زیات منافق او دروغجن دي او وخت ناوخت څیره بدله وي. په همدی موخه می وغوښتل  چې ستاسو په خدمت کې  لاندی  داسی څو ټکي تاسو ته په ګوته کړم ترسو تاسی د مسلمانانود داسی منافقه واکمنانو او فاسده مشرانو اصلی څیره ښه درمالومه شي:

۱. هغه داسی واکمنان او ولسمشران نه دی چې د وږدی رهیسی دعالمونو د دید او نقشی نه مفقودپاتی شوي وي دوئ  داسی واکمانان دي چې نن سبا د مسلمانانو په هیوادنو کې په غټه کچه پیدا کیږي.

۲. زموږ مطلب د طاغوت نه د مسلمانۍ نړئ هغه واکمنان دی چا چې د الله رب العزت شریعت بدل کړو او د الله تعالی په شریعت یې طاغوتي قوانین مقدم او محترم کړل.  طاغوتي قوانین یې د خلکو په سترګو کې مزین  او هیله ښونکی کړل.

۳. هغه واکمنان چا چې د الله تعالی شریعت د دعوت  نه او ددی شریعت په ځمکه د نفاذکونکو او تلقین کونکو سره
ظاهره  دښمنی او عداوشروع کړې.

۴. هغه واکمنان چا چې د مال، ځواک او اسلحی په زور د کفارو قوانین، سیاسي او ټولنیز سیسټمونه په موږ تحمیل کړل او ترهربلی ورځې د کفارو د قوانینو دفاع او حمایت کوي او ددی فاسدو قوانینو د تحمیل او تطبیق لپاره د مسلمانانو سره مستقیه جګړه کوي.

۵. هغه واکمنان چې د اسلام حدود، او د اسلام ټاکل شوي مجازاتو ته وحشیانه مجازات وايي، او په هغی کې ټول داسی علامات څرګند شوي وي چې دا ښائي چې هغه د الله تعالی  په شریعي نظام او عدالتي قانون خوابده دی او ددی د بدلولو هڅه کوي.

۶.  داسی واکمنان کوښښ کوي چې د الله رب العزت شریعت شاته وغورځوي او د هری لاری چې وي د الله تعالی شریعت د اعزاض او تنقید لاندی راولي.

۷. هغه واکمنان چا چې د الله تعالی د شریعت نه په خپلو اقوالو او افعالو سره مخالفت خودلی وي او د شریعت  مخالف قانون جوړول یې د وخت ضرورت او حلال ګڼلي وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د