ادبي لیکني

مورې

ليکوال: شفيع الله مشفق

هر کله د چوپ شه او صبر شه کليمه مخ ته ‌‌‌ږدم، خو بيا هم په سلګو سلګو راته ستا د مينې د بيانونو يو لوی کتاب د سترګو رپ کې، خلاص کړي. په لړزيدلي غږ د غم سندريزه وږمه پيل کړي او راته د اوښکو سيلابونه جوړ کړي.

لیکوال
لیکوال

خو بيا هم هغه شيبې را يادې شي چې ته به نه وې خو ستا يادونه به هميشه راسره ملګري وو، ته به نه وې خو په ټوله هوا کې به ستا د انځورونو يو کاروان را روان وو، په سمندرونو کې ستا تصويرونه ښکاريدل، تورې خاورې را ته هندارې او په هندارو کې ستا د خيالي انځورونو تر سيمونکی ښکارم .

کله فکر کوم چې د وجود په سيوري کې مې هم بل څوک په بله څېره راسره روان دي ، خو دغه څېره راته پردۍ او نا اشنا ده بيا مې هم د ځان غوندې ښکاري ، زه هم نه يم ناهيلۍ، ښايي ټول عمر هم راته ستا د مينې دغه انتظار ستړۍ کوونکی نه وي، اوس هم زما په غوږ کې همغه ستا د مينې، عاطفې او لورينې انګازې شته چې ما ژوندی ساتي او د راتلونکي لپاره مې په زړه کې د هيلو زړي شيندي .

د دې ستړي ژوند د کاروان په مزلونو کې هم ستا د مينې انګازې اورېدل کيږي ، په خوبونو کې هم ستا د مسافرې مينې، عاطفې او لورينې څرکونه له ورايه ښکاري .

ګرانې مورې: هغه څه چې زه يې ستا د مينې نه دومره په لرې کې ساتلۍ يم نشم بيانولۍ خو….

کله کله همدا ويره راسره وي چې هسې نه خپل ټول ژوند مې همداسې بې پروايۍ کې تير کړۍ وي او ځان ته مې هيڅ پام نه وي.

زه ښايي ډير بې پروا وم خو ما وبښه مورجانې: ته دپسرلي لمړنۍ سحر يې، ته د ګلونو آميل يې، ته زړونو ته سکون بښې، ته زړونو ته مينه او عاطفه ورکوې، خو زه اوس هم ستا د مينې په ارمان د دې ستړي ژوند د کاروان سره مزلونه وهم .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x