افغانستان

د کابل د دوو امنيتي حوزو مشرانو د يوې نجلۍ پر سر شخړه کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د کابل د دوو امنيتي حوزو مشرانو د يوې نجلۍ د ملګرتیا پر سر شخړه کړې ده.

يک تلويزون په خپل راپور کې وايي، چې د درېيمې امنيتي حوزې آمر حسين نصرت خبر شو، چې ملګرې نجلۍ يې د ديارلسمې حوزې د پوليسو مشر سيد ظاهر هاشمي سره د کابل يو هوټل ته تللې ده.

د يک تلويزون له قوله دې کار د حسين نصرت غبرګون راپارولی او له خپلو ساتونکو سره نوموړي هوټل تللی او امر يې کړی، چې د هوټل ټولې دروازې او کړکۍ دې بندې شي او دغه وخت د حسين نصرت ملګرې نجلۍ د هوټل له دوهم پوړه ځان غورځولی دی او پښه يې ماته شوه.

د حسين نصرت او سيد ظاهر د شخړې قضيه د کابل پوليسو ته هم رسېدلې، مګر تر اوسه د کابل پوليسو د يادې پېښې په اړه هېڅ نه دي ويلي.

د درېيمې حوزې مشر حسين نصرت د يک تلويزون خبريال سره په خپلو خبرو کې د نجلۍ موضوع په کلکه رد کړه او زياته يې کړه، چې دی د يوې بلې خبرې لپاره دغه هوټل ته له خپلو ساتونکو سره ورغلی و، مګر دا يې ونه ويل، چې د کومې موضوع لپاره.

خبريال وايي، چې دوی هڅه وکړه، د ديارلسمې حوزې مشر سيد ظاهر سره په دې اړه خبرې وکړي، مګر نوموړي د خبريال تکراري اړيکو ته هېڅ ځواب ونه وايه.
د حسين نصرت د اخلاقي فساد په اړه ګڼ نور تورونه هم شته.

د ساري په توګه د تېر ۱۳۹۳ل کال د جدي مياشت کې يوه ښځه حسين نصرت ته د خپل زوی د خلاصون لپاره راځي، چې نوموړی هغه مهال د ديارلسمې امنيتي حوزې جنايي امر و.

د ښځې او حسين نصرت تر منځ له لفظي شخړې وروسته دغې ښځې د حسين نصرت پر ضد عريضه کې وويل، چې حسين نصرت يې د زوی د خلاصون په بدل کې له دې د جنسي اړيکو غوښتنه کړې او دغه عريضه يې د کابل امنيه قوماندانۍ او د ولسمشرۍ د شکايتونو دفتر ته ولېږله.

يک تلويزون د خپلو څېړنيزو معلوماتو له مخې وايي، چې کورنيو چارو وزارت د حسين نصرت د اخلاقي فساد او خلکو سره د ناوړه تعامل قضيه د ولسمشرۍ دفتر ته ولېږله.

د کورنيو چارو وزارت په راپور کې راغلي، چې حسين نصرت له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کوي، په اداري او اخلاقي فساد اخته دی او په ګڼو غلاوو او د ځمکو په غصب کې هم شريک دی او د بنديانو له ښځينه خپلوانو د نامشروعه اړيکو غښتنه کوي.

د حسين نصرت د جنايي او اخلاقي جرمونو نورې بېلګې هم په رسمي توګه ثبت شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو د څېړنو رياست وايي، چې د ديارلسمې امنيتي حوزې جنايي آمر حسين نصرت په حوزه کې دننه او له حوزې د باندې په ګڼو اخلاقي جرمونو ککړ دی او ځايي خلک د ده له کړنو او اخلاقي فساده سر ټکوي، مګر د ولسمشرۍ ماڼۍ د شکايتونو د څېړلو دفتر د حسين نصرت د اخلاقي فساد د څېړنو پايله نه ده اعلان کړې او د نوي کورنيو چارو وزير له لوري د نوموړي دنده نوره هم لوړه شوه او دريالسمې امنيتي حوزې د جنايي آمر له پوسته د درېيمې امنيتي حوزې مشر ټاکل شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په لر و بر کې د پوليسو حوزې، ترافيکي څلور لارې، قوماندانۍ او ګڼې نوروې دولتي دندې د اهليت او تخصص پر ځای په سياسي مصلحت او رشوت ورکول کيږي، چې له امله يې امنيتي ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي.

د حسين نصرت په مشرۍ د درېيمې امنيتي حوزې اوسېدونکي وايي، چې يوازې په تېرو دوو مياشتو کې د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې ۲۴ ستر جنايي جرمونو تر سره شوي او تر اوسه هېڅ مجرم محکمې ته نه دی سپارل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

د حکومت او خلکو زوال او نسکورېدو وخت راغلی دی ځکه چې نور هر څه علني او له شرم څخه وتلی دي د لوط په قوم باندې هغه وخت عذاب نازل شو چې نور پخپل بحاشت کې کوچو ته راووتل او خلک به يې له عامو لارو ګرځول او لواطت به يې ورسره کولو . يو وخت يو مجاهد قصه کوله چې زه يې د روسانو د جهاد په وخت د جاوسوسی لپاره کابل ته راوليږلم ، د پوستو او قرار ګاو څخه مې ليدنه وکړه چې په دې پستو او قرار ګاو کې نجوني او شراب هر څه رسمي… نور لوستل »

احمد

وایي پکه دادې لا بله سپکه!

غني خان دې اوس … ورته ټینګه کړي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x