نړۍ

د اسلام آباد په نمل پوهنتون کې د نوي هجري،لمریزکال دراتلو په مناسبت ګډکلتوري نندارتون پرانستل شو

nandartoonپنجشنبه د کب په ۲۵ نېټه دنوي هجري لمریز کال په ویاړ داسلام آباد په نمل پوهنتون کې دافغانستان ، ایران او تاجکستان دسفارتونولخوا دوه ورځنی کلتوري نندارتون پرانستل شو چې یاد نندارتون به د کب په ۲۶ نېټه هم  روان وي .
ددې نندارتون ملاتړ دیادو هېوادونو د سفارتونو لخوا شوی وو ، چې پکې دافغان سفارت غړو ترڅنګ په نمل پوهنتون کې افغان محصلینو هم برخه اخیستې وه .

د نندارتون په پرانسته کې د ایران او تاجکستان سفیرانو او د افغانستان له لوري مرستیال سفیر ښاغلي موسی (عارفي) او د افغان سفارت کلتورې استازي ښاغلي زردشت شمس ګډون وکړ، ورسره د سفارتونو نورو لوړپوړيو چارواکو هم برخه اخیستې وه ، چې ټولوپه ګډه سره د پټی په پرې کولو نندارتون پرانست.

 پرانستې نه وروسته ټولو رابلل شویو مېلمنو په ګډه د هرهېواد د نندارتون څخه لیدنه وکړه او د پروګرام سره سم د پوهنتون تالار ته رهنمایي شول ترڅو دموسیقۍ پروګرام کې برخه واخلي ، لومړی افغان محصلینو ملي اتڼ وړاندې کړ ، ورپسې د تاجکستان هېواد خپله دودیزه موسیقي وغږوله او د ایران هېواد هم پخپل وار دنوي کال سندره وغږوله .

په نندارې کې ټولو هېوادونو هڅه کوله چې خپل کلتور او فرهنګ دنندارې برخوالو ته وروپېژني چې پکې افغان محصلینو هم تاریخي او کلتوري اثار ( افغانۍ جامې ، دلرګیو انتیک توکي ، دمریو څخه جوړ شوي څيزونه ، لاسي صنایع ، جنګي ابزار، د هیواد د طبیعي مناظرو تصویرونه او نور توکي )نندار ې ته وړاندې کړل ، چې د پوهنتون استادانو ،محصلینو او راغلو مېلمنو په ډېره لېوالتیا او مینه د افغان کلتوري توکو څخه لیدنه وکړه .

د يادونې وړ ده چې د نمل پوهنتون له لوري دایران او تاجکستان سفیرانو او مېرمنو ته یې دافغان سفیر مرستیال او مېرمنې ته یې او همداراز د افغان محصلینو په نمایندګی یې د اتڼ ګروپ مشر ته ایوارډونه ورکړل .
د یادونې وړ ده چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او په ځانګړې توګه د همدې سفارت کلتورې استازي ښاغلي زردشت شمس د دې نندارتون په دایریدو او د افغاني محصلینو په ګډون کې ټوله لازمه مادي او معنوي مرسته وکړه.

څرنګه چې په نمل پوهنتون کې دا دافغانانو لخوا لومړنۍ ننداره وه نو ښاغلي شمس یې ډېره ستاینه وکړه او دا یې نوروته د اصیل افغاني کلتور دورپېژندلو غوره لار وبلله . نندارتون بهددویمې ورځې لپاره هم پرانستی وي او د پروګرام سره سم به نن مازدیګر پای ته رسېږي .

داود جبارخيل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x