ولې په سعودي کې د مذهبي جګړې پیلولو هڅې کیږي؟!

سرلیکنه – نن ټکی اسیا: (يکشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د جمعې په ورځ یو ځلې بیا د سعودي عربستان د دمام ساحلې ښار په یوه مسجد کې د انفجار له کبله څلور تنه مړه، څلور ژوبل او د مسجد په پارکینګ کې درول شوي یو زیات شمیر نقلیه وسائط وسوځول شول.

دا په تیره یوه اونۍ کې دوهمه چاودنه ده چې د جمعې په ورځ په مسجد باندې د جمعې د لمانځه په حال کې تر سره کیږي.

په مسجدونو او مذهبي ځایونو باندې د بریدونو لړۍ له هغه وخته را شروع شوه چې کله په عراق کې امریکايي یرغلګر د عراقي مجاهدینو له سخت مقاومت سره مخ شول .

دا هغه مهال و چې روزانه به د عراق په بیلا بیلو سیمو کې د مجاهدینو د بریدونو له کبله له شلو تر دیرش زیات امریکايي پوځیان وژل کیدل ، په دې سره امریکایان په بشپړه توګه د عراقي مجاهدینو د حملو په مخنیوی کې پاتي راغلل .هماغه و چې د نا څرګندو جهاتو له لوري د عراق د شیعه میشتو سیمو په مساجدو کې د خونړیو انفجاراتو لړۍ پیل شوه چې له امله يي په زرګونه عراقیان مړه او ژوبل شول .

د اهل التشیع په مساجدو کې دغو چاودنو امریکایانو ته دوې ګټې ورسولې :

لومړۍ دا چې د دوی له شکست څخه یې د نړیوالو توجه د عراقیانو ترمنځ د خپل منځي جګړې لوري ته واړوله او دویمه داچې هغه شیعه ګان چې نه یې غوښتل د امریکایانو په لاس جوړشوي حکومت ملاتړ وکړي د مذهبي حساسیت اوخپلو مذهبي اماکنو د دفاع لپاره یې د نوري المالکي حکومت ملاتړ ته مخه کړه ،چې په دې سره عراقي مجاهدین په یوه وخت کې په دو جبهو کې په جګړه کې راګیر شول.

هماغه و چې دا کار د عراقیانو ترمنځ د کورنۍ جګړې د پیلولو لامل شو او په تدریج سره د مجاهدینو د حملو زور له امریکايي یرغلګرو څخه د هغو شیعه جنګیالو په لور ور واوښت کوم چې تر مختلفو نومونو لاندې د مجاهدینو په مقابل کې مسلح شوي ول .

د عرب محللینو له نظره په سعودي عربستان کې د نوي واکمن ملک سلیمان په راتګ سره دا هیله کیده چې د هغه د قیادت له وجې به په جزیرة العرب او په مجموع کې په ټول منځني ختیځ کې مثبت تغیرات راشي ، خو د هغه له واکمنۍ سره سمدستي سعودي عربستان له شیعه مذهبه حوثیانو سره په بي هدفه جګړه کې راګیر شو .

په ۱۵ د می چې کله اوباما په کمپ ډیویډ کې د خلیجي هیوادونو مشرانو ته د ورتګ بلنه ورکړه د سعودي باچا ملک سلیمان له ورتګ څخه معذرت وغوښت چې دا دخلیجي چارواکو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د امریکا د ولسمشر له لیدو او بلنې څخه معذرت غواړي.

د کمپ ډویډ له ناستې دوې اونۍ وروسته د سعودي عربستان په مسجدونو کې انفجارات پیل شول .

په داسې حال کې چې سعودي چارواکي په یمن کې له حوثي ملیشو سره په جګړه او د دې جګړې اغیزې د سعودي تر پولو را رسیدلې، په عین مهال د هیواد په د ننه کې دغو چارواکو په مذهبي جګړې کې راښکیلول به د سعودي عرب په تیره د حرمینو شریفینو پر امن ډیر منفي اثر ولري .

او د ا هغه هدف دی چې امریکایانو کلونه پخوا په عراق کې ورباندې سرمایه ګذاري کړي او هلته یې ترې ښه پایله ترلاسه کړې اوس غواړي له هماغه تکتیک نه په استفادې سره د حرمینو ساحه نا أمنه او په دې سره خپله ولکه پر عربي خلیج باندې ټینګه کړي..

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شمس الحق
میلمه
شمس الحق

په سعودی عربستان باندی دا حالت هرو مرو راتلونکی دی ځکه عرب هغه خلک دی چی د ټولی اسلامی نړی لاس او پشی یی امریکایی یرغلګرو ته تړلی دی د مصر اسلامی حکومت محمد مرسی د رژیم په ړنګیدو کی عربو خپل رغنده لاس درلود په عراق کی د صدام د حکومت په نسکوریدو کی همدا قسم نوره عربی نړی کی نن به حتمی دا حالت په عربو کی راڅی او د سعودی نه به دوهم عراق جوړیژی