نظــر

د برما د مسلمانانو بد حالت

لیکوال: فاتح کاروان

داسې کوم ظلم به وي چې نن په برما کې د مسلمانانو سره نه کیږي؟؟ښځې يې بربنډې شوی، عزتونه يې لوټ شول، مسجدونه، مدرسې او کورونه يې وسوځول شول، ژوندي جسدونه يې د اور خوراک شول، په برچو، چړو، تورو، لرګیو، تبرونو او جبلونو ووهل شول، ماشومان یې لومړی په اور وریت او بیا یې غوښې وخوړل شوی، دیني مرکزونه یې له یوې مخې تر بلډوزرو لاندې شول، عضویت یې غیر قانوني اعلان شو، په دار وځړول شول، په تیږو او کاڼو وویشتل شول، تر موټرو او موټر سایکلونو لاندې شول، دیوالونه،ونې او غټې ګټې پرې راوغورځول شوی، ماشومانو ته یې پړي په غاړه کې واچول او بیا پرې داسې نخرې وشوی لکه دلته یې چې څوک د سپيو سره کوي، یعنی ماشومانو سره یې د سپي په شان سلوک وشو، ښځو ته یې په فرجونو او شرمګاهونو کې لرګي ټک وهل شول، د ډيرو ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ځوانانو نه یې سرونه غوڅ شول، په مرمیو یې سینې غلبیل غلبیل شوی او….. خو! اسلامي امت لا هم د غفلت په خوب ویده دی!!

مسلمانه وروره!

دلته ستا څلور او پنځه چته بنګلې دي هلته د مسلمانانو لپاره د قبر ځای هم نشته د ژوند کور خو لری خبره ده، دلته ستا بچی په لوړو تحصیلي ادارو کې په زده کړه بوخت دي هلته د مسلمانانو ماشومانو په اور وریتیږي او غوښې یې خوړل کیږي، دلته ستا په کور کې د بکسونو شمار نشته کوم چې دی د ښځو په ګاڼو،کالیو او زیوراتو ډک کړي هلته د مسلمانانو خویندې میندې د لوږې،تندې،بې وسۍ او بې کسۍ د لاسه له سترګو د اوښکو پرځای وینې تویوي،دلته ته په لوکسو او ائیر کنډیشن موټرو او فیلډرو کې ګرځې له ژونده خوند اخلې، هلته مسلمانان د سمندر په اوبو کې په سوریو کيښتیو کې د ژوند وروستۍ سلګې کوي او بیا هم ته مسلمان یې،ته نه مسؤلیت لری، نه له دنیا خبر یې، نه دې په زړه کې رحم شته، نه دایمان جذبه لری او بیا دعوه هم کوي چې زه به جنت ته ځم!!

زما مسلمانه وروره!

د ایمان د آزمیښت شیبې دي رارسیدلي نن چې دې غیرت و نه کړ بیا به هیڅکله غیرت و نه کړی، نن چې دی د ایمان جذبه راژوندې نه شوه بیا به دې هيڅکله دا مړه جذبه په درد و نه خوري، که هر څه دی په وس پوره وي نن د برما د بودايي وحشیانو په مقابل کې د خپلو خوندو میندو سوي کړیکي، زړه بوږنوونکي فریادونه او مظلومې سلګۍ واوره او د هغوی مرستې ته ور ودانګه، تش په دعاګانو هیڅ نه کیږي، په کور ناسته او دعا کول د ښځو کار وي، د نر کار دا وي چې د سنګرونو د خطر ډک ژوند ته ور درومي له هغې خوند اخلي، خو! په کور د اوسیدو او آرام ژوند کولو جرم ته غاړه نه ږدي، په خیټو پور تیږي تړي خو د لوږې نه فریاد نه کوي، د ګرمې،یخنۍ او شبګیرو سره عادت وي، د کفارو وژل او مردارول ورته د ژوند له مهمو کامیابیو ښکاري، د کفر په ماتولو کې د الله جل جلاله رضا لټوي، خپل مور او پلار، بي بي او اولادونه یې په دې خاطر پریښي وي چې د نړۍ د مسلمانانو مظلومیت ورته د زغم وړ نه وي او له ظالمانو څخه د خپلو مظلومو ورونو او خویندو انتقام اخیستل د ځان فرض بولي نو که دې دا صفتونه په ځان کې راوستل بریا دی مبارک شه او که همداسې ویده پاتې شوی نو ذلیل او رسوا به یې، هم په دنیا او هم په اخرت.

زما مسلمانه وروره!

الله جل جلاله دی وکړي چې زما د خبرو نه دی زما د زړه درد محسوس کړی وي او نور نو خپل فرضي مسؤلیت ته متوجه شی.

اللهم انصر المجاهدین فی کل مکان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

والله ډیر دردونکی مطلب وو خدایه د مسلمانانو په حال رحم وکړی او دا غیرت راته نصیب کړی چی د کفارو په ضد داسی کار وکړی چی عبرت تری واخلی

شمس الحق نجیمی

دا کمک څنګه وکړو ایا په افغانستان کی داسی وجدانونه شته چی هلته د ځوانانو د انتقال زمینه مساعده کړی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x