fbpx

عبدالحليم عويس..ځلانده ستوری پرېوت

abdul-haleem-uwaisکله چې به د نړيوال اسلامي پوهنتون مرکزي کتابتون ته تلم، د موسوعاتو څانګې ته به معمولاََ د مطالعې لپاره ورتلم، ځکه هلته عموماً فقهي کتابونه وي. يو له هغو موسوعاتو چې ډېره مينه مې ورسره وه او تل به مې لوسته، د (الموسوعه الفقه الاسلامي المعاصره) کتاب و، دا موسوعه درې جلده و او د اسلامي نړۍ مشهورو فقهاوو او علماوو فتواوې او فقهي نظرونه يې پکې راخيستي وو، د دغې موسوعې مشر او ليکوال استاذ دوکتور عبدالحليم عويس و.

يوه ورځ د معمول په څېر کتابتون ته لاړم او د موسوعاتو په برخه کې مې د موسوعه الفقه المعاصره کتاب کې د اسلام د جزا قوانين مطالعه کړل. د موسوعې دغه برخه د نورو په څېر ډېره په زړه پورې وه، داسې چې لوستونکي که د مخکتنې په موخه راخيسته، دې ته يې مجبوراوه چې مکمل بحث پکې ولولي. ماهم دغه مبحث وکوت او ځينې نورې برخې مې هم پکې مطالعه کړې. کله چې مې زړه و، کتاب په خپل ځای کېدم، د کتاب پوښ مې وليد، چې د نورو علماوو په سر کې د دوکتور عبدالحليم عويس نوم ليکل شوی و. د زړه له تله مې ورته دعا وکړه، چې خدای دې ورته اوږد عمر ورکړي، څو اسلامي نړۍ د دې په څېر نور خدمتونه هم وکړي.

د کتاب له مطالعې وروسته د کتابتون د انټرنټ برخې ته لاړم. هلته مې د نورو برېښناپاڼو په څنګ کې د امام يوسف القرضاوي پاڼه هم خلاصه کړه، ناڅاپه مې په يوه ليکنه سترګې ولګېدې، په سرليک کې يې ليکلي و چې علامه قرضاوي د دوکتور عبدالحليم عويس له کورنۍ سره د ده په وفات خواشيني ښکاره کړې.
په سترګو کې مې اوښکې وخوټېدې، د دوکتور عبدالحليم عويس هغه وينا راياده شوه چې د شيخ شعراوي په وفات کې يې ليکلې وه، دوکتور عويس ليکلي وو: ((د خدای جل جلاله له رحمته بايد مايوس نه شو. هغه اسلام چې د شيخ شعراوي په څېر شخصيتونه يې راښکاره کړل، په دې هم قادر دی چې دې امت ته د دې ښه او لوی مثالونه وړاندې کړي، لږ تر لږه د شيخ شعراوي په څېر به وي. له دې سره د ده مړينه اسلامي نړۍ ته لويه خساره ګڼو، داسې خساره چې د نورو کلونو د خساراتو په څېر موږ شيخ غزالي، جاد الحق، خالد محمد خالد پکې له لاسه ورکړل.

زه وېرېږم چې دا د قيامت د نږدېوالي له نښو نه وي، هغه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ پرې خبر کړي يو چې د صالحو، حقپاله او لويو علماوو روحونه به پکې قبضېږي او جاهلان به پاتې وي، بې له علمه به فتوا ورکوي، د الله دين به د حاکمانو په طبع څرخوي، دين به په خلکو رهبري نه کوي مګر دين به خلکو ته تابع وي)) .

دغه څو کلونو کې د دوکتور عويس په څېر علماوو مړينه رښتيا هم د تشويش خبره ده. فيصل مولوي د شام وتلی عالم او داعي لږه موده کېږي چې مړ شو، حسين فضل الله د اسلامي-اسلامي تقريب ځلانده ستوری هم ومړ، وتلی داعي فتحي يکن، احمد العسال، عبده يماني، عبدالوهاب المسيري او… هم له هغو دي چې په تېرو څو کلونو کې وفات شول، دا دی د عبدالحيم عويس مړينې يو وار بيا اسلامي نړۍ وژړوله.

عبدالحليم عويس وتلی تاريخ پوه هم و، په اسلامي تاريخ يې وياړ کاوه. ويلې يې چې نړۍ تاريخ د راشدو خلفاوو په څېر شخصيتونه نه دي ليدلي، عويس ويل چې پرته له انبياوو نور هېڅوک هم له راشدو خلفاوو سره نه شي مساوي کېدی.

دوکتور عبدالحليم عبدالفتاح محمد عويس په ۱۹۴۳م کال کې د جولای په دولسمه نېټه د مصر د غربي ولايت په سندسيس کلي کې زېږېدلی.

استاذ عبدالحليم عويس د خپل ماشومتوب په هکله وايي:(د پلار يو زوی وم ماشومتوب کې به ډېرکله ناروغ وم. کله چې څوارلس کلن شوم مور مې سخته ناروغه شوه، له وفاته يو ساعت مخکې يې راته وويل، چې ((زه مړه کېږم، پلار به دې زما له وفاته دېرش، څلوېښت ورځې وروسته بل واده کوي او ستا مشره خور هم وده شوې، نور څوک نه شته چې ستا سرپرستي وکړي نو تا خدای ته سپارم)). استاذ عويس وايي چې همداسې وشول، پلار مې ډېر ژر واده وکړ او زه يوازې پاتې شوم. له ډېر غمه شاعر شوم او په مور پسې مې څو بېته وليکل او د همدغه يوازېتوب علت و چې زه يې مطالعې ته وهڅولم، فکر نه کوم چې يو مراهق په ثانوي مرحله کې د ورځې دوه سوه صفحې مطالعه کړي، ما د ورځې دوه سوه صفحې مطالعه کوله او په همدې به مصروف وم .

دوکتور عبدالحليم عويس وايي:( ماشومتوب کې به ډېرکله قرآن حافظ ته ورتلم او له هغې مې قرآن لوسته او حفظاوه مې ورسره). استاذ عويس د قرآن د حفظ له مروجې طريقې سره موافق نه و. دی وايي کله چې موږ هم حافظ ته ورتلو له هغه سره به اوږد لرګی و او له کوچنۍ غلطۍ سره به يې ماشوم پرې واهه. استاذ عويس وايي دا طريقه د ماشوم او قرآن ترمنځ دښمني رامنځ ته کوي او همدا علت دی چې ماشومان دعا کوي چې پر استاذ يې کوم مصيبت نازل شي چې يو څو ورځې د هغه له غضبه خلاص شي. استاذ عويس وايي چې قرآن مې بيا له پلاره شروع کړ، که څه هم پلار مې عالم و خو بيا يې هم په همغې طريقې درس ورکاوه چې د ماشوم زړه له قرآنه توروي. دوکتور عبدالحليم عويس وايي چې اسلامي تاريخ او تمدن د وهلو په نامه څه نه پېژني، نه پوهېږم له کومې دا وهل زموږ تمدن ته دننه شوي. رسول الله صلی الله عليه وسلم هېڅ کله څوک نه دي وهلي، صرف يو وارې رسول الله صلی الله عليه وسلم انس بن مالک رضي الله تحديد کړی و چې په مسواک به يې وهي. استاذ عويس په ديني زده کړو کې د وهلو په اړه وايي چې حتی دا دومره خطرات لري چې انسان له اسلامه هم زړه تورنوي او موږ هم بايد د نورو په څېر په ديني زده کړو کې او د قرآن په حفط کې د نويو طريقو په فکر کې شو .

دوکتور عويس د ماشوم روزنې په هکله وايي:( موږ بايد له نورو دا زده کړو چې څنګه خپل ماشوم وروزو). دی وايي کله چې عيسايان خپلو ماشومانو ته ديني ښوونه کوي، چاکليت ورکوي او ورته وايي چې دا د مسيح عليه السلام له لورې تا ته ډالۍ ده، همدا ده چې ماشوم له ځان سره وايي، دی د ميني نبي دی. دا چې زموږ نبي د مينې او رحمت نبي دی نو موږ هم بايد په خپله ټولنه کې دا ډول نوې طريقې رامنځ ته کړو څو زموږ ماشومان په خپل دين کلک او په ښې طريقې تربيه شي .

استاذ عويس ثانوي مرحله د طنطا په ازهري معهد کې ولوسته د ثانوي زده کړو د ترسره کولو وروسته يې د قاهرې پوهنتون د دار العلوم له پوهنځي څخه په عربي ژبه او اسلامي زده کړو کې په ۱۹۶۸م کې د لېسانس مرحله سرته ورسوله. استاذ عويس د ديني زده کړو ترڅنګ په يوولس کلنۍ کې قرآن هم حفظ کړ او تجويد يې هم ولوسته.
استاذ عبدالحليم عويس د ماستري مرحله هم د قاهرې پوهنتون د دار العلوم په پوهنځي کې د تاريخ او اسلامي تمدن په څانګه کې په ۱۹۷۷م کې ولوسته او د ماستري رساله يې د (دوله بني حماد في الجزائر) تر سرليک لاندې وليکله او دوکتورا يې هم په ياد پوهنتون، نوموړې پوهنځي او څانګه کې په ۱۹۷۸م کې د (ابن حزم الاندلسي مورخاً) تر سرليک لاندې وليکله.

د استاذ عبدالحليم عويس د رسالې مناقش د عربي نړۍ وتلی مفکر احمد شلبي و. احمد شلبي د خپل نجيب او نبيل شاګرد عبدالحليم عويس د رسالې او پوهې ډېره ستاينه وکړه. دا چې احمد شلبي په تاريخ کې وتلې عربي څېره ده، عبدالحليم عويس هم ترې متاثر شوی و.

 استاذ دوکتور عويس د دار العلوم يو له هغو فارغينو څخه و چې په مختلفو علومو پوهېده او هرڅه يې ښکاره او په داسې طريقه ليکل چې د ټولو د استفادې وړ وي.
دوکتور عبدالحليم عويس د اسلامي نړۍ د وتلي عالم شيخ محمد الغزالي شاګردي هم کړې چې وروسته يې د خپل استاذ په اړه يو کتاب هم وليکه. دی که په فقه کې د شيخ محمد الغزالي شاګرد و په تاريخ کې د وتلي مفکر، مورخ، مبصر او ليکوال استاذ محمد جلال کشک شاګرد و. ويل کېږي چې کويت ته هم استاذ محمد جلال کشک هغه وخت واستاوه چې د ده قوي تاريخي څېړنه يې په يوه مجله کې ولوسته. همدا عوامل دي چې استاذ محمد جلال کشک يې وتلی مورخ او د عصر فقيه ګرځولی و.

په استاذ عويس خپل وتلي استاذان ډېر ګړان وو، همدا وه چې هر چا ته به يې د استاذ محمد جلال کشک د مشهور کتاب (و دخلت الخيل الازهر) د لوستو مشوره ورکوله. فقيه استاذ خو لا پرې ډېر ګران و. د هغه د ګرانښت په اړه دوکتور ناجح ابراهيم يوه ښکلې کيسه ليکي، هغه وايي: (وروستی ځل مې دوکتور عويس په يوه کنفرانس کې وليد چې ساده جامې يې اغوستې وې او د زهد نښانې په کې له ورايه ښکارېدې. په دغه غونډه کې ځينو سلفي داعيانو هڅه وکړه چې شيخ محمد الغزالي باندې طعن ولګوي. دغه وخت کې دوکتور عويس ډېر غصه شو او هغو ته يې وويل: ((څه چې غزالي ويلي تاسو په يې په اهميت پوره پنځوس کاله وروسته پوهېږئ)) دغه وخت کې حاضرين پاڅېدل چې دوی غلي کړي. دوکتور عويس ويلې: ((آيا داسې څوک شته چې د غزالي په څېر يې د شريعت او سنت ته بری ورکړی وي او تاسو پرې حتی له وفاته وروسته هم تېری کوئ؟!)
استاذ عبدالحليم عويس استاذ عبدالحليم د اسلامي ثقافت او تاريخي موضوعاتو په اړه ډېرې ویناوې کړې او اوولس کاله د سعودي په پلازمېنه رياض کې د محمد بن سعود په اسلامي پوهنتون کې د اسلامي ثقافت استاذ پاتې شوی. همدا رنګه د مغرب او اندلس تاريخ يې هم تدريس کړی او د عربي او اسلامي نړۍ د معاصر تاريخ، د اسلامي مذاهبو او د اسلامي تاريخ استاذ هم پاتې شوی دی.

دوکتور عويس په مختلفو راډيوګانو کې ډېرې راډيويي درسونه ورکړي وو چې يو له هغو د قاهرې د قرآنکريم راډيو چې تقريبا زر درسه يې پکې ورکړي و.

دوکتور عبدالحليم عويس د نړۍ په ډېرو پوهنتونو کې استاذي کړې او په مختلفو علمي ځايونو کې يې ویناوې کړې وې.  همدارنګه د لسګونو بلکې د سلګونو د دوکتورا او ماستري رسالو چې د تاريخ او تمدن په اړه وې مناقشه هم کړې. د مصر د زقازيق په پوهنتون کې يې هم استاذي کړې او د لاتيني امريکا په نړيوال پوهنتون کې يې استاذي کړې او د رياستي شورا غړی يې پاتې شوی.

استاذ عويس په هالېنډ کې د روتردام اسلامي پوهنتون په بنسټ اېښودنه کې هم علمي مرسته کړې او په دغه پوهنتون کې څه موده استاذ و او د رئيس مرستيال پاتې شوی دی. استاذ عويس د روتردام په پوهنتون کې د (سيرت، عقيدې، اموي او عباسي تاريخ، علوم القرآن او مذاهبو او فرقو) د موضوعاتو تدريس کاوه. په دغه وخت کې يې د پوهنتون په کتابتون کې د عربي ژبې څانګه هم پرانېستې ده. د رابطه الجامعات الاسلاميه مشاور هم و.

استاذ دوکتور عبدالحليم عويس د رابطه الجامعات الاسلاميه له خوا پاکستان، هند، ماليزيا، ترکيې، الجزاير، سودان، تونس او داسې نورو هېوادونو کې پوهنتونو ته د استاذ په صفت استولی دی.

۱۹۷۱-۱۹۷۵م کلونو کې په کوېټ کې په (مرکز بحوث و الدراسات التربويه) کې د څېړونکي په دنده چې د منهجونو جوړول يې دنده وه، مصروف و.
کله چې استاذ عويس په ۱۹۷۸م کال کې د دوکتورا مرحله پای ته ورسوله، بيا همدغه پوهنتون کې استاذ وټاکل شو چې له ۱۹۷۸م تر ۱۹۹۳م کال پورې پرته له کومې وقفې استاذ او دپوهنتون د رئيس مشاور هم و. دوکتور عبدالحليم عويس په پونتون کې د لاندينيو موضوعاتو استاذي کوله:

۱. د هسپانيې اسلامي تاريخ؛
۲. معاصر تاريخ (د عربي او اسلامي نړۍ اوسنی تاريخ)؛
۳. د اسلامي فکر د فرقو او مذاهبو تاريخ؛
۴. د تاريخ تفسير (د تاريخ فلسفه)؛
۵. اسلامي تاريخ په ټولو مراحلو کې؛
۶. د انبياو تاريخ؛
۷. نبوي سيرت.

دوکتور عبدالحليم عويس د مصري ليکوالو د اتحاديې له غړو څخه و. په امريکا کې د مجمع فقهاء الشريعه کارپوه و. د مصري ژورنالېستانو د اتحاديې غړی هم و، د دې ترڅنګ د عربي مورخينو د اتحاديې غړی و او د رابطه جمعيه الآدب الاسلامي د رئيس مرستيال و .
استاذ دوکتور عبدالحليم عويس نړيوالې جايزې او افتخاري دوکتوراوې هم ګټلې وې. په ۲۰۰۹م کال کې يې د لاتيني امريکا نړيوال پوهنتون د دوکتورا افتخاري شهادتنامه ورکړې وه. په ۲۰۱۱م کال کې د سوداني حکومت مشهوره جايزه (الوسام الذهبي) د پوهې، ادب او علومو د سرو زرو مډال د سوډاني جمهور رئيس عمر البشير نه لاسته راوړه. دوکتور عبدالحليم عويس ته يې ځکه دا جايزه ورکړه چې عربي او اسلامي نړۍ ته يې نه هېرېدونکې علمي خدمتونه کړي.

دوکتور عويس په عربي مطبوعاتو کې ورځنۍ مقالې خپرولې. دغو مقالو کې به يې فقهي او اسلامي موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه لرله. د شرق الاوسط د مجلې د فقهې په څانګه يې ۱۹۸۲م نه تر ۱۹۸۷م کال پورې پرمخ بېوله. د دغې سلسلې مقالې بيا د کتابونو په بڼه خپرې شوې چې مکمل ديارلس کتابه شول ، هغه ديارلس کتابونه:
•    العبادات في الإسلام.
•    نظام الأسرة في الإسلام.
•    مشكلات الشباب في ضوء الإسلام .
•    حقوق الإنسان في الإسلام .
•    الفقه الإسلامي بين التطور والثبات.
•    قضايا المرأة في الإسلام.
•    التكافل الاجتماعي في الإسلام.
•    الرعاية الصحية في الإسلام.
•    الوظائف الإسلامية : فقه وحضارة.
•    مشكلات الاقتصاد الإسلامي.
•    تطبيق الشريعة.
•    الطريق إلى اقتصاد إسلامي معاصر.
•    الحدود في الشريعة الإسلامية.

همدارنګه په نورو مجلو کې لکه، مجله الحرا، المنار، الآمه او د تبيان په مجله کې د تحرير رئيس و. ډېرو برېښنا پاڼو کې هم د استاذ عويس ليکنې خپرې شوي، چې د دوی له جملې قصه الاسلام برېښنا پاڼه ده چې چلوونکی يې دوکتور راجب سرجاني دی.
استاذ عويس په رياض کې د جامعه الامام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون د اجتماعي علومو د پوهنځي په مجله کې څو کاله د تحرير رئيس پاتې شوی دی.
استاذ عويس له دوکتور ظفر الاسلام خان هندي سره په اشتراک د اسلامي تاريخ د مجلې د تحرير رئيس څو کاله پاتې شوی.
دوکتور عبدالحليم عويس اسلامي نړۍ ته په خپلو کتابونو لويه علمي پانګه پرې ايښې، که څه هم نن دوکتور عويس زموږ په منځ کې نه شته خو د ليکنو له لارې له هر لوستونکي سره دی او هر لوستونکی ورته د هر کتاب په لوستو دعا کوي(ان شاء الله). د استاذ عويس څه کم سل کتابه ليکلي، ځينې بېلګې يې:
 ابن حزم الأندلسي وجهوده في البحث التاريخي والحضاري؛ ۱.
۲. دولة بني حماد في الجزائر؛
۳. بنو أمية بين الضربات الخارجية والانهيار الداخلي؛
۴. تفسير التاريخ علم إسلامي؛
۵. التأصيل الإسلامي لنظريات ابن خلدون؛
۶. المدخل إلى الحضارة الإسلامية؛
۷. قضية إحراق طارق بن زياد للسفن بين الأسطورة والتاريخ؛
 الفكر اليهودي بين تأجيج الصراعات وتدمير الحضارات؛ .۸
تيارات حضارية في التاريخ الإسلامي؛ .۹
صفحات من جهود المسلمين في الحضارة الهندية؛ ۱۰.
أثر التغريب وخيانة التاريخ على مستقبل الأمة الحضاري؛ .۱۱
التكاثر المادي وأثره في سقوط الأندلس؛ .۱۲
40 سبباً لسقوط الأندلس؛ .۱۳
الأزمة الحضارية الراهنة ودرس الأندلس؛ .۱۴
۱۵. العصبية القومية وأثرها في سقوط الأندلس؛
۱۶. شخصية الرسول أمام المقاييس الإنسانية؛
۱۷. النهضة الإسلامية بين مسئولية القيادة وواجبات الأمة؛
فقه التاريخ وأزمة المسلمين الحضارية؛ .۱۸
بيت المقدس في ضوء الحق والتاريخ؛ .۱۹
 دراسة لسقوط ثلاثين دولة إسلامية؛.۲۰
الإسلام وتحديات العصر؛.۲۱
ثقافة المسلم في وجه التيارات المعاصرة؛ .۲۲
۲۳.  العقل المسلم في مرحلة الغزو الفكري؛
 الإعلام الخليجي ودوره؛.۲۴
۲۵. د(الذهب المسبوك في وعظ الملوك) کتاب څېړنه؛
۲۶. تحقيق ودراسة كتاب خلاصة أصول الإسلام وتاريخه لابن حزم؛
 سيرة بني هلال في التاريخ والأدب؛.۲۷
صور وبطولات من حضارتنا؛ .۲۸
 في ظلال الرسول صلى الله عليه وسلم؛.۲۹
الإسلام كما أومن به؛ .۳۰
 الشيخ / محمد الغزالي: تاريخه، وجهوده، وآراؤه؛.۳۱
 المسلمون في معركة البقاء؛.۳۲
 الدولة الحديثة في المحيط الإسلامي بين الحقيقة والتزييف؛.۳۳
۳۴. الشباب المسلم بين تجربة الماضي وآفاق المستقبل؛
 القيم الإسلامية في تاريخ المسلمين؛.۳۵
حزب البعث : نشأته، مبادئه، موقفه من الإسلام والعروبة؛ .۳۶
 كتابات على بوابة المستقبل الإسلامي؛.۳۶
ثوابت ضرورية في فقه الصحوة الإسلامية؛ .۳۷
۳۸. بديع الزمان سعيد النورسي: رجل الإيمان والتجديد في مواجهة الإلحاد والتقليد؛
قضية نسب الفاطميين أمام منهج النقد التاريخي؛ .۳۹
عقيدتنا الإسلامية للبراعم الناشئة؛ .۴۰
أخلاق المسلم للبراعم الناشئة؛ .۴۱
مواقف إسلامية رائعة للبراعم الناشئة؛ .۴۲
 سيرة الرسول للأطفال والفتيان (پښتو ته ما ترجمه کړی)؛.۴۳
 علي بن أبي طالب الخليفة المفتري عليه؛.۴۴
 آفاق عودة الحضارة الإسلامية؛.۴۵
 المسلمون.. من التبعية والفتنة إلي القيادة والتمكين؛.۴۶
 دراسات في تاريخ الحياة الإسلامية؛.۴۷
 رجل القرآن وصناعة الإنسان. (د بديع الزمان النورسي په اړه)؛.۴۸
الغارة المعاصرة علي المسلمين “منطلقاتها وغاياتها؛” .۴۹
 الوحي والعقل والعدل في ميزان الإسلام؛.۵۰
 الفكر السياسي بين ابن حزم وأبي حامد الغزالي؛.۵۱
 قاموس كلمات القرآن للأطفال؛.۵۲
 دعاة لكن أدباء؛.۵۳
 فتح الله كولن إمام النهضة التركية الحديثة؛.۵۴
مشكلة التقدم بين السنن الكونية والسنن القرآنية؛.۵۵
 المجرمون المائة (أولهم قابيل وآخرهم مبارك)..۵۶

د اسلامي تاريخ د موسوعې د ليکلو اشراف هم استاذ عبد الحليم عويس ته سپارل شوی و، په دغه موسوعه کې تقريباً اتيا استاذانو برخه اخيستې وه او زر صفحو کې وليکل شوه.
دوکتور عويس د (موسوعه الفقه الاسلامي المعاصر) د ليکلو مشرف هم پاتې شوی چې په درې جلدو کې په ۲۰۰۵م کال کې چاپ شوه او په ليکلو کې يې د اسلامي نړۍ لويو علماوو برخه اخيستې، دغه موسوعه کې تر ډېره حده هڅه شوې چې فقه د عصر په ژبه خلکو ته وړاندې شي، په داسې حال کې چې د پخوانيو علماوو له کتابونو څخه هر څوک استفاده نه شي کولی او بايد يو پوه عالم هغه شرحه کړي او بيا ورڅخه فهم واخيستل شي، دا ډول موسوعه ډېره موثره ده او هر څوک ترې ګټه پورته کولی شي. دا د اسلامي فقهې لپاره د دوکتور عويس يو نه هېرېدونکی خدمت و.

استاذ عويس د (موسوعه الاداره العربيه العامه) په ليکلو کې هم برخه اخيستې او په دغه موسوعه کې د اسلامي تاريخ او تمدن په ليکلو او همدا ډول د ځينو نورو مربوطو موضوعاتو ليکل استاذ عويس ته سپارل شوي وو.

په قاهرې کې د دار الوفا له لورې خپرېدونکې موسوعې ته چې د قرآني اصطلاحاتو په هکله وه مشري کړې او د ځينې علمي موضوعاتو په ليکلو کې يې هم برخه اخيستې ده.
د اسلامي نړۍ دغه لوی مفکر، مؤرخ او فيلسوف د ژوند تر وروستۍ سلګۍ اسلامي امت سره تړلی پاتې شو، هغه په مصر کې د نورو هېوادونو څخه محصلينو سره تل کتل او د هغوی مشکلات يې تر لوړ پوړو چارواکو رسول، که څه هم هغه ته ناروغۍ حتی د ليک او لوست اجازه نه ورکوله خو هغه دا هرڅه کول، استاذ توفيق وهبه د دوکتور عويس په هکله وايي؛ هغه په داسې حال کې چې ډېر ناروغ و بيا هم غونډو ته حاضرېده او د اسلامي امت په هکله يې خپل تشويشونه او وړاندېزونه وړاندې کول، هغه به له امسا سره راته، داسې وخت هم راغی چې څو کسانو به نيولی و او غوڼډې ته به يې راوست، هغوی به د سټېج تر سره ورسره وو، هغه به هېڅ کله هم د خپلې ناروغۍ شکايت نه کاوه او دا هر څه يې په صبر زغمل. استاذ وهبه وايي چې له وفاته څو ورځې مخکې کور ته ورغلی وم، په داسې حال کې چې هغه ناروغ و خو بياهم راسره کېناست او د مصر د راتلونکي په هکله يې راسره خبرې وکړې .
د دوکتور عويس زوی (محمد الحداد) راته وويل چې دوکتور عويس د نورو هېوادونو له محصلينو سره زښته ډېره مينه لرله، ډېر چې زه به ورسره په موټر کې وم، هغه چې به د بل هېواد محصل وليد، هغه ته به يې موټر دراوه او له ځان سره به يې کور ته بېوه، هلته به يې ډوډۍ پرې خوړله ، د پيسو او د هر څه اړتيا چې يې لرله هغه به يې ورکول.
دوکتور عبدالحليم عويس وروسته له اوږدې ناروغۍ، د ۲۰۱۱م کال د دولسمې مياشتې په لسمه نېټه د ۶۸ کلو په عمر وفات شو. په ډېره خواشينۍ مو د استاذ عويس د مرګ خبر واورېد چې زموږ او په ټوله اسلامي نړۍ کې د استاذ عويس د شايقينو سترګې يې له اوښکو ډکې کړې، موږ پرته له دې چې ورته دوعا وکړو څه مو په وس کې نه شته. الله دې پرې ورحمېږي او خپل اوچت جنتونه دې ورپه برخه کړي.

د اسلامي امت د دغې لويې ضايعې په اړه ځينو خپله خواشيني ښکاره کړه. لوی امام، د ازهر شيخ دوکتور احمد الطيب خپل پيغام د دوکتور حسن الشافعي له خولې واوراوه. حسن شافعي وويل چې دوکتور عويس مې له کوچنيوالي پېژانده، تکړه سړی و او د اسلام د خدمت په لار کې يې له مختلفو لارو چارو استفاده کوله.
د اسلامي نړۍ وتلی عالم او د مسلمانو علماو د اتحاديې رئيس علامه يوسف القرضاوي هم د خواشينۍ پيغام ليکلی و. امام قرضاوي دوکتور عويس د وسطي فکر په زوی توصيف کړی و او ويلي يې وو چې له هغه سره مې له پخوا پېژندل، د ناروغۍ پر مهال يې کور ته د پوښتنې لپاره ورغلی وم.
د اخوان المسلمين مرشد العام دوکتور محمد بديع د خواشينۍ پيغام کې ليکلي و چې دوکتو عبد الحليم عويس مجاهد عالم و، الله جل جلاله دې ورته جنتونه ورکړي. د اسلامي نړۍ فيلسوف عالم دوکتور محمد عماره هم خپګان ښکاره کړ. دوکتور عماره ليکلي و چې دوکتور عويس د اسلامي نړۍ مختلفو ځايونو ته د علم د خدمت لپاره تللی دی او په دغه لار کې يې مختلف موسوعات هم ليکلي دي، الله دې ورته جنتونه ورپه برخه کړي.

فتح الله ګولن، شيخ محمد حسان، دوکتور جابر قميحه، صفوت حجازي او نورو علماو او سياسيونو هم د دوکتور عويس په مړينه خپلې خواشينۍ ښکاره کړې.

الله جل جلاله دې د دوکتور عويس خدمات قبول کړي او ده ته دې خپل اوچت جنتونه ورپه برخه کړي. تغمده الله برحمته الواسعه و اسکنه فسيح جناته.

ليکوال: زاهد جلالي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د