ترکانو د قسطنطينيې د فتح ورځ ونمانځله

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): ترکانو د قسطنطنيې د فتح ۵۶۲ کليزه ونمانځله.

قسطنطنيه له ننه ۵۶۲ کاله وړاندې د عثماني خلافت اووم خليفه سلطان محمد الفاتح خان ثاني پر لاس فتحه شوې و او له هغې وروسته يې نوم استنبول شو.

الاناضول خبري اژانس وايي، چې يو نيم ميليون ترکان تېره ورځ د استنبول يني قابي ښار کې راټول شوي وو او د قسطنطينيې د فتح ۵۶۲ کليزه يې ونمانځله.

دغې غونډې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان، لومړي وزير احمد داود اوغلو او د پارلمان مشر جميل جيجک د قسطنطينيې د فتح پر اهميت او اسلامي نړۍ په اړيکو خبرې وکړې.

ترکي ولسمشر وويل، چې ترکيه کې د به اذان غږ تر قيامته په لوړ اواز اورېدل کيږي او هېڅوک يې مخنيوی نه شي کولای.

اردوګان په خپلو خبرو کې وويل، چې له ننه ۵۶۲ کاله وړاندې اسلامي لښکرو قسطنينيه فتح کړې او دوی به هېڅکله هغه شوم لاسونه پرې نه ږدي، چې د اسلامي فتح لاسته راوړنې له منځه يوسي او د ترکيې ولس سره ووېشي.

اردوګان زياته: «هغو ژبو سره به هېڅ ګزاره ونه کړو، چې ترکيه کې د مسلمانانو اذانونه نه شي زغملی او هغه خاينان به هېڅکله نه پرېږدو، چې ۱۴۵۳ز ‘د قسطنطينيې د فتح کال’ ترکيه کې د ظلم او وحشت د پيل وخت بولي.»

ترکي ولسمشر ټينګار وکړ، چې د هغو خلکو ارمانونه به هېڅکله پوره نه شي، چې غواړي قرانکريم په الماريو او پوښونو کې بند پاتې شي، بلکې د قران د تلاوت غږ به د ترکيې په لر و بر کې نور هم خپريږي.

اردوګان د خپلو خبرو په ترڅ کې د قرانکريم ځينې اياتونه او هغه احاديث ولوستل، چې پيغمبر عليه السلام په کې د قسطنطينيې فتح او فاتح ته اشاره کړې ده. “لتفتحن القسطنطينية، فلنعم الأمير أميرها ولنعم الجيش ذلك الجيش”.

قسطنطينيه به خامخا فتح کيږي او د پوځ مشر به يې تر ټولو غوره امير وي او پوځ به يې هم تر ټولو غوره پوځ وي.

په عين حال رجب طيب اردوګان پر نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم نيوکه وکړه، چې بې بنسټه درواغ خبرونه خپروي او په لوی لاس غواړي، چې ترکيه کې ګډوډي او شخړې رامنځته کړي.

«٭نيويارک ټايمز به د عثماني خلافت پر مهال هم منفي او بې بنسټه خبرونه خپرول او په ځانګړې توګه د سلطان عبدالحميد د واکمنۍ پر مهال او اوس زموږ د نسل يو بل سړی «فتح الله ګولن»هم د ترکيې پر ضد په فعاليتونو بوخت دی او غواړي، چې د قانوني حکومت پر وړاندې بل موازي حکومت ولري.»

د غونډې په پای کې د عثماني خلافت ترانه او نظامي فعاليتونه هم نندارې ته وړاندې شول.

٭ نيويارک ټايمز خپله لومړۍ خپرونه ۱۸۵۱ز کال د سپټمبر په اتلسمه پيل کړې ده.ګڼ امريکايي ليکوالان، پخوانی امريکايي ولسمشر جيمي کارټر او نور څارونکي په يوه خوله وايي، چې نيويارک ټايمز او ګڼې نورې رسنۍ د يهودانو په پانګه جوړې شوي او له پيله د يهودانو د ګټو لپاره فعاليتونه او خپرونې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شمس الحق
میلمه
شمس الحق

انشاالله چی رجب طیب اردوغان به د عثمانیانو د اسلامی خلافت په شان یو اسلامی حکومت را منځ ته کوی او کفارو ته به غاش ماتونکی ځواب ورکوی او په څنګ کی د نړی ټول با ایمانه مسلمانان هر ډول خدمت ته حاضر دی

ژوندی د وی اردوغان