انــتــقـــــالــی ملی او اسلامی حکومت
بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو وطنـــــــــــــــــــــوالو: تاسو تولو ته دانــتــقـــــالــی ملی او اسلامی حکومت د را نزدی کیدو او رامنځته کیدو مبارکی وایم ، ای مجاهد ولسه تاسی هغه قوم یاست چه دنورو ازادی ، او ملی پیژندنی ته درنشت لری ، تر اوسه مو دنړی په هر ګوټ کی د چا په دنننی چارو کی لاسوهنه نه ده کړی نه مو په چا یرغل وروړی دی او نه مو هغه ملک په زور لاندی کړی دی .
د نورو ناموس او د خاوری بشپړتیا ته لکه د خپل ناموس او خاوری په شان قدر لری.
خوږو ورونو دنړی هر ملک ځانته ځانته ځانګړتیاوی لری زمونږ د ګران ملک د ځانګړتیاوو څخه یوه هم داده چه الله ج دا ملک د ځمکی دلویو یرغلګروهدیره ټاکلی ده ، نوپرون چه پکی کمونستی الحادی یرغلګرخاورو ته وسپارل شول.
الحمد لله نن د لویدیزو یرغلګرو وار دی ، د کمونستی الحادی نظامی اشغالګرو سره د روسانو په مشری ۲۲ نورو کمونستی ملکونو ملتیا او بدرګه کوله ، پوره لس کلونه یی له هر دول وسلو او وسیلو څخه کارواخست ولی د الله ج په مرسته پاخه مات شول ،مګر له بده مرغه مونږ لا دمه نه وو ، د لویدیز استعمار هم زمونږ په شهیدپروره اسلامی حریم سترګی برګی کړی ، د
امریکا په مشری ۴۴ ملکونو یوځل ورباندی یرغل وکړو او دوی هم له اخرنی عصری ، کمپیوتری وسلو او خطرناکه اتومی ، کیمیاوی او بیالوژیکی بمونو څخه په ډیره بی رحمانه او وحشیانه ډول پرله پسی کار واخست ، دوی هم څه د پاسه لس کلونه و جنګیدل مونږ یی ژوبل کړو خو د دوی تابوتونه هم هره ورځ لویدیز ته روان وو او انشالله د اخرنی ماتی په درشل کی دی ملی او اسلامی مقاومت ته یی د خپل لوی قدرت د سپارلو سجده وکړه .
اوس نو زمونږ دوهمه ازموینه د نفس سره جهاد پیل کیږی چه ایا مونږ کولی شو د خپلو ورونو ترمنځ پخلاینی وکړو ، تیر وخت هیرکړو ، د اوس او راتلونکی په فکر کی شو .
زه ددی تاریخی لیکنی په وسیله تاسو تولو نه هیله کوم چه یو بل سره د وروری روغبړ وکړی او ټول ورونه او خویندی دا د ښو هیلو ډکه لیکنه د خوږ وطن هر ورور او خور ته ورسوی ، ټول به په شریکه او د زړه له کومی د الله ج په لوړ مقام کی لاسونه پورته کړو چه مونږ په دی ازموینه کی بی مرستی پاتی نه کړی او زمونږ بندګی قبوله کړی.
په درناوی
د افغانستان د سولی د شوری له خوا
استاد بیانزی