ورزش

فیګو: د سپ بلاتر له ټاکلو سره فوټبال ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۴ل): لویس فیګو د پرتګال پخوانی پیاوړی لوبغاړی د سپ بلاتر یو ځل بیا د فیفا نړیوالې ادارې مشر په توګه ټاکل کیدل د فوټبال د لوبې ماتې وبلله.

سپ بلاتر تیره ورځ د اردني شاهزاده علي بن حسین سره تر رقابت وروسته د پنځم ځل لپاره د دغې نړیوالې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.

فیګو هم د فیفا مشرۍ لپاره نوماند و چې وروسته بیا د حسین بن علي په ګټه له خپلې نوماندۍ تیر شو. نوموړی د سپ بلاتر بیا ټاکنې سخت اندیښمن کړی.

پرتګالي فیګو خبریالانو ته وویل:« نن د فوټبال کې د تاریخ تر ټولو خرابه پریکړه د تاریخ په پاڼو کې ثبت شو. د فیفا نړیوالې ادارې وبایلله، له ټولو مهمه فوټبال ماتې وخوړه او ټول هغه کسان چې دغې لوبې ته ارزښت ورکوي ماتې وخوړه.»

په دې وروستیو کې د فیفا نړیواله اداره په مالي فساد تورنیږي او د دغې ادارې ځینې چګپوړي چارواکي هم د مالي فساد په تور نیول شوي خو بلاتر بیا رسنیو ته ویلی و چې نوموړی نه شي کولی د دغې ادارې هر یو غړی او کارکوونکی کنټرول کړي.

فیګو رسنیو ته ویلي چې د بلاتر دغه خبره چې نه شي کولی ټول کارکوونکي کنټرول کړي د نوموړي کمزوري ښيي او فیفا د نوموړي تر مشرۍ لاندې خپل اعتبار له لاسه ورکړی.

د فیګو په وینا که چیرې بلاتر د فوټبال لوبې په اړه اندیښمن و نو د پنځم ځل لپاره به يي په دغو ټاکنو کې ګډون نه کاوه او یا باید د علي بن حسین په ګټه تیر شوی و.

سپ بلاتر له اوږدې مودې څخه د فیفا نړیوالې ادارې مشرۍ په غاړه لري چې په دې وروستیو کې د پنځم ځل لپاره بیا هم د دغې ادارې مشر په توګه وټاکل شو.

د نوموړي په مشرۍ کې د فیفا نړیوالې ادارې څو ځلي په مالي فساد تورن شوی او د دغې ادارې جګپوړي چارواکي د مالي فساد په تور نیول شوي. څو ورځې وړاندې هم د دغې ادارې ځینې کاروکوونکي د سویس په هیواد کې د مالي فساد په تور ونیول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx