نړۍ

۱۵سوه ايراني عسکر د بشارالاسد ملاتړ لپاره سوريې ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د ايران پاسداران انقلاب پنځلس سوه عسکر د بشارالاسد ملاتړ لپاره د سوريې لويديځ اللاذقيه ښار ته رسېدلي دي.

«الجزيره.نت» د باوري سرچينو له قوله ليکلي، چې د ايران پاسداران انقلاب پنځلس سوه عسکر د بشارالاسد ملاتړ لپاره د سوريې لويديځ اللاذقيه ولایت صلنفة سيمې ته رسېدلي او دغه عسکر به د حزب الله شيعه ملېشو سره په ګډه د سني جهادي ډلو پر ضد جنګيږي.

داسې ويل کيږي، چې دغه ايراني عسکر به کرد مېشتې غرنۍ کې خپل عملیات پيلوي او دغه سيمه کې يې علوي شيعه ګانو ته ډاډ ورکړي؛ ځکه چې دغه شيعه ګان ادلب کې د سني انقلابي ډلو د پرمختګ له امله په سخته وېره کې دي.
دا خبرونه په داسې حال کې رسنيو ته راووتلي، چې تېره شپه د بشارالاسد پلويانو او مخالفينو دواړو په ټولنيزو شبکو کې د ايراني جنرال قاسم سليماني په اړه ليکلي وو، چې نوموړی تېره ورځ اللاذقيه ولايت کې د يونس عليه السلام کلي ته ورغلی و.

عربي رسنۍ وايي، چې له تېرو څو مياشتو دوی دغه سيمه کې د ايراني ملېشو د شتون خبرې اوري، مګر تېره شپه يې د خپلو باوري سرچينو له قوله اللاذقيه کې د ايراني تازه دمو عسکرو د شتون خبر په داسې حال کې خپور کړی، چې دوی سره د ايراني عسکرو د فارسي ژبې خبرې ريکارډ شوي دي.

ايراني چارواکو او د بشارالاسد رژيم تر اوسه د ايراني عسکرو د شتون خبر نه دی تاييد کړی.

عربي رسنۍ وايي، چې اللاذقيې ته د ايراني عسکرو راتلو سره د بشارالاسد مخالفو جهادي ډلو د جګړې پر اول کتار توغنديز بريدونه زيات کړي او هڅه کوي، چې کرد مېشتې غرنۍ سيمې کې د بشارالاسد ملاتړو شيعه علويانو پر ضد عمليات وکړي او ويل کيږي، چې ايراني عسکر له دغې سيمې د دفاع لپاره ګومارل شوي دي.

ځايي کارپوهان وايي، چې ايراني عسکر، حزب الله شيعه ملېشې او د بشارالاسد پوځيان به په ګډه د کرديانو غرنۍ سيمه کې د شيعه علويانو څخه د دفاع لپاره له دغه ځايه د جهادي ډلو پر ضد عمليات پيلوي او هڅه به کوي، چې له دغې لارې پرمختګ وکړي، مګر په عين حال کې څارونکي دا هم وايي، چې سني جهادي ډلې د جګړې لپاره بشپړ تياری لري او دوی غواړي، چې پر ايراني عسکرو، حزب الله او د بشارالاسد پر ملېشو هجومي بريد وکړي او موخه يې دا ده، چې دغه شيعه مېشتې سيمې ونيسي.

د سوريې جهادي ډلې يو مشر ابو طارق الجزيرې تلويزون ته ويلي، چې دوی د بشارالاسد ملېشو تر څنګ د ايران او روس په مشرۍ له افغانستان، لبنان او ګڼو نورو هېوادونو څخه راغلو شيعه ملېشو سره جنګيږي او اوس هم دوی سره د لبنان او افغانستان ګڼ شيعه ګان بنديان دي او ګڼ يې د جګړو په ډګر کې وژلي دي.

ابو طارق وايي، چې د اللاذقيې غرونه به د ايراني عسکرو هديره وي او دوی د دې جګړې لپاره بشپړ تياری نيولی او خلک دې راتلونکو ورځو پورې انتظار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x