دیني، سیرت او تاریخ

قضاء، تقدیر، اراده، صلاحیت او اختیار، توفیق او توان، مشیت او رضاء، لوح محفوظ قسمت، نصیب، بخت

ژباړه او ترتیب: صفت الله

د قضاء او قدر موضوع یوه له هغه ډیرو مهمو اعتقادی مسائلو څخه ده ، چې خلکو ورباندې ډیر بحثونه کړی اختلافونه ورځنې را ولاړ شوی، او د مسلمانانو تر منځ د بې اتفاقی سبب ګرځیدلی دی. دا مسئله که څه هم له یوه اړخه پیچلي غوندې بریښی او خلک یی له څیړلو ډه ډه کوی خو له بله اړخه په دې پوهیدل انسان دلټۍ څخه ژغوری، کار ته یی هڅوی اوډیر ځله د یو ناغوښتی کار د وقوع څخه وروسته انسان د روانی ستونزو څخه خلاصوی او د روحی اطمنان او آرامۍ سبب کیږی. په همدې ډول دا زمونږ د عقیدې د ارکانو څخه یو مهم رکن دی او څرنګه چې ایمان د یو څه په هکله د پوره پوهې پایله وی نو اړینه ده چې دا موضوع د قرآن ، احادیثو او هغه څه په رڼا کې وڅیړو چې عقل یی منی او عملاً په ژوند کې واقع کیږی.

د قدر او قضاء څخه د فهم اخیستلو له مخې خلک په لاندې ځانګړو ډلو ویشل شوی دی:

1. جبریه:- دوی عقیده لری چې:

انسان په خپلو افعالو کې خپلواک نه دی، ځنې انسانان د جنت او ځنې د دوزخ لپاره ، ځنې بختور او ځنې هم بدبخت پیدا شوی او په دې ډول الله دوي ته په جزاء ورکولو کې ظالم هم نه دي ځکه چې دی خالق دی او دخپل مخلوق په اړه هر تصمیم دده مسلم حق دی.

2. قدریه:- دوی عقیده لری چې:

انسان هم نیک اوهم بد عمل په خپله خوښه ترسره کوی. یعنې خپل ټول کړه وړه دخپلې ارادې تمثیل بولی.

3. اهل سنت اوجماعت:- دوی عقیده لری چې:

انسان نسبي اختیار لری ، نه مطلق مجبور اونه هم مطلق آزاد دی.

اوس که مونږ اوتاسې لږ څه متوجه شو وبه وینو چې دجبریه اوقدریه وو نظر دعینی حقیقت (هغه څه چې په ژوند کې عملاً موجود دی) سره کاملاً خلاف دی. نو مونږ یوازې د اهل سنت اوجماعت عقیده یوه منځلارې ، دقرآن اوسنت سره همغږې او په عینی حقایقو ولاړه عقیده موندلې چې دثبوت او لاښه وضاحت لپاره لومړي قرآنی آیتونه، احادیث ، دامام ابوحنیفه نظریه اوترهغه وروسته دخپل تحقیق او څیړنې خلاصه وړاندې کوم.

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ ﴿١١٠﴾ هود

ترجمه: او بې شکه چې موسی ته مو کتاب ورکړ،خوپه هغه کې اختلاف وکړی شواو که چېرې ستا درب هغه کلمه (پریکړه، سنت اوقضاء) نه وی چې مخکې صادره شوې نو حتماً به د دوی ترمنځ پریکړه شوی وه.

له پورته آیت څخه معلومیږی چې الله دخپلو بنده ګانو سره خپلې معاملې (هغوی ته مکافات اومجزات) دپخواڅخه ټاکل شوو قواعدو او سننو له مخې سرته رسوی یعنې که یو څوک کومه ګناه اویاهم یوښه کار سرته ورسوی نو سمدلاسه یی نه تقدیر اونه تعذیبوی بلکې له هغه سره به هره فیصله په خپل ټاکلی وخت سره سرته رسوی.

وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ۚ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ ۚ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا ﴿٣﴾ طلاق

ترجمه: یقیناً چې الله هر څه ته یوه اندازه ټاکلی.

إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿٨٢﴾ یسین (۸۲)

ترجمه: یقناً دده کار داسې دی چې کله دکوم څه ارده وکړی نو ورته ووایی: شه ! نو هغه له ځنډ پرته کیږي.

وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ ۚ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا ۚ وَإِنْ يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاءٍ كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ ۚ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءَتْ مُرْتَفَقًا ﴿٢٩﴾ کهف (۲۹)

ترجمه: اووایه: داستاسو درب له لوری یو حقیقت دی ،نو څوک چې غواړی ایمان دراوړی اودچاچې خوښه وی کافر دشی.

ذَٰلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ ۖ فَمَنْ شَاءَ اتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِ مَآبًا ﴿٣٩﴾ نباء (۳۹)

ترجمه: دارښتینې ورځ ده،نو څوک چې غواړی، دخپل رب په لوری دی د ورتګ لار غوره کړی.

وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿٢٩﴾ تکویر (29)

ترجمه: اونه غواړی تاسې کوم څه مګر داچې الله (ج) دعالمونو رب یی وغواړی.

ترجمه: له عبدالله نه روایت دی چې رسول الله مونږته داخبره وکړه:یقیناً چې ستاسوهریو دمور په رحم کې څلویښت ورځې رایوځای کیږی، بیا همدومره موده ځوړند توکی وی،بیا همدومره موده ژوول شوی غوښې ته ورته وی،بیا الله تعالی یوه فرشته راولیږی او دڅلورو شیانو دلیکلو امر ورته وشی: دده رزق،اجل اوداچې شقی (بد بخت) به وی که سعید (بختور) ،بیا روح پکې پو شی،نو په الله قسم چې ستاسو یو کس به د دوزخیانو عمل کوی تر هغه چې دده اودوزخ ترمنځ به یوازې یو لاس (نیم ګز) واټن پاتې وی ،خو د مقدراتو لیک پاڼه به یی پرې وړاندې شی، او د جنتیانو عمل به وکړی نو ور داخل به شی. او یقیناً یو کس به د جنتیانو عمل کوی، تر هغه چې دده او جنت تر منځ به یوازې یو لاس (نیم ګز) واټن پاتې وی خو د مقدراتو لیک پاڼه به یی پرې وړاندې شی، او د دوزخیانو عمل به وکړی نو ور داخل به شی.

که پورتني حدیث شریف ته پاملرنه وکړو نو وبه وینو چې انسان ته دمور په رحم کې دڅلورو شیانو د لیکلو مفهوم دادی چې الله په خپل علم سره په دې پوهیږی چې نوموړی شخص به په راتلونکی کې نیک بخت اوکه بدبخت وی،یا به په کوم وخت اوځای کې ومری. روزی به یی له کوم ځایه او کوم ډول حواله وی. ښکاره ده چې دغه ډول لیکنه الزامی بڼه نه لری،دهغه په ټنډه نه دي لیکل شوی چې نوموړی شخص د بختور او په دې وخت دومری ،بلکې په پټه توګه داسې شوی چې ته به نظر په خپلو کړوړو،زیاراوزحمت سره سم ددومره روزی خاوند وی.دحدیث شریف په متن کې دا هم ښکاره ده چې یو څوک به دجنتی عمل وکړی اوبیا به دجنت مستحق شی.

په پورته آیتونوکې ویل شوی دی چې:

چې څوک غواړی “دخپل رب په لوری د د ورتګ لار غوره کړی”.

“څوک چې غواړی ایمان د راوړی اودچاچې خوښه وی کافر دشی”.

“که چېرې ستا درب هغه کلمه (پریکړه،سنت اوقضاء) نه وی چې مخکې صادره شوې نو حتماً به د دوی ترمنځ پریکړه شوی وه”.

“الله هر څه ته یوه اندازه ټاکلی”.

“اونه غواړی تاسې کوم څه مګر داچې الله (ج) دعالمونو رب یی وغواړی”.

په پایله کې ویلای شو چې:

څوک چې غواړی ښه اویابد کاروکړی،مسلمان اویا کافر شی دهغه خپل اختیاردی.

خو هغه څه چې الله نه وی غوښتی مونږ یی نه شو کولای.

ددې پایله داده چې انسان نسبی واک اواختیارلری،انسان کولای شی ځنې کارونه په خپله خوښه ترسره کړی اوځنې بیا دهغه قضاء اوقدرمطابق چې الله ددې نظام دچلولو لپاره پخوا لیکلی دی.

اوس داپوښتنه مطرح کیږی چې آیا تقدیر بدلیدای شی ؟

مونږ اوریدلی چې په دعا او صدقې سره تقدیر بدلیدای شی. راځی چې وګورودابدلیدنه څه مفهوم لری.

هو رسول الله ویلی دی چې دعا دمصیبتونوپه ردولو کې اثر لری.

په قرآن کریم کې هم الله داسې فرمایی:

إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَٰئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿١٦٠﴾ البقره (160)

مګر هغه کسان چې بیرته وګرځیدل (توبه یی وکړه) اوخپل اعمال یی ښه اواصلاح کړل او حق یی ښکاره کړنو زه به ددوی توبه قبوله کړم اوزه خو یقیناً ډیر مهربان توبه منونکی یم.

کله چې یوڅوک بدکارونه کوی نو ژوند یی خراب په ټولنه کې منفور اوبدبخت وی.اوس که دی ووایی چې داخو زما تقدیر دی آیا زما تقدیر دبدلیدو وړدی.

هو دا تقدیردی خو ملامتیا دده خپله ده، ځکه نوموړی په لوی لاس اوخپل اختیارسره بدکارونه کړی، اوس که دی غواړی خپله بدبختی په خوشبختی سره واړوی نو ورته په کاردی چې دعا وکړی اوصدقه ورکړی ترڅوالله ته متوجه اودخلکوسره دکومک په وسیله دې ته وهڅیږی چې لومړی توبه وکړی اونور بدکارونه ونه کړی،هغه څه اصلاح کړی اوزیانونه یی رفع کړی چې ددې بدکارپه نتیجه کې رامنځ ته شوی او هغه حق بیان کړی چې ده به دهغه دپټولو په نتیجه بدکارونه کول.

نو ددې کارونو په سرته رسولوسره به یی وضعیت بدل ،ژوند به یی ښه شی،له لاسه ورکړی عزت به ورته بیا راوګرځی اوپه ټولنه کې به بیا ځای پیداکړی. اونوموړی به ظاهراً داسې وګڼی چې ګوندې زما بد تقدیر په ښه باندې واوښت.خوپه حقیقت کې داسې نه ده بلکې دنوموړی پخواني بد او اوسني ښه حالت دتقدیر یوه برخه وه.
ددې خبرې دثبوت لپاره دحضرت عمر هغه جامع ځواب چې یو صحابی ته یی ورکړ چې دوی هغه کلی ته دورتګ څخه وګرځیدل چې هلته وباء خوره وه ښه دلیل دی.

یو صحابی له حضرت عمر څخه وپوښتل، کلی ته له تګ څخه ولې وګرځیدو آیا مونږ له تقدیر څخه تښتو؟هغه ورته په ځواب کې وویل: له یوتقدیر څخه بل ته ځو!!!

دقضاء اوقدر په هکله امام ابوحنیفه وایی:

الله هر څه مقدر کړی،په دنیا اوآخرت کې هیڅ شی دالله له غوښتنې،قضاء،قدرڅخه پرته نه واقع کیږی،اولله ټول شیونه په لوح محفوظ کې ثبت کړی دی.

بنده ګان په حقیقت کې ټول افعال لکه حرکت اوسکون کسب کوی.اوټول دهغه په غوښتنه،پوهه تقدیر ترسره کیږی.

ټول عبادات دالله په فرمان،محبت،رضایت،خبرتیا،عدالت اوتقدیرترسره کیږی، خوټول ګناهونه دهغه د قضاء اوقدرمطابق خود دهغه دمحبت،رضایت او فرمان مخالف اجراء کیږی.

دلیکنې په تائید اوادامې سره دپورته موضوعاتو دلاښه فهم او تشریح لپاره دپورتنیو مفاهیمو تعریفونه او په ژوندکې دهغه مثالونه په لاندې ډول تشریح کیږي:

1. قضاء:

قضاء هغه یو لړ قوانین اوسنن دی چې په کایناتو کې دټولو موجودوشیانو اوپدیدو اودهغوی ترمنځ دمتقابلو اړیکو تنظیم په غاړه لری،دقضاء اصطلاح دفارمول له اصطلاح سره نږدې یوشان ده،لکه چې مونږ وایو،کله چې یو متحرک په مستقیم ډول حرکت کوی ددې فورمول مطابق فاصله طی کوی X=V*T X=F(t) اوس وایو چې الله د ټولو کایناتو دحرکاتو،سکون، ودې اوانکشاف،زړښت،دوران،صعود،نزول،پیدایښت،ژوند اومرګ لپاره قوانین ټاکلی دی اوټول کاینات دهمدې سننو په رڼا کې خپل منځی اړیکې ثابتې ساتی. داقوانین دوه ډوله دی:

a. عینی

هغه قوانین دی چې که انسان وغواړی اویاونه غواړی هغه تطبیقیږی،لکه داچې ځمکه په څلورویشتو ساعتونو کې خپل حرکت ترسره کوی لمر له ختیځ لوری راپورته اوپه لودیځ لوری کې لویږی، ټول ژوندي موجودات له ټاکلي عمر وروسته مړه کیږی، دلته انسان مجبوردی چې نوموړی قوانین وپیژنی اودخپل ژوند کړه وړه دهغه سره تنظیم کړی.که ددې قوانینو سره ځان عیارول وڅیړو نو وبه وګورو چې هریویی دانسان دهوساینې لپاره بې شمیره ګټې لری، دځمکې دحرکت څخه شپه اوورځ رامنځ ته کیږی،نو انسان ته پکار دی چې په ورځ کې خپل اوپه شپه کې خپل اړونده کارونه تر سره کړی،ترڅو دورځې ستړیا په شپه کې بیا په سکون اودوباره انرژۍ بدله شی. دا قوانین اودهغوی داستفادې لارې په یوډول نه په یوډول په قرآن کریم کې ذکر او په احادیثو کې تشریح شوی دي،خو مدبر،محقق اوهڅاند فکر غواړی ترڅو دهغه څخه ګټه پورته کړای شی.

b. غیر عیني

داهغه قوانین دی چې دانسانی فعالیتونوپه نتیجه کې دهغوی دتطبیق په لاره کې خنډواقع کیدای شی.نوانسان ته پکاردی چې نوموړی قوانین لومړی وپیژنی، ځان ورسره عیار کړی اوتطبیق ته یی لارهواره کړی، او که نه دهغوی نه تطبیق یی په زیان تمامیږی.

لکه د اوبو د دوران قانون، د هوا د تصفیی قانون… څومره کاربن دای اکساید چې دانسانی فعالیتونو له امله تولیدیږي په همغه اندازه داوبواو نباتاتو پواسطه جذب او هوا تصفیه کیږي.

خو کله چې انسانی فعالیتونه په بې کچې ډول کاربن دای اکساید تولید او پر لپسې ځنګلونه کم شی نو کاربن دای اکساید به زیات او پاس به د اوزون قشر ته زیان واړوی اوپه پایله کې به هواچټله،ګرمه اودماوراء بنفش وړانګه به راښکته اوپه دې ډول به انسانی ټولنه څه چې حیوانات اونباتات هم متاَثر کړی.

اوس پوښتنه داده چې آیا انسان دې قوانینو ته په تسلیمیدو مجبوردی؟ نه انسان کولای شی دغیر عینی قوانینو څخه په خپله خوښه سرغړاوی وکړی. لکه چې په شپه کې خوب اوپه ورځ کې کارکول یوقانون دی (وجعلنا نومکم سباتاً وجعلنا النهار معاشا). انسان کولای شی په ورځ کې خوب اوپه شپه کې کاروکړی.په همدې ډول انسان کولای شی له ځمکې څخه له هغه زیاتې اوبه راوباسی کومې چې جذبوی. خو که انسان دعینی قوانینو سره په ځان عیارولومجبوردی نوبیا الله دهغه فطرت دهغه سره دتطبیق لپاره عیار کړی دی،لارښونه یی ورته کړی ده ددې قوانینو په پیروي ورته ثواب ورکوی،هرکار په خپل مکان، وخت، او شرائطو سره عبادت ګڼي او ترسره کوونکی ته یی د اجر وعده ورکوی.داټول په حقیقت کې دهغه دمهربانۍ نښې دی.

نوموړی قوانین به په کایناتوباندې چلیږی، کله چې له منځه ځی دابه هغه وخت وی چې مونږ ورته قیامت وایو،دتکویر سورت په دې باندې دلالت کوی چې کله په دغه شته نظام کې ګډوډی راغله نو همغه دآخرت ورځ ده.
تقدیر: قدر اندازې اومعیارته ویل کیږي،الله ټول شیان په معینو اندازو سره پیداکړی لکه چې لمر خپله ځمکه خپله، هر نبات خپله اوهر حیوان خپلې ټاکلې اندازې لری،دهر موجود اعضاوې خپلې اندازې لری،ټول ژوندي موجودات په عمومی ډول په یوه زمانی محدوده کې خپل عمر لری،هره واقعه دوقوع خپله ټاکلې نیټه لری،هره ستونزه او خوښی په ټاکلی زمانی اومکانی محدوده کې واقع کیږی،لنډه داچې هیڅ شی نه شته چې په خپل سر په هر ځای، هر وخت او هره اندازه سره رامنځ ته شی.

الله هرڅه ددې لپاره په ټاکلو اندازوسره پیداکړل ترڅودکائناتو اړتیاوې ورباندې پوره او دوام یی تضمین کړی.

اوس که یوڅوک وایی چې ماته خو روزي هم په یوه معینه اندازه ټاکل شوی ده نوآیا زه کولای شم ترهغه ډیره په لاس راوړم؟ هو داخبره صحیح ده چې هرانسان ته په ټاکلی اندازې سره روزي په پام کې نیول شوی خوپه هغه باندې الزامی نه ده.هغه ته نه دی ویل شوی چې ستا لپاره دومره روزی مقدره ده بلکې هغه نور هم هڅول شوی ترڅو په حلال کسب اونه ستړی کیدونکی هڅې سره حلاله اوډیره روزی وګټی. خود روزی معینې اندازه سره ایمان، انسان دهڅې دمنفی پایلې په وخت کې صبر ته هڅوی او له روانی ناروغیو یی ژغوری.

دروزی ټاکلی اندازه داسې معنی لری لکه چې دیو دولت دغذایی موادو اداره دخپل مملکت دوګړو لپاره دیوکال د خوړو مواد اټکلوی، او وایی چې یو نفر په یوکال کې ۱۸۰ کیلو اوړه ۱۰۰ کیلو وریجې … ته اړتیالری اودهغه پربنسټ خپل زراعتی محصولات راغونډ اونور له بهرنیو هیوادونو پوره کوی.

دا خو داسې معنی نه لری چې دمملکت هر وګړی مکلف دی چې ۱۸۰ کیلو اوړه ۱۰۰ کیلو وریجې… به خوری اوله دې پرته نه څه زیات اونه هم کم خوړلای شی.

خو د الله اندازه داټکل پر بنسټ نه بلکې پرحقیقت ولاړه ده،مګردخپلې مهربانۍ له مخې یی د ډیرې روزۍ دترلاسه کولو صعودی حرص دهغه د فطرت یوه برخه ګرځولی ده.

اراده: اراده دیوڅه په اړه هوډ،نیت اوتصمیم ته وایی،دکایناتو دهرې ذرې دهر عمل اوعکس العمل په اړه دالله اراده موجوده ده بې دهغه له ارادې هیڅ یو کار نه شی ترسره کیدای. پوښتنه داده چې که الله دیوڅه دکولو اراده ونه کړی انسان کولای شی هغه ترسره کړی، آیا دامجبوریت نه دی اودعدالت منافی نه واقع کیږي؟
نه. دلته مفهوم دادی چې کله مونږ په خپل اختیار سره دیو کاراجراء ته اراده وکوو، دهغه داجراء لپاره لاس په کار شو دا به هغه کاروی چې الله یی پخوا دقضاء اوقدر مطابق اراده کړی وه، اوزمونږ په اراده شوی کار دالله دارادې مطابق شو. بله خبرداده چې انسان ته نه دی ویل شوی چې داکارته نه شی کولای ځکه ددې اراده الله نه ده کړی،نو دابه دانسان لپاره خپله لوی ظلم وی چې دیو کار دتحقق مخکې بهانه لټوی،مجبوریت احساسوی چې نوموړی کار زه سرته نه شم رسولای ځکه دغیبو وړاندوینه کول اودکار اوهڅې په لاره کې دخپل نا خودآګاه ضمیر سرځوړول دی.

دا خبره په دې مثال کې لا ښه جوتیدای شی چې که دپوهنې وزیر ریئس جمهور ته وړاندیزوکړی چې راشی یوه لویه دینی مدرسه په یو شامل اوکامل نصاب سره جوړه کړو اوریئس جمهورورته ووایی چې دداسې مدرسې دجوړولو اراده خوماپخواکړی وه خواوس چې تا داملا تړلی داګز اودامیدان. په دې مثال کې دپوهنې وزیر دریئس جمهور له ارادې نه وو خبر خوکله چې ده خپله اراده وکړه دریئس جمهور له ارادې سره سمه وختله.په همدې ډول هر انسان دالله له ارادې څخه نه دی خبر چې هغه به ددې کاراراده کړی وی اوکه نه ،خو دهر کاراراده دده په واک کې ده او کولای شی هروخت دهر کار اراده وکړی. اوس که دانسان اراده دالله له ارادې سره سمه وخته نو کاربه ترسره ، اوکه سمه نه وه نو انسان دې په دې پوه شی چې دده اراده دقضاء او تقدیر سره سمه نه ده.

صلاحیت او اختیار:

دیوڅه په اړه تصمیم نیول اوپه هغه کې دتصرف کولو توان ته صلاحیت اواختیار وایی.

الله انسان ته هغه وخت اختیار ورکړچې ویی ویل ( انی جاعل فی الارض خلیفه) خلیفه هغه چاته ویل کیږی چې دیو چا شاته دهغه دسیرت، قوانینو، اخلاقو او ټولو لارو انعکاس کوونکی وی، انسان هم الله داسې پیدا کړ چې دهغه دذات اوصفاتو نسبی منعکس کوونکی دی، یعنی انسان هم لکه الله قدرت، علم، ژوند، قهر، رحم بښنه… او نور لری. په دومره تفاوت سره چې د الله ذات اوصفات بشپړ له ازله تر ابده او د انسان نسبی او مخلوق دی نو داچې یو ذات یو څوک خپل خلیفه ګرځوی طبعی ده چې هغه ته اختیار هم ورکوی.

الله انسان ته ویلی چې ټول کائنات مې دتا له پاره پیداکړی اوته په هغوکې نه یوازې داچې دتصرف حق لری بلکې مکلف یی چې هغه وڅیړي استفاده ترې وکړې او په دې وجه زما ذات اوصفات نورهم وپیژنی.

انسان د قضاء او قدر مطابق پوره صلاحیت او اختیار لری. مثلاً زه غواړم په پوهنتون کې د اسلامي علومو استاد او څیړونکی شم، دا کار زما په اختیار کې دی ، خو زه باید طبعی حاکمه قوانین، په پوهنتون کې اړونده ټولنیز قوانین، ټاکلي وخت، علم او پوهه، ټاکلی شرائط اټکل او ځان د هغه سره عیار کړم، نو حتماً زه کولای شم چې دې مقام ته ځان ورسوم، اوپه دې حالت کې به زه داباور لرم چې دغه منصب ماته دالهی وسیع علم مطابق ماته په لوح محفوظ کې لیکل شوی دی.خو ځنې کارونه بیا که انسان وغواړی نه یی شی ترسره کولای اودهغه اختیار نه لری مثلاً یو څوک غواړی چې ماته دې له آسمانه دباران پر ځای پیسې را و اوریږی او یا وایی چې زه دې همدا اوس دیوملک ریئس جمهور شم!!! دا اودې ته ورته غوښتنو ته که پام وکړو په دې عواملو یی دسرته رسولو اختیار له انسان سره نه شته:

1. څرنګه چې ټول کایئنات په منظم ډول یوله بل سره اړیکې لری ددوی تکامل اوزړښت یوله بل سره اړیکې لری دیو په سریع تکامل سره هغه بل عنصر ته زیان اوړی اودغه شته نظام ګډوډیږی اودانسان داډول غوښتنې خو ښکاره یا فوری تکامل اویا دیو شی یوپه یو زوال غواړی،چې دا دقضاء او تقدیر دواړو منافی دی.

2. که انسان دهرې غوښتنې دپوره کیدو اختیار ولری،نو دهغه دنیمګړو صفاتو له مخې به په نوروانسانانو اوحتی ټولو مخلوقاتو ظلم شروع کړی،چې دابیا دعدالت ضد ده.که په موضوع کې لږ غور وکړو وبه وینو چې الله داسې مهربان ذات دی چې هیڅ تصور یی نه کیږي،ځکه الله دانسان داغوښتنې بیا هم په ډاګ نه غورځوی بلکې انسان هڅوی اوورته وایی چې له ماڅخه وغواړی چې دریی کړم اوس که داغوښتنه مناسبه او دقضاء اوقدر مطابق وی په دنیا اوکه نه دهغه اجر په آخرت کې ورکوی اوهغه دعبادت مغز ګڼي.

توفیق او توان:

دیوکار دترسره کولو وړتیا اوانرژی توان اوتوفیق بلل کیږی. الله انسان ته په هر نیک اوبد کارکې توفیق ورکوی،ځکه که انسان ته توفیق ورنه کړی نو هغه محض حرکت هم نه شی کولای. که توفیق دوه ډولونو ته وویشو نو وبه لیدل شی چې دهر شی توفیق الله ورکوی.

1. جسمی توفیق:

چې دغذا او اوبو څخه ترلاسه کیږی، اوداخو جوته ده چې روزی خوټول مخلوق ته دنیک اویابد کارپه ترسره کولوسره الله ورکوی.

2. معنوی توفیق:

له اړونده کارونو سره محبت اوعلاقه ده، چې داهم الله دانسان په زړه کې اچولی ده.
الله توفیق اوتوان ټولوانسانانوته ورکړی اوورکوی یی، خو داپه انسان پورې اړه لری چې هغه دنیک اوکه بد کار لپاره استعمالوی.هرڅوک ډوډی خوری اوانرژی ورځنې تولیدیږی،اودهرچاپه زړه کې داړونده کارونو سره مینه اوعلاقه شته همدغه توفیق دی چې الله یی انسان ته دخپلې مهربانۍ له مخې ورکوی.

مشیت اورضاء:

د یو چا د خوښې مطابق دیوکار سرته رسول مشیت اورضاء بلل کیږی. دالله رضاء په هغه څه کې ده چې انسان ته یی په سرته رسولو کې ګټه وی، الله ټول هغه شیان چې انسان ته ګټور اویا زیان اړوونکی دی، یا په بل عبارت ټول هغه څه چې دالله درضاء اویا خفګان سبب کیږی بیان کړی دی،په هغه یی نتایج مرتب کړی،درضاء په صورت کې یی دخوښ ژوند اوبالاخره دجنت ،او دخفګان په صورت کې یی د دوزخ وعده ورکړی ده.

دالله رضاء څه معنی:

دهرنیک کارترسره کول انسان ته ګټه لری،داګټه به حتماً په جسمی یا روحی ډول په دنیا،آخرت او یا دواړوکې ورته رسیږی، دهیڅ نیک کار کول اویانه کول الله ته نه ګټه اونه هم زیان اړولای شی؛ نه هم ورته اړتیا لری لکه چې په حدیث شریف کې راځی چې “مسواک وهل خوله پاکوی اود الله درضاء سبب ګرځی ” یعنې مسواک وهل چې الله نه ورته کومه اړتیا لری اونه هم ورته ګټه او زیان اړولای شی بلکې انسان ته بې شمیره فوائد له ځان سره لری؛ الله خپل محبوب بنده ته په حقیقی دنیوی او اخروی ګټه رسیدلو خوشحاله اوراضی کیږي.

انسان ته په لوح محفوظ کې څه لیکل شوی؟ لوح محفوظ هغه دیوان اودفتردی چې دکائناتو په اړه ټول قضایی اوتقدیری مسائل پکې لیکل شوی اوپه هیڅ ډول دتغیروړنه دی.الله دخپل پراخ علم له مخې دانسانانو په ټولو هغه کړو وړو باندې پوه دی چې دی به یی دژوند له پیله ترپایه تر سره کوی،دغه ټول څه لیکل شوی او ساتل شوی دی دلته اوس پوښتنه کیږی چې؛ دیوچا دژوند ټوله برنامه او تګلاره ټاکل شوی اودتغیر وړنه وی بیانو دا هڅه او هاند څه مفهوم لری!!!؟ دلته راز دادی چې انسان پدې باندې نه دی خبر چې ده ته څه لیکل شوی ښه اوکه بد، خوشحالی اوکه خفګان، او دا لیکنه دا معنی هم نه لری چې الله وایی چې فلانیه بنده تاته په لوح محفوظ کې داسې لیکل شوی ته مکلف یی چې دهمغه مطابق ژوند وکړې، بلکې الله دانسان لپاره ټول کائنات پیداکړی،په هغه کې یی دتصرف اختیار ورکړی داستفادې لارې چارې او وسائل یی ورته ښودلی او ورکړی دی، خو داچې دخپل علم اوحکمت له مخې په دې پوهیږی چې فلاني بنده به ددې شرائطو اولارښونو سره سره بیا هم دا داکارونه سرته رسوی، او دغه تګلاره یی په لوح محفوظ کې لیکلی ده نو داخود بنده مجبورول اوپه هغه باندې ظلم نه دی بلکې دادهغه دعلم دصفت بشپړوالی ثابتوی. د دې یو نسبی مثال داسې دی لکه چې داسې څوک یو موټر جوړ کړی چې سره له دې چې دسړک انجینیر وی یو انسان پوه او ښه چولوونکی هم وی.

دې سړی ته دخپل جوړکړی موټر ټولې ځانګړنې ،دسړک خطرناکې نقطې او دچلوونکو بیلا بیلې وړتیاوې تر بل هرچا ښې معلومې دی،اوس دغه سړی دخپلې پوهې له مخې لیکی چې تر 120 لوړسرعت، وارخطا چلول او په ګولایی کې په لوړ سرعت راګرځیدل مړینه رامنځ ته کوی.

او یا لیکی چې نوموړی موټر به په یو وخت کې د 6 تنو دانتقال قدرت لری،د 20 کلونو وروسته به زړیږی، له 1000 پرلپسې حرکت وروسته به یی ماشین دحرارت درجه 40 ته رسیږی.

دغه لیکنه نه یواځې داچې ظلم نه دی بلکې یو عدالت دی چې دیو اړتیا وړ توکی دصحیح استفادې لارښونه یی لیکلې ده.

اوس که څوک وایی چې زه دپورته لیکنې په تطبیق مجبور یم دایوه ډیره ساده انګیرنه ده ځکه هرڅوک کولای شی چې له 6 کسانو ډیر انتقال کړی له 120 څخه یی په لوړ سرعت سره وچلوی.

قسمت اونصیب:

قسمت اونصیب برخې ته ویل کیږی،خو په خلکو کې تقریباً له تقدیر سره په مشابه ډول استعمالیږی،مونږ به په دې ځای کې د دغو کلمو په هکله هغه دوه حالته وڅیړو کوم چې په خلکو کې ډیر استعمالیږی:

1. ډیر پلرونه مې لیدلی دی چې کله زوی ته دنکاح کولو تصمیم ونیسی، وایی راځه له یوچا سره لاس بند کړه غم دی چې لنډیږی کله چې هلک او نجلۍ سره کور او اور شی بیا نو یوه ورځ میړه څه چې خسر هم نجلۍ له لاسه ورځ نه لری،خو که میړه څه ووایی پلار ورته وایی، ځه بچیه! همدا به دې قسمت وو، برخې ازلی دی،خدای به دې له همدې سره قلم وهلی وو،پدې ډول یوهلک اونجلۍ ته نه بلکې انسانی نسل ته هم زیان واړوی،او په دې یو اصطلاح سره نورو ډیرو پلرونو ته داجرات ورکړی چې ځه داخو دقسمت خبرې دی، نو دا هیڅکله په قسمت پورې تړاونه لری بلکې هڅه اوهاند غواړی دکائناتو دسردار محمد دهغه وینا چې (تنکح المراه من اربعِ…) عملی کول غواړی.

2. ډیر ځوانان چې دځوانۍ په مرحله کې دیوځای څخه بل ځای ته دمیلې په ډول لاړ شی، هلته د ځوانانو یو د خرافاتو ډک مجلس ته ننوزی او چرس، شراب یا هم سګرټ راواخلی او وایی دا زما په قسمت کې وو او له ډیر لرې ځای څخه به زه دغه ځای ته راتلم او دابه حتماً ما څکول، چې اوس یی باید وڅکوم ،خوداپه خپل ځان ظالم ځوان په دې نه پوهیږی چې زه خو په خپله اراده پرته له کوم مجبوریته دلته راغلم اوپه دې ګناه مې ځان اخته کړ. په همدې ډول دې ته ورته ډیرې ناخوالې دی چې یوازې دقسمت او نصیب اصطلاحګانو زمونږ خلک په ډول ډول ستونزو اخته کړی دی.

زه وایم چې قسمت اونصیب دتقدیر یوه برخه ده اوترهمغه مفهوم لاندې خپل ځای لری.اودعمل وړاندې نه بلکې وروسته دروحي اطمنان لپاره بهانه ده.

بخت او اقبال:

بخت هم هغه اصطلاح ده چې دخلکو په منځ کې ډیر رواج لری او وایی چې څوک بخت او طالع ولری هغه ښه امکانات او ښه ژوند لری له بخت څخه انکار نه دی پکار دایو حقیقت دی، چې ځنې خلک په لږ هڅې سره ښه منصب ته رسیږی، اوډیر آسوده ژوند تیروی، خو په دې باید پوه شو چې بخت داسې نه دی چې دالله له خوا ځنې بنده ګانو ته ورکړل شوی اوځینو ته نه دی ورکړل شوی، که داسې وی نو داخوبیا دعدالت سره ښکارټکر دی، هیڅکله داسې نه ده بلکې بخت هم دبنده دعمل پایله ده اولکه فزیکی منابع کسب کیږی، خوبخت دیوې کورنۍ او نسب په منځ کې ډیره اوږده ریښه لری، اوپه یو شخص کې په یوازې زر خپل اثر نه ښکاره کوی، داپه دې معنی چې که یوې کورنۍ له پخوا څخه داسې ژوند کړی وی چې د اسلام مبارک دین ښودلی دی، ټولې او یا اکثره په دې کورنۍ کې عملی شوی وی،نود پیوستون دقانون مطابق داحتمی ده چې په وروستیو نسلونو کې به دلومړیو نسلونو اثرات په ښکاره منعکس کیږی، همدادی چې ددوی ژوند داسې عیار وی چې هر کار په خپل وخت او ځای سره کوی او ترنورو زر اوپه آسانه نتایج په لاس رواوړی او خلک وایی چې له دوی سره بخت ملګری دی.
خودې ته مو هم پام وی چې بخت داسې نه دی چې بس دکورنیو میراث دی بلکې هرڅوک کولای شی بخت له ځان سره ملګری کړی.هر څوک خپل بخت لری،داسې نه ده چې بخت ګرځی،او که له چا څخه مرورشی بل ته ورځی بلکې دخپلې وفاء له مخې تل ستا په نو م وخت تیروی،نو له هغه معنوی ملګری سره بې وفایی مه کوی چې په مونږ اوتاسې کې دبخت په نوم مشهور دی،ځان په دې مه تیرباسی چې زما سره بخت بلګری نه کوی بلکې ځان ته داتلقین ورکړی چې زه ترټول بختوریم،فکر به کوم ،کاربه کوم او دالهی نصرت په اتکاء سره به ښې پایلې ترلاسه کوم.

زه وایم چې داسې مه وایی چې فلاني بخت لری ځکه لوړمنصب،ډیرې پیسې، ښه ښځه، ښه اولاد، ښه کوراو…..لری.بلکې داسې ووایی چې فلاني ښه پوهه او ښه پلان لری.دالله څخه یی په ټینګه غواړی، په ترلاسه کولو یی سل په سلو کې باورلری او د ترلاسه کولو لپاره یی نه ستړی کیدونکي هڅه کوی.

آیا دانسان عمر لنډ اویا اوږدیږی که داسې وی نو بیا اجل څه معنی لری؟ عمر هم لکه نور ټول واقعات، ټا کلی نیټه (اجل) لری، دپیل او پای ټاکلی نقطې لری، نه لنډ اونه هم اوږدیږی.اوس پوښتنه دا ده چې یو چاته دعمر داوږدیدو دعا هسې یوه خبره ده او یاهغه څیړنې چې ښی که یو څوک په ډیره لوړه ارتفاع کې اوسیږی عمر یی نسبتاً کم وی بې بنسټه خبره ده؟

نه داخبرې هم ټولې صحیح دی خو دپوهې لپاره یو ځلې بیا دتقدیر مسئلې ته ورګرځو. الله چې په لوح محفوظ کې څه لیکلی دی هغه دامعنی نه لری چې څه لیکل شوی انسان مجبوردی هغه به ترسره کوی، بلکې الله هغه څه لیکلی چې انسان یی ترسره کوی، یعنې داچې دلوح محفوظ لیکنه دانسان په اعمالو پورې تړاو لری ، نه داچې دانسان اعمال دلوح محفوظ په لیکنه پورې تړلی دی. دموضوع د ساده کولو لپاره که داسې ووایو چې انسان چې څه کوی هغه لیکل کیږی او تقدیر جوړوی،خو همدغه لیکنه الله دخپل پراخ علم پوسیله پخواکړی ده ، اوس مونږ وایو چې که څوک چاته دعمر داوږدیدو دعا وکړی او دا الله قبوله کړی نو دهغه عمر به ډیر شی اویاکه څوک نشه وکړی دهغه عمر به کم شی، دا ډیریدل او کمیدل دامعنی نه ورکوی چې ګواکی په تقدیر کې تغیر راغی، بلکې په همدغه دعا اونشه باندې الله مخکې پوهیده چې دې سړی ته به دعمر داوږدیدو دعا کیږی او هغه بل به نشه کوی نو یی یوته یی زیات اوبل ته یی کم عمر لیکلی وو.

که دمرګ نیټه ټاکلی وی بیا له مرګه ډار څه معنی لری اوخلک ولې احتیاط کوی چې په فلانی ځای کې مړ نه شم ځکه ترهغه چې دمرګ نیټه نه وی رارسیدلی انسان نه مری؟ خبره داده چې دمرګ نیټه خو بې له شکه ثابته او دتغیر وړنه ده، خو هیچاته معلومه نه ده، مونږ وویل چې دانسان اعمال تقدیر جوړوی،دمرګ نیټه هم هرڅوک دخپل ځان لپاره په خپله جوړوی،مثلاً یو څوک په بې باکه ډول ددښمن مخې ته وردانګي او هلته وژل کیږی دغه مرګ نوموړی شخص دبې باکۍ له امله خپل ځان ته واخیست اودخپل اجل نیټه یی ځان ته تعین کړه خو یوبل شخص په ډیر لوړمهارت اوتعقل سره ددښمن په وړاندې جنګیږی اودخپل ځان ساتنې ته لکه ددښمن وژنې ته داسې پاملرنه کوی په دې ډول خپل ځان له مرګه ساتی اوخپل اجل بل وخت ته ځنډوی.ددې شخص په دغه عمل سره الله دخپل غیبی علم له مخې پوهیده اودهغه دمرګ نیټه یی وروسته لیکلی وه،الله لومړی شخص په بې پروایی سره ملامتوی او دوهم شخص ته اجر هم ورکوی.

ډیر خلک شکایت کوی چې کارکوم خوڅه مې لاس ته نه راځی آیا ددې پړه په خلکوده اوکه په تقدیر؟

ددې پړه مستقماً په خلکو غورځیږی ځکه چې انسانی اعمالو تقدیر جوړکړی نه داچې تقدیر دانسانی اعمالوخالق دی، چې داسې ده نو ولې خلک کار کوی خو څه په لاس نه ورځی؟ دری علتونه کیدای شی ددې مسئلې ترشا کاروکړی:

1. دغه کار او هڅه چې دخلکو له خواسرته رسیږی دټاکلی زمان اومکان څخه به مخکې اویا وروسته وی.

2. یا هم کیدای شی دوی دخپل کاردسرته رسولو لپاره هیڅ پلان،تدبیر اوتقدیر نه وی جوړ کړی نوپه دې ډول دکار پایله دغوښتنې خلاف واقع کیږی.

3. کیدای شی دغه کس دهغه هدف په غوښتلو او لاس ته راوړلو باندې په یقین کې چې کارورته کوی تردد او شک ولری.اوپه دې ډول کایناتوته دوه ګوني پیغام استوی، اودا دجذب(یقین) په قانون کې نشته، دجذب قانون وایی چې کایناتوته به یوازې یوپیغام لیږی اوبیا بیا به یی تقویه کوی ترڅوددې بریښنایی موج لمن(Amplitude) دومره اوږده شی چې په کایناتو کې په یو حقیقت واوړی.

4. کیدای شی ددغه کار په سرته رسولو کې دکایناتو کوم بل عنصر اویا ددوی ترمنځ پیوسته او پرلپسې اړیکوته څه زیان وی.

بیا هم دالله دمهربانی پراخوالی ته سر ټیټي پکاردی،که انسان کار وکړی انرژی مصرف کړی اوپایله پلاس رانه وړی دغه دانرژی مصرف هم الله بې ځایه نه غورځوی که دغه انرژی داسې مصرف شوی چې ځان اودټولنې کوم غړی ته پکې زیان نه وی،اخروی اجر اوثواب لری. داسې نه ده لکه فزیکی کار،که هرڅومره انرژی مصرف شی،خوچې ترڅوفاصله طی نه شی نتیجه نه ورباندې مرتبیږی.

عقیده امام ابوحنیفه

مؤلف: محمد بن عبدالرحمن “الخمیس”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x