افغانستان

کابل کې له مصر څخه د ملاتړ لاریون وشو

لیکوال: انس صافی
کابل کې د نجم د اړیکو مشر

د جوزا په ۷مه نیټه، د پنج شنبې ورځ، د کابل ښار په زړه شهر نو پارک کې د نجم-کابل ولایتې ادارې له خوا د اسلامي امت د علماوو او عدالت څخه د دفاع په موخه، د نجم منسوبینو او لسګونه کابل ښاریانو په ګډون، سوله ایز لاريون تر سره شو.

یاد لاریون د ماسپښین پر ۲ بجو د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شو. د نهاد جوانان مسلمان (نجم) رئیس، دکتور رحمت الله زاهد، وویل د لاریون اساسي موخه د مصر له مظلوم ولس سره خواخوږي ښودل او د مصر دیکتاتور حکومت او لاس پوڅو قاضیانو له لوري د مصر پر منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسی او د اسلامي نړۍ نامتو عالم او د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادیې مشر دکتور علامه یوسف القرضاوي باندې د اعدام پریکړه غندل دي. دکتور زاهد زیاته کړه، مونږ په خپل هیواد او ټوله نړی کې د عدالت غوښتونکي یو او د نړی په هر ګوټ کې د ظلم غندنه کوو.

افغانستان کې د مسلمانو عالمان اتحادیې غړي او د سلام پوهنتون استاذ، دکتور فضل الهادی وزین، لاریون ته د وینا پر مهال وویل، مونږ نن د هیواد په زړه کابل کې د خپلو مصري وروڼو او خویندو سره د خواخوږۍ او همدردۍ په موخه راټول شوی یو؛ غوښتنه مو له حکومت څخه دا ده چې د مصر لاسپوڅې محکمې له لوري د مرسي، قرضاوي او نورو علماوو باندې د اعدام پریکړه په کلکه وغندي.

د نجم د تربیت عمومي مسئول ښاغلي حمزه مؤمن حکیمي وویل: “نړۍ په مصر کې د اسلامي حکومت له بریاوو په ویره کې شوه؛ ځکه یې د حکومت د نړولو لپاره ټول اصول او ارزښتونه تر پښو لاندې کړه؛ نه یواځې دا، بلکې د اسلامي فکر د ټپ کولو په غیر واقعي خیال کې یې د مصر مسلمان مشران د اعدام وړ وبلل.”

لاریون د مازدیګر ۴ بجې د نجم فرهنګی مسئول، احمد جاوید صالحي، له لورې د پریکړه لیک پر لوستلو پای ته ورسید.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

زه حيران يم جي دا تش به نامه اصلاحيانو داخوانيانو به … كي سه ليدلي جي دغمه يي خوب نه ورزي…. كشكي خو يي يوه ورز دافغان ولس به حق هم يو لاريون كراي واي…

حامد

زه پر دې افغانانو باندی حیران یم چه خپل هېواد د بدبختيو او بې عدالتيو څخه نشي ژغورلای، په مصر کی د عدالت لپاره لاریون کوي! همغسی چې اشرف غنی د طالبانو په وړاندي هيڅ کار مخ ته نشی بیولای اما در عربستان سره د مرستې او د یمنیانو د وژلو لپاره لس زره عسکر ور لېږدوي!

غوربندي

اصلاح خطا
نجم خطا

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close