افغانستان

کابل: د هلیکوپتر د غورځیدو له امله د ایساف ۸ تنه عسکر، او څلور ملکیان وژل شوي

copter afgنن ټکی آسیا: په کابل کې د بهرنیانو یوه هلیکوپتر الوتکه په یوه کور را لوېدلې، چي له کبله یې د کور څلور تنه اوسیدونکي شهیدان شوي، او ورسره د هلیکوپتر ۸ تنه سپرلي وژل شوي دي.
دغه هلیکوپتر الوتکه د بګرامي ولسوالۍ د حسن خیلو په کلي کې په یوه کور را غورځېدلې.
د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چي الوتکه د ترکیانو ده، او په الوتکه کې اته تنه ترکیان هم وژل شوي دي، د سیمي خلګو د پيښي وروسته ترکیان د الوتکي څخه را وایستل چي ټوله مړه وه،

لږ ګړی وروسته بیا نور ترکي عسکر او پولیس سیمي ته را ورسیدل.
عیني شاهدانو زیاته کړې چي الوتکه پر یوه کور را وغورځېدله چي له کبله یې د کور دوې میرمني، او دوه تنه ماشومان شهیدان شول، او یو تن ټپي شو، چي روغتون ته ورسول شو.
تر اوسه طالبانو او ایساف د پيښي په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمي اوسیدونکو ويلي چي داسی مالومیږي چي الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله را غورځېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x