ټولنیزه برخه

سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ (۱۳ برخه)

لیکوال: حامد افغان

ملحد سیکولر او غریبه کونډه

د راډیو یوه پروګرام ته یوې غريبي کونډي ټليفون وکړ او د خپل مسکنت او غريبۍ کیسه یې ورته وکړه، یوه ملحد سیکولر د هغې خبري واوریدلې او غوښتل یې په هغې مسخره جوړه کړي، د کونډي پته یې پیدا کړه او خپلي خادمي ته یې ډېر خوراکي شیان ورکړل او ورویې لیږله، خادمي ته یې وویل که هغې پوښتنه وکړه ورته وا دا شیان شیطان درته راليږلي دي.

د سیکولر خادمي هغې ته پنډه خوراکي توکي وروړل، هغه ډېره خوشاله شوه او په خوشالي یې شیان وراخیستل او په خپل کوچني کور کې یې کېښودل، چې شیان یې ټول خوندي کړل له خادمي نه یې مننه وکړه، خو هغې ورته وویل: تاسو دا پوښتنه هم ونه کړه چې دا شیان چا راليږلي دي؟! کونډي ورته وویل: زه دې خبرو ته اهمیت نه ورکوم ځکه کله چې الله د یوه کار پرېکړه وکړي د هغه د عملي کولو له پاره آن شیطان هم مسخر کولی شي . یوه قاضي ته خپل نوي پیره دار وویل: صیب یوه ښځه ستاسو سره لیدل غواړي؟ قاضي صیب ورته وویل: که ښایسته وي اجازه ورکړه، پیره دار ووت بیرته راغی، قاضي ته یې وویل: صیب ډېره ښایسته نه ده خو ګذاره کوي .. قاضي ورته وخندل او وروسته یې یوه دوسيه ورښکاره کړه په هغې لیکلي و: جميله بنت عبد الله.

ښایسته

یوه قاضي ته خپل نوي پیره دار وویل: صیب یوه ښځه ستاسو سره لیدل غواړي؟ قاضي صیب ورته وویل: که ښایسته وي اجازه ورکړه، پیره دار ووت بیرته راغی، قاضي ته یې وویل: صیب ډېره ښایسته نه ده خو ګذاره کوي .. قاضي ورته وخندل او وروسته یې یوه دوسيه ورښکاره کړه په هغې لیکلي و: جميله بنت عبد الله.

د جبل قاضي

عبد الرحمن بن مسهر وایي: قاضي القضاة ابو یوسف زه د ” جبل ” نومي ځای قاضي مقرر کړم، څه موده وروسته د وخت خلیفه هارون الرشید هغې سیمي ته راغی، ما د جبل څو کسان راغونډ کړل او ورته ومې ویل چې خلیفه ته به ورځئ او زما صفتونه به ورته کوئ، هغوی زما خبره ونه منله او خلیفه ته نه ورغلل، پخپله مې ږیره ږمنځ او ځان یو څه تغیر کړ، خلیفه ته ورغلم او د جبل د قاضي (ځان) صفتونه مې پیل کړل، چې داسي مهربانه او عادل دی او .. له خلیفه سره خوا کې قاضي القضاة ابو یوسف هم ناست و هغه چې زما خبري واوریدلې موسکی شو او سر یې ښکته کړ، خلیفه هارون الرشید ورته وویل: ولې مو وخندل؟ هغه ورته وویل: همدا د جبل د قاضي ستاینه چې کوي دا پخپله د جبل قاضي دی! هارون الرشید ډېر وخندل او زیاته یې کړه: دا سپک شیخ دی له قضا یې لري کړئ، اوزه یې له قضا لري کړم.

عمل

له کوره د وتلو په حال کې یې نوک ونیو، بیرته یې مخ واړوه، کور والي ته یې وویل: زه نن د چا میلمه یم تاسو نن ګذاره وکړئ سبا به بیا څه شی راوړم.. لیږ وروسته یې یو نبوي حدیث* یاد ته ورغی، بیا یې ورته وویل: صبر وکړئ زه له بازاره سودا راوړم .

* رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې خپلي کورنۍ ته خواړه تیار نه کړي او یا د چا سرپرستي چې کوي د هغو خواړه ضایع کړي؛ همدا ګناه یې بس ده. كفى بالمرء إثمًا أن يَحْبِسَ عمَّن يملك قوتَه، وفي رواية: أن يضيِّع مَن يقوت [رواه مسلم وأبو داود].

اول ډز

قومندان: څرنګه چې ولسمشر راښکاره شي 21 مرمۍ پَیر کړه.
ساده پوځي: که په اول ډز مې وويشت بیا به نوري نه پَیر کوم؟ .

یوه او کره خبره!

له عملیاتو مخکي ډاکټر ورته وویل:
اغلې! څو کلنه یې؟
ناروغې ورته وویل: 25 کلنه
ډاکټر: خبره مو کره ده؟!
ګوره د نیشې کمیت له عمر سره زیاته اړیکه لري
هغې وویل: 30 کلنه یم
ډاکټر: که مو معلومات سم نه وي بیا د نیشې دوايي زیات خطر رامنځته کوي، لکه اوږده بیهوښي او..
هغې وویل 38 کلنه یم،
ډاکټر: د بدن د فلج کیدو خطر هم ورسره تړلی ده
هغې وویل: 48 کلنه یم او زیاته یې کړه:
والله چې وژني مې هم که نور زیات کړم.

د مور خدمت

مشهور تابعي محمد بن المنکدر (پیدا: څو باندي ۳۰هـ/مړ: ۱۳۰هـ) رحمه الله وایي: زما ورور عمر به د شپې نفلونه کول، او ما به مې د مور پښې ټينګولې، زه مې د مور د خدمت شپه د هغه د عبادت له شپې غوره بولم. الجعدیات لابي القاسم البغوي ۱۶۸۴.

ژړا

د مدرسي له خوا شاګردان په چکر ووتل، یوه بازار ته ورسیدل، هلته یې استاد ورته وویل: هر یو خپلي مور ته ډالۍ واخلئ، بیه به یې مدرسه پرې کوي، ټولو ډالۍ واخیستلې، بیرته مدرسې ته ستانه شول، استاد ورته وویل: تاسو هر یو خپله ډالۍ ماته راوړئ، هر یوه خپله ډالۍ ورښکاروله، چا عطر او چا میوه او.. اخیستي وو، یوه غریب هلک یو جوړ نارینه جامې اخیستې وې! د استاد په شمول ټولو هلکانو ورته وخندل، ماشوم په ژړا شو .. استاد وپوښته: دومره ساده ګې مو ولې کړې ده؟! هلک په سلګیو استاد ته وویل: زما مور او پلار دواړه مړه دي، مشر ورور مو زموږ سرپرست دی او هغه مو مور او پلار دی، دا جامې مې هغه ته اخیستې دي.. استاد د هغه په سر لاس تیر کړ او له هغه سره یې خپله ژړا غبرګه کړه.

تاریخ

له اروپا نه به ځوانان اندلس او بغداد ته د لوړو زده کړو له پاره راتلل، د زده کړو له پوره کولو وروسته به چې بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شول له خلکو سره په خبرو کې به یې عربي لغات هم کارول، څو خلکو ته وښيي چې ختیځ کې یې لوړي زده کړي کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x