دا څنګه شهید دی چې بد بوي کوي!

لیکوال: ضیاءالله وردګ

دوه اونی مخکې دغزني ولايت مقر ولسوالی ته تللی ووم هلته مې د غزني پوهنتون محصيل ملګري سره شپه وه نور محصیلین دوستان هم راغلي وو ډير ښه مجلس او ټوقې مو سره وکړې، وروسته ویده شولو دسهار د اذانونو سره بیا راويښ شوو لمونځونه مو وکړل لمونځ نه وو قضا شوی په کلي کې اعلان اوشو چې فلانکی د فلانکي زوی شهید شوی دی په ۱۰/۳۰ بجې به يې جنازه وي زما نيت وو چې ځم به خو دشهيد داعلان اوريدلو سره مې اراده ختمه شوه او ومې ويل په جنازه کې به شرکت وکړم بیا به لاړ شم، د سهار ناشته مو وکړه وروسته مو بیا شین چای او موم فلی سره اوخوړل، تر هغې د جنازې وخت هم رانيزدې شو.

بهر اووتم ګورم خلک دې جماعت په خوا کې راغونډ دي پس په سای شروع وو چې فلانکی وژل شوی يو بل ته يې قيصې کولې، زه چې ددوی په کلي کې ناولده ووم له چا څخه مې پوښتنه هم نشوای کولی غلی دجمات له دیوال سره ناست ووم خو لنډه دا چې کله يې له کوره جنازه راوباسله چا چې د نوموړي کټ نيولی وو هغو ټولو سپوږمې نيولوې وې او چې څوک په څنګ کې نيزدې ورسره روان وو هغو هم بعضو بعضو پوزو ته لاسونه نیولي وو، زه حيران شوم چې دا څه وجه ده خلکو پوزو ته لاسونه نيولي، ديخنی له وجې او که زکام شوي دي؟!!

خو چې کله زه ورنيزدې شوم دومره سخته بدبوي يې کوله چې طاقت نه ورته کيده، شک راسره پیدا شو چې شهيد خو بدبوي نکوي دا څنګه شهيد دی چې دومره بدبوي کوي اخیر مې له خپل ملګري اوپښتل چې چيرته شهيد شوی وو؟

وې ويل پرون د ګداخېلو په سيمه کې له طالبانو سره په جنګ کې لګیدلی وو، چاته وايه مه دلته خو ټول اربکيان دي دا طالب ندی اربکی وژل شوی!

ددې خبرې په اوریدو او د بدبوي په محسوسه ولو سره زیات حیران شوم افسوس مې وکړ، خپل ملګري ته مې وویل ريښتیا چې د ژوند په هره لار کې خنډونه شته خو یواځې د اسلام او جهاد لار ده چې په ورېښمو پوښل شوی او انجام یې رڼا ده، مونږ او تاسو په دې ښه پوهیږو خو بیا هم د ازغو خواته ځانونه کش کوو..

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

وردګ صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ، که څه هم زما خپله دا پوره او پخه عقیده وه ، د الله کلام وو ( شهید ته مړ مه وایاست شهید مړ نه دی مګر تاسی د هغه په ژوند نه پوهیږی او بل ځای کی فرمایی چه شهیدان خوراک کوی ) ، بل ځای کی فرمایی کله چه شهید د الله ج سره مخ شی پوښتنه به تری وشی چه تاسی څه ارمان لری ، هغه به ورته ووایی ( چه د الله ج په لیار کی پرله پسی شهید کیدلی او ژوندی کیدلی ) وروستنی او مخکنی ایاتونو… نور لوستل »

خالد
میلمه
خالد

وردګ صیب ! ډیرښه ده سترګو لیدلای حال مو بیان کړي . بله واوره مقر ته نږدي قرباغ ولسوالي کی دطالبانو پرګروپ امریکایی طیارو سخت بمبار وکړ ټول خلک په ویره کی وه چی څومره خلک به په ښهدت رسیدلي وی . سهار چی رڼا شوه . خلک ټول دبمبار ځای ته وروان او ښیهدان یی واخیستو . ښهیدان ټول مسافر ، پنجاب، او کوچیان وه . نو هدیره کی یی امانت کیښودل . څو شپی وروسته یی خپلوان راغلل . ملاصیب امردین ورسره ملګری ، هدیری ته نیږدي کلیوال یی ور وبلل چی دښهیدانو قریبان راغلي . خپل امانت… نور لوستل »

محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

داسی حقائق ډیرځله لیدل سوی خوأفسوزډیرأزاروهلی لاهم عبرت نه أخلی ،فإلي الله المشتكي

غوربندي
میلمه
غوربندي

ټولو ته سلامونه نن سبا خو د جنایتکاره دوستم په قول امریکایان هم شهیدان ورکوي، د شر و فساد ټلواله هم ځان ته مجاهد او خپلو مجازات شوو مړو لکه ملي خاین احمد شاه مسعود او د اسلامي نړی په معاصر تاریخ کې تر ټولو بدبخته سپین ږیري برهان الدین رباني ته هم شهیدان وایي. که خداوند متعال طالبان بیا واکمن کړل نو د نجیب ګاو، احمد شاه مسعود ، برهان الدین رباني او مارشال فهیم قبرونه به خامخا افغانان راسپړي او د کابل یا امو په سیند به یې لاهو کوي تر څو بیا څوک په راتلونکې کې هر… نور لوستل »